آیا کولی شو د دین په نامه حکومت وکړو؟

لیکوال: داکتر نوراحمد خالدی - ژباره: داکتر منیر احمد

710

دین، شریعت او حکومت

آیا کولی شو د دین په نامه حکومت وکړو؟

لیکوال: داکتر نوراحمد خالدی

ژباره: داکتر منیر احمد

3 اپریل 2022

آیا کولای شو د دین او شریعت په نامه حکومت او په سیاست کې مستقیمه لاسوهنه وکړو؟ آیا پدی برخه دینی لارښوونی موجود دی؟

دین او شریعت د بشریت لپاره لارښوونې دي ترڅو انسان د راتلونکې لپاره له داخلی ذهنی تلوسو نه خوندي وساتي، د هغه د معنوی کمال ته د رسیدو سره مرسته وکړی او د اخروی نیکمرغي لاره ورته هواره کړي.

آیا د حکومت جوړول او سیاستمداری یو دنیوی کار دی چې یوازې په دې نړۍ پورې اړه لري؟

په افغانستان کې د دوهم ځل لپاره واک ته د طالبانو د رسیدو سره دا ضروری ده چې یوې مهمې مسئلې ته چې د حکومت او دین موضوع ده پاملرنه وشي.

د اسلام په اهل سنت کې د شیعه مذهب په خلاف مسئله د امامت په نوم نده او نه مطرح کیږی. هیڅ سلطان، امیر، پاچا، ولسمشر، د دولت ريیس یا امیرالمومنین نشی کولی د اسلام د پیغمبر په نوم حکومت وکړی.

امیرالمومنین هم د نورو امیرانو، پاچاهانو، سلاطینو او ولسمشرانو په څیر په خپل وخت یوازې د یوه هیواد حکمران دی. خلافت او حکومت هم په اسلامی هیوادو کې د نورو هیوادو په څیر د قدرت دبرلاسي، سیاسی ، نظامی ، حزبی، فرقه ای او نورو نیرنګونو پر مټ ولاړ دی، نه د الهی احکامو پراساس.

د سنی مذهب په ټولنو کې د امامت او ولایت فقیه مقام وجود نلری، د دین او سیاست بیلوالی یو طبیعی امر دی او د ځینو امیرانو ، سلاطینو او خلفاو د ادعا خلاف د حضرت پیغمبر له رحلت نه وروسته په څوارلس سوو کلونو کې د سیاست اړ دین ترمنځ بیلوالی موجود ؤ. په دې برخه کې باید دوه اساسی اصول په پام کې ونیول شی:

الف: خدای انسان ته فکر او خرد ورکړی ترڅو په دې نړۍ کې د ځان لپاره د ژوندانه لاره هواره کړي، خپلې دنیوی چارې تنظیمذکړي. د هغې ترڅنګ یې شریعت هم رالیږلی ترڅو له انسان سره د معنوی ودې په چارو کې مرسته وکړي او د اخرت لاره ورته هواره کړي. له همدې کبله انسان د خپلو دنیوی چارو په سمبالولو کې استقلال لري او شریعت په هغو کې هیڅ ډول مداخله نلری، ځکه د هغه عقل له برکته چې خدای انسان ته ورکړی، هغه یی په عقلی چارو او له هغې ډلې حکومت او سیاست او ددنیوی چارو په سمبالولو کې خودمختاره پریښی ترڅو هرڅه چې صلاح وګڼي پیدا کړي.

ب: دین د خدای د رحمت ښکارندوی دی، د انسانانو له باطن سره سروکارلری، هیڅ پوله او حد نه پیژني او هرډول فرقه ای، ډله ایز او یا نژادی او اقلیمی تمایلات هلته ځای نلری، له همدې امله قهر، برلاسي او د زور تعمیل چې د سیاست او حکومت اساسی ځانګړتیاوې دي په دین او الهي شریعت کې ځای نلری.

دا دوه تفسیرونه دتاریخی شواهدو په استناد د دین او سیاست د بیلتیا او د دین د حاکمیت د نظریې د ردولو لپاره ټینګ استدلال رامنځته کوي.

یوه مصرى لیکوال (محمد سعید عشماوى، الاسلام السیاسى) چې د دین او سیاست له تړاو نه سخت منکر دی داسې لیکي:

خدتی غوښتل چې اسلام دین وی خو خلکو هڅه وکړه اسلام سیاست وګرزوي. دین پراخ او انسان شمول دی، خو سیاست محدود، لنډ، ډله مار، سیمه ایز او موقتي دی. په سیاست کې د دین محدودول د یوې خاصې ډلې او یوه خاص زمان په محدوده کې د هغه محصورول دي.

دین انسان د شرف او کمال تر ټولو لوړې پوړۍ ته جیګوی خو سیاست ترټولو ټیټې غوښتنې په هغه کې راپاروي. د دین په نامه سیاستمداري او یا په سیاسی بڼه دینداري ، دین دایمي شخړو او جګړو، حزب بازی او اوربلوونکو نښتو ته هڅوي.

برسیره پر دې موخو ته رسیدل پر چوکیو کیناستلو ، د غنیمتونو په غلا او د وجدانونو په ځپلو کې ویني.

برسیره پر دې د دین سیاسی کول یا د سیاست دیني کول یوه هڅه ده چې اشرار او فجار یی ترسره کوي یا هغه بی منطقه عمل دی چې جاهلان یې کوي ځکه لاره فرصت غوښتونکو ته خلاصوي او د هغو د ناوړه کړنې په قراني ایاتو توجیه کوي. د هغو حرص او طمعې ته شرعي رنګ ورکوي او د هغو تیروتنې د ایمان تر څادر لاندې پټوي او هرډول وینه تویونه، ظلم او تیری یو جهادي عمل بولي.

هغه د رسالت په وخت کې د حکومت په باب چې شخصا د حضرت پیغمبر اکرم (ص) په اراده کې ؤ داسې لیکي:

کله چې د مومنینو سیاسي مشرتوب ددحضرت محمد(ص) په لاس کې ؤ د وحیې هدایاتو او د هغه له نظارت نه برخمن ؤ او هر اقدام یی چې ترسره کاوه د وحې ملاتړ ورسره ؤ ترڅو وویل شی چې د اسلامي عقیدې له مخې دا وحې وه چې سیاستمداري وردغاړې وه. او کله هم دا ډول انګیرل کیدل هرڅه چې پیغمبر کوي لامل یې وحې ده، خو حضرت محمد(ص) ویل چې: دا زما ثوابدید او سیاسی انګیرنه ده او کله به یې چې د مشورو په وخت دا تشخیص کړه چې مخالفه رایه سمه ده نو ویل به یې: انتم اعلم بشوون دنیاکم; تاسو په خپلو دنیوي کارو ښه پوهیږی.

که دا تعبیر په مسامحت کې سم وي نو په حقیقت کې دا د خدای حاکمیت ؤ چې د وحې له لارې پلې کیدو. حاکم هم چې اکرم پیغمبر ؤ د خدای له خوا ټاکل شوی ؤ او مومنینو چې محکومین ګڼل کیدل د دې ټاکنې په وړاندې د اعتراض حق نه درلود. نوځکه هرچا چې اسلام منلی ؤ مجبور ؤ چې د پیغمبر هم د سیاسي چارو د تدبیر لپاره ومني.

خلکو دا ډول یوه حکومت ته چې له دین نه یې سرچینه اخیستې وه په خپله خوښه او اختیار سر ایښی ؤ او په رضایت سره یې د هغه احکام منلي ؤ.

د حضرت پیغمبر حکومت هماغه د خدای حکومت دی یعنی یو داسې حکومت چې پر دیني ارزښتونو او اخلاقي اصولو ولاړ و هیڅکله هلته د سیاست معمولي لارې چارې ندي کارول شوې. دا دحکومت یوه خاصه بڼه ده چې د حضرت محمد(ص) تر رحلت وروسته بیا ندی لیدل شوی او نشي جوړیدای. ځکه تر محمد وروسته بل نبی خدای مسلمانانو ته ندی استولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.