!!!د خطر زنګ

داکتر تاج الدین ملت مل

880

د  افغانانو تر ټولو لویه بدبختې دا ده چې موږد ورځینې پیښوسره په مجادله کی تیروو، بیړۍ را نه په غرقیدو ده.  دلته یوه په زره پوری قیصه شریکول به دا مطلب اسانه کړی.  وایی د شرقی او غربی المان تر منځ خلک به تلل راتلل، خو د غربی المان نه د وسایلو او وسایطو تجارتې وړل راوړل بند وه.  یو کس به هره ورځ یو نوی بایسکل باندی سوراو د بایسکل له پاسه به یی څه داسی وړوکې او ارزانه غیر قانونې څیزهم ایښودو.  نو چې کله به د سرحد پولیسو ته راغې نو پولیس به هغه ناڅیزه غیر قانونې څیز ته متوجه شوه، او سړی به یی را ایسارکړ.  بلاخره سړی به ور ته وویل، ښه ده نو دا څیز دی ستاسو وی، ما خو پریږدی.  پولیسو به دی پریښود. نو پدی طریقه به هغه هر ورځ یو نوی بایسکل شرقی المان ته وړه او خرڅاوه به یی، او د هغې خوا نه به ټرین کی راته.  په موږ افغانانو هم همدا شان قیصه را روانه ده.  ملک مو ټول تالبانیزیشن کیږی او موږ کله د بیرغ دعوه کوو، کله د ګیری، او کله د مکتب.

نو اول ضرور ده چې تالبانیزیشن وپیژنو.  په تیرو ۴۰ کاونو کی د پاکستان استخباراتې ادارو زموږ د ۸۰ زره یتیم او غریب ماشومان مغز مینځنه وکړه او هغوي یی پداسی وحشیانو ( بی مسؤلیته مجاهدینو او تالبانو) بدل کړه چې هیڅ انسان یی تصور هم نشی کولای.  خو تر دی اوس دا خطرناکه ده چې دا تالبان یی د یو شمیر بی سنجشه افغانانو په مرسته راوستل، او په موږ یی حاکمام کړلن. نو اوس دغه وحشیان اوس زموږ ټول ملت د ځان په څیر وحشی کوي. نشام دی نه منې، اردو دی پاکستانې کوي، مسلکې خلک دی شړی او پاکستانې مشاورین یی په ځای مقرروی، پوهتونونو ته مو د فساد مراکز وایی او استادان یی خرتوب ته مجبوروی، مکتبونه مو بندوي، بیرغ مو نه منې.  دی ته وایی تالیبانیزشن.  نو اټکل وکړي چې لس کاله وروسته به زموږ د خلکو څه حال وی؟  او د دوي د لاسه به د همسایه هیوادونو او نړۍ څه حال وی؟  تاسو د تالبانو هر عمل ته لږ دقیق شئ او وګوري چې دوي دغه ملک په فکری او عقلی لحاظ په کومه خوا روان کړی دی.  د ادارو نه یی میزونه او څوکې لری کړل او توشکی یی په کی واچولې! واوا   د لوړو تحصیلاتو وزیر یی پوهنتون د فساد وسیله بولې او ساینسی مضامین بیهوده ګڼی.  د پوهنتون استادانو ته ګواښوونه کوی چې یا زموږ په څیر شی که نه د مړی او ژوندی درک به مو نه وی.  واوا، په هیواد کی میوزیک بندوي، ګیری پریښودل په خلکو حطمی کوی، جنو څه چې هلکانو باندی هم مکتبونه بندوي. دی ته وایی د یوه ملک بی علمه، بی تحصیله کول، بی شخصیته کول، او سپکول.  مکتبونه مو په مدرسو بدلوي، نو فکر وکړی چې پنځلس کاله پس به پخپله څوک نه وی چې پوهتنون ته ولاړ شی.  ښځې د تعلیم او کار نه محروموي، او یا یی هم د پیریانو غوندي په چادری کی ایساروي، بله څه مانا لری بیلدی چې دوي زموږ راتلونکې نسلونه بی تعلیمه او بی تربیه کوي، بیله ابدی فکری غلامې او مستعمره کیدو ته لاره خلاصول.

د مختلفو وزیرانو او د دوي د لوی مشرانو، لباس، ناسته ولاړوه او اجتماعې اخلاق او سلوک هغه شیان دي چې افغانان او خاصتآ پښتون قام دنیا ته سپک، بی فرهنګه او وحشی معرفی کړی.  د استانبول کانفرانس ته د خارجه چارو ږزیرد کالیو خلطه په لاس یی یو ښه مثال، او د اکثرو مشرانو مخ پتې یی دا مانا ورکوي چې د دوي دغه سلوک د افغانیت او خاصتآ د پښتنو فرهنګ دی.  نو که لا تر اوسه هم ځنې افغانان د اصلی مرض په تشخیص نه پوهیږی او یا ځانونه پری په غولتیا اچوی، نو یاد یی لرئ چې ستاسو راتلونکې نسلونه به د تالب نه څو چنده وحشی او ځناور تر بیه کیږی.

زه د یوی خوا دا خپل فرض بولم چې افغانان او خاصتآ پښتانه د تالیبانایزیشن خطرناکه عواقبو ته مو متوجه کړم. او ور ته وایم چې اولادونو ته کورونه او جایدادونه مه پریږدی، چې هسی یی هم نشی خوړلای، ور ته یو ازاد انسانې وطن پریږدی، پیسی هغوي پخپله پیدا کولای شی.

په اخر کی د دغه بنیادی تشخیص تر خوا د خپل اند په اساس یی اساسی چاره هم له تاسو سره شریکوم.  ممکن تاسو زیات فورآ ما ته به بدو ردو اخته شی، خو په یاد لرئ، چې دا هغه د کاڼې کرښه ده چې پری یوازی لږ او خاص خلک پوهیدای شی.  نو د تالبانایزیشن دغه خطرناکه پروسه باندی ځانونه پوهول په کار دي او د هغه اساسی چاره لټول په کار دی. او اساسی چاره یی جنګ نه بلکی د دغه خطرناک مصیبت نه د خلاصون یوازینې لار په یوه پاک، نوې واقعآ ملې مترقی ګوند کی د افغانانو سیاسی انسجام ( چی تر یوه حده مشکله اما یوازینې بنیادی او تلپاته) حل لاره ده.  نو افغانان باید تر دی نه زیات نه ځانونه وغولوي، او نه خپل خلک.  بلکی زر تر زره باید د افغانستان مثبت بدلون نهضت (امن) د هغې طرحی په چوکاټ کی چې یی په افغانستان کی د تل پاتې ازادی، سولۍ، امنیت، عدالت او پرمختګ ضمانت کوی سره راټول شی، کوم چې په افغانستان کی د یوه ملې مترقی نظام، او د دغسی یو نظام د لاس ته راوړلو لپاره اول د یوه توانمند منضبط ملې مترقی حزب جوړول اساسی او بنیادی حل لاره ګنې. نو موږ په ټولو افغانانو غږ کوو، چې یا د امن ملتیا وکړئ، یا د دغی طرحی بدیل را منځ ته کړئ. هیوادوال کولای شی چې د امن دغه طرحه د لاندی لینک له لاری د امن په فیسبوک پاڼه کی ولولې. اما ځانونه ناخبره اچول، د خلکو غولول، جرم او بی مسؤلیته ده.

https://www.facebook.com/100259668856806/posts/284583757091062/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.