له پوهنتونو تازه فارغ شوي کسان کار غواړي

488

په وروستیو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه زرګونه محصلان فارغ شوې دي. خو يو شمیر دغه فارغان د کاري فرصتونونو د نشتون له کبله خپلې راتلونکې ته انديښمن دي.

BG Afghanistan | Bildung

د کندهار پوهنتون څخه د ۲۰۲۱م کال د فراغت مراسم – د آرشیف انځور

د جمعې په ورځ د یوې جشنوارې پرمهال د خوست شیخ زاید پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو ۸۳۰ تنه محصلینو ته د فراغت سندونه ورکړل شول. د تازه فارغ شوو محصلانو له ډلې یو شمیر ېې وايي که تر دې وروسته ورته د مسلک مطابق دندې يا کار پیدا نه شي، پردیو هېوادونو ته به ولاړ شي.

محمد له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی دی. نوموړی که څه هم خوښ دی، خو خپلې راتلونکې ته اندیښمن دی او وایي، چې اوس به ېې ښايي ژوند بې برخلیکه او بې دندې په کور تیر شي.

محمد د کار غوښتنه کوي: «موږ فارغ شو، خوشاله یو خو نه پوهیږو راتلونکې کې به څه کوو. له حکومت څخه غواړو چې د کار زمینه راته برابره کړي تر څو په خپل مسلک کې خدمت وکړو، نه داسې چې له وطنه لوستي کادرونه ووځي.»

په خوست ولایت کې شیخ زاید پوهنتون ۱۲ پوهنځي لري، چې کابو اته زره محصلین پکې زده کړې کوي.

Afghanistan Taliban Medien

د ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغ شوی کمال الدين څپاند وايي پر رسنیو د طالبانو پر له پسې محدودیتونو ناهيلې کړې – آرشيف

په تېرو څو ورځو کې د هېواد په ډېرو سیمو کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو زرګونه محصلین فارغ شوي. سربیره پر دې په پلازمینه کابل کې بیا سلګونه کسانو د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړې بشپړې کړي دي. دغه نوي فارغ شوي ځوانان د کاري فرصتونو د نه شتون له امله خپل راتلونکي ته اندیښمن دي.

کمال الدین څپاند چې د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی، دویچه ویله ته وویل، چې د کار نه شتون او په رسنیو کې ورځ تر بلې ډيریدونکي محدودیتونو ناهیلی کړی دی، چې خدای مه کړه، تعلیم یې بې ګټې ورته تمام نه شي.

هغه وایي، هره ورځ غیر مسلکي ګمارنې د دې لامل کیږي چې لوستي ځوانان ناهیلي شي او د کار په لټه کې مهاجرت ته مخه کړي.

څپاند زیاته کړه: «دا وضعیت واقعاً ځورونکی دی، چې موږ له پوهنتون فارغ شوي یو خو ناهیلی یو، زه نه ټول همداسې دي. ټول حالت ګډوډ دی، هر انسان احساس او عاطفه لري، چې وطن او ټولنې له پاره خدمت وکړي، خو اوس زموږ څخه کار نه اخیستل کیږي. مایوسه او مجبوریږو، چې بلې ټولنې ته ولاړ شو.»

د هرات ولایت اوسیدونکی هدایت الله سږ کال د انجنیري له پوهنځي فارغ شوی. هغه وایي، هېواد کې کار نشته، نو ده خپله پریکړه کړې ده، چې یوه ګاونډي هېواد ته مزدورۍ پسې ولاړ شي.

Türkei | Afghanische Flüchtlinge in der Provinz Van

له افغانستان څخه د ځوانانو د مهاجرتونو یو عمده دلیل د هیواد دننه د کاري فرصتونو نشتوالی ښودل کیږي

هغه وایي، که طالبان بې ځایه غیر مسلکي ګمارنې ونه دروي او له پوهنتونونو فارغ شویو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي، نو ډېر لوستي کسان به هېواد پریږدي.

د هرات ولایت اوسیدونکی هدایت الله وایي: «زما پریکړه دا ده، چې له خیره ایران ته ولاړ شم ګوندې هلته یو کار او مزدوري راته پیدا شي. د کورنۍ اقتصاد مو خراب دی او دلته څه نشته، چې پيسې پکې وګټو. که طالبان خلکو ته کار او ډوډۍ پیدا نه کړي، نو د لوستو ځوانانو له هېواده تیښته به دوام ولري.»

هڅه مو وکړه، چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسؤلینو نظر واخلو، چې د ځوانانو له پاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې څه پروګرامونه لري، خو بریالي نه شوو.

اما د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، ټینګار کوي چې لوستي ځوانان د هېواد کادرونه دي او افغانستان هغوی ته اړتیا لري. نوموړی زیاتوي چې د افغانستان په ټولو ادارو کې له پوهنتونونو فارغ شوي ځوانان په کار بوخت دي او په راتلونکي کې به هم د لوستو ځوانانو له پاره مناسب کاري فرصتونه برابر شي.

فریدالله ظاهر-دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.