ژړ ګلونه مات لاسونه

ولي محمد

1,712

هغې د ګڼي ګوڼي او ژورنالسټانو څخه دا دوکان هم پریښوو. په موټر کښي بل بازار ته ولاړه هلته هم مینه والو را ګیر کړه . عکاسانو يې ښکلا قیدول او ښاریانو يې د ښکلا په ننداره جمالیاتي حس سړاوه . هر لور ته چي به يې سترګي واړولې ، د سلګونو سترګو سره به يې سترګي مخامخ سوې . هغې ته الله تعالی دومره ښائست ورکړي وو تا به وئیل چي په قلم باندي جوړ سوی انځور دی . غټي سترګي ، کچنۍ خله، سره وېښتان، سره و سپینه ځواني او د خندا ډکي خلې يي هر زړه ریږداوه . وړاندي يي دومره شهرت نه درلود خو کله چی د وخت شهزاده هغه د ځان د پاره انتخاب کړه نو په شهزادګۍ کي به د هر چا فکر  بندېدي . د هغې ښکلا او عکسونه د نړۍ د مطبوعاتو ستره شتمني وګرځيده .

هغې په بیړه ،بیړه څو شیان رانیول او کله چي د ګلانو دوکان ته وروخته نو عکاسان داسي پر را ټول سول لکه مچ ومیږي پر خوږو. د ښار د ښکلو ګلونو په منځ کي ګل ګل ځواني. هر عکاس وس کاوه چي ددې ګل ګېډۍ ښه انځور ګري وکړي .

هغې د شهزاده د پاره یوه د ګلونو ګېډۍ را واخسته او عکاسانو ته يې په مسکا لاسونه جوړه ونیوله- د  خدای د پاره ما پرېږدی .

په موټر کي سپره سوه . شاهي ماڼۍ ته راغله او په ډیر هوس د ګلونو ګېډۍ په لاس د شهزاده خوني ته ور ننوته او په خندا يې د هغه مخ ته ګېډۍ وړاندي کړه ـــــ وګوره څومره ښکلي ګلان مي درته راوړي دي .

شهزاده مخ پر بل لور واړاوه . د هغې مخ هم پر کاغذه ارزښت درلود او هم په ښکاره او چاچي به يې په لیدلو سترګي مړې کړې، هغه ځان ډېر بختور ګاڼه،یواځي شهزاده د هغې په لیدلو موړ وو . شهزادګۍ ګلدان را واخيست، ګیډۍ يې پکښي واچوله او د شهزاده پر میز يې کيښښووه . شهزاده په کتاب لوستلو ځان بوخت کړ . دا ناهیلې ورته کښېنسته تر څه ځنډ وروسته هغه ته په مسکا سوه .« دا کتاب هم د کتلو حق در باندي لري»

شهزاده د کتاب ورقه واړو ل: « هغه کتاب مو نه خوښیږي چی هر څوک يي ورقي پر له اړوي .»

د شهزادګۍ مسکا مړاوې سوه : «  زه ستا امانت یمه . دا چی نور زما سره مینه لري، د هغوی کار دی ».

 شهزاده ولاړ سو : زما ستا سره د هغه ګرځلاؤ نه دی خوښ. دا زما د خپلی کورنۍ د پاره سپکاوی بولم ».

هغې سړه ساه وکښه :«  د هغې سره په ګرځېدو خو هم شاهي کورنۍ نه نېکنامه کیږي».

شهزاده په خښم له خوني وووت او شهزادګۍ خپل سر په دواړو لاسونو کي ونیوو- « د شاهانو سره ژوند تېرول څومره ګران کار دی ».

هغه د شاعر غزل او د خیالونو شهزادګۍ وه . کله چي شهزاده د خپل ژوندانه پر کښت د هغې د میني لښتی وتاړه نو هغې مخ د نړۍ د اړو او مظلومانو وګړو پر لور واړاوه او د میني تنده به يې د هغوی سره په مرسته او خواخوږي ماتوله . بدګمانۍ د شهزاده څخه بېله کړه او مرګي بیا د بې وزلانو څخه واخيسته موټر ټکر وکړ د هغې ګل ګل ځواني د مرګ سیلۍ بې وخته ورژول خو مئينانو يې تابوت ته دومره ګلان وروړل چي په ټول انګلستان کي یې د ګلونو د ګېډۍ نوم ودراوه .هن تر دې چی د بل ولایت څخه  لاپه الوتکو کي ګېډۍ را وغوښت  سوې.

پر خپلو کړنو پښېمانه شهزاده هم د هغې تابوت ته ګېډۍ کښېښووه- خو ډېر ناوخته سوی وو. هغه مات لاسونه او سره زخمونه په ابدي خوب ویده وه .

(د شهزادګۍ ډیانا د مړیني په مناسبت ۶ ستمبر ۱۹۹۷ء )

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.