د ماشوم پر ځان باور

نیک محمد همدرد

1,386

د ماشوم پر ځان باور.

 

ما د دنيا ډيري ښايسته منظري او حالتونه ليدلي،

مګر له ھغه حالت څخه ھيڅ ښه حالت نه وي ،کله چي يو ماشوم باوري ووينم،

ايا تاسې ته معلومه ده چې په دنيا کې د ټولو مشهورو او پرمختللو خلکو تر مينځ لومړني ګډه خوبي څه شی ده؟

دا ګډه خوبي پر خپل ځان باور دی،

ژوند اسان نه دی،ھڅه به جريان لري ،په دي مسلسل جدوجهد کي بريا د ھغه چا وي چې پر خپل ځان باندي باور لري ،ھمدا باور او په الله جل ج باندي توکل کول انسان د بريا حدود ته رسوي،

په دنيا کي د يو انسان سره تر ټولو لويه اسلحه په خپل ځان باندي باور لرل دي،زموږ په ھيواد کي زيات شمير ځوانان د ځان باوري څخه محروم دي،د ځوانانو پر ځان نه باوري کيدل يا د دي نه شتون مسوول مور او پلار دي،ځکه دوی ته يي په ماشومتوب کې داسي روزنه نه وي ورکړي چې ماشومان لوی شي او پر ځان باوري وي،

پر خپل ځان باندي د باور حالتونه ،

پر خپل ځان باندي باور دوه حالتونه لري،

لومړي ..ځان ته په درنه سترګه کتل ياself esteem

دويم ..پر ځان باندي باوري يا ډاډه کيدل يا(self confidence).

عمومأ خلک پر ځان باندي د ډاډه کيدو لپاره ډيره ھڅه کوي،

خو دلته بايد دغه ټکي ته پام وکړي،چي پر ځان د ډاډه کيدو لپاره ځان پيژندنه او ځان ته په درنه سترګه کتل اړين دي ،يعني څوک چي د خپل ځان عزت نه شي کولای ،ھغه په خپل ځان کي باور ھم نه شي پيدا کولای ،يعني ځان پيژندنه د ځان باوري کيدو لپاره تخم دی،په کومو ماشومانو کي چي د ځان مهم ګڼلو سطحه لوړه وي،د داسې ماشومانو رويه ھم له نورو ښه وي،

کومو ماشومانو کي چي ځان پيژندنه وي،ھغوي خپل ځان مهم بولي او دا يقين لري ،چي دوی د دنيا لپاره ھم مهم دي،د ماشوم لپاره چي څومره پر خپل ځان باندي باوري کيدل اړين دي ،ھمدومره ځان پيژندل ورته اړين دي،ځکه چي ځان پيژندل او ځان مهم ګڼل دا احساس ورکوي،چي دی څومره وړتيا لري ،په کومو ماشومانو کي چي ځان پيژندنه کمه وي ،ھغوي د تعليمي ستونزو سره ھم ډير مخ وي،

ھمدارنګه په ورځني ژوند کې له ټولني سره ځان نه شي عيارولای،په ھمدي وجه موږ د ځان باوري کيدو تر څنګ په ځان پيژندنه او ځان ته اهميت ورکولو ھم خبري کوو ،نو لومړي موږ تاسې ته ھغه اووه قدمونه درښييو چې په مرسته تاسې خپل ماشومان ځان ته په اهميت ورکولو سره هڅولای شئ،.

1 لومړي قدم.‍.د ماشومانو سره خبري اتري وکړئ،

2 دويم قدم ..د انتقاد کولو پر ځاي ورته د اصلاح لاري په ګوته کړئ،

3دريم قدم..ورته ووایاست چې له تيروتنو زده کړه کولای شئ،

4 څلورم قدم ..له تعليمي کارو سره يي نورو کارو ته هم وهڅوئ،

5 پنځم قدم.. د برياليو کسانو سره يي اړيکه ور وساته خپل ماشومان مو ځيني وخت د داسې کسانو خوا ته بوځئ چا چې د ژوند په ډګر کې برياوي لاسته راوړي وي،

6 شپږم قدم .د مزاج انکشاف په خپلو ماشومانو کي د مزاج انکشاف وکړئ،تر څو په ټول ژوند کې د پرمختګ وړتيا ولري،

7 اووم قدم ‌..د ماشومانو له هڅو ستاينه وکړئ،دا ضروري نه ده چې ماشوم دي په خپلو هڅو کي بريالي شي ،مګر د ده هڅه ډيره مهمه ده ځکه ده د يو کار کولو همت وکړ،ماشوم ته د داسې همت ورکول پر مور او پلار فرض دي ،که ماشوم ته د هڅه کولو همت ورنه کړل شي او پايلي ته انتظار باسو،نو ماشوم به په راتلونکي کې هم له داسې کار کولو ويريږي،،ماشوم چې يو کار اجرا کړي،نو د بل کار سرته رسولو لپاره هڅه کوي،او وړتيا يي پيدا کوي،ماشوم ته د ښو کارو په اجرا کولو کې همت ورکول او تشويقول د ده د برياليتوب سبب کيږي،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.