روژه مو په ذهن او بدن څه اغيز کوي؟

شعیب احمد حیدری

679

روژه مو په ذهن او بدن څه اغيز کوي؟

هر کال میلیونونه مسلمانان له پیشلمي تر لمر لوېدو پورې روژه نیسي. تېرو کلونو کې د نړۍ نیمه شمالي کُره کې روژه په دوبي کې راځي او د نړۍ یو شمېر سیمو کې ورځې اوږدې او موسم تود وي.

د ناروې په څېر شمالي هېوادونو کې له ۲۰ ساعتونو هم روژه اوږدیږي. ایا دا د روغتیا لپاره ګټه لري؟ او که تر ۳۰ ورځو پورې روژه نیسو، پر بدن مو څه ډول اغېز کوي؟

لومړنۍ دوې ورځې

له تخنیکي پلوه له پیشلمي اته ساعته وروسته پورې بدن په عادي حالت کې وي، ځکه دا هغه وخت دی چې معده کې پروت خوراک په بشپړه توګه هضمېږي. له دې وروسته د انسان بدن په ځيګر او عضلاتو کې د زېرمه شوي ګلوکوز استعمال پیلوي.

کله چې دا هم ختمېږي، بیا جسم د وازدې له ویلي کېدو تر لاسه شوي ګلوکوز استعمالوي.

خواړه

د خوراک په توګه په جسم کې د زېرمه شوې وازدې استعمال له کبله د انسان وزن کمېږي، بدن کې د کولېسټرول کچه ټیټه شي او د شکرې یا دیابیتس خطر له منځه ځي.

خو دې سره په بدن کې د شکرې مقدار کمېدو له کبله انسان کمزوري او ستړیا محسوسوي. د سرګرځېدل، سردرد، خوا ګرځېدل او یا د ساه بدبويي هم ورسره مله کېدای شي. دا هغه وخت وي چې سخته لوږه محسوسېږي.

له درېیمې تر اوومې ورځې: د اوبو کمښت

کله چې بدن له روژې سره عادي شي، نو د وازدې له ویلي کولو ګلوکوز چمتو کوي او له همدې کبله باید له روژه ماتې وروسته ډېرې اوبه وڅښل شي، ځکه د روژې په حالت کې د خولې تویېدو له کبله په جسم کې د اوبو کمښت یا ډی هایډرېشن هم کېدای شي.

دغسې حالت کې باید په خوراک کې (توانايي) لرونکي یا غوړ خواړه شامل شي. د دې تر څنګ په خوړو کې د غوښې، مالګې او اوبو مناسب مقدار هم اړین دي.

له اتمې تر پنځلسمې ورځې: عادت

درېیم پړاو کې بدن له روژې سره عادت کېږي او د انسان طبیعت عادي حالت ته ګرځي. له دې پرته نورې ګټې هم شته:

عادي ورځو کې موږ له اړتیا ډېرې کالوري کاروو چې له کبله یې بدن د خپل ځان ترمیم په څېر نورو چارو ته فرصت نه مومي. روژه کې دغه مسئله حل شي او د بدن پام نورو فعالیتونو ته اوړي او له دې کبله روژه له بدن سره په بیا رغېدنه او میکروبونو سره مبارزه کې هم مرسته نه کوي.))

له ۱۶ تر ۳۰ ورځې

د روژې په وروستیو ورځو کې بدن په بشپړه توګه د لوږې له حالت سره همغږی کېږي. لویه کولمه، ځيګر، پښتورګي او پوټکی دغه مهال د زهرو خونسا کولو detoxification) له بهیره تېريږي.

تنده

له روژه ماتې وروسته باید ډېرې اوبه وڅښل شي

 دغه مهال د غړو فعالیت په ټول زور سره تر سره کېږي، د یاداشت او تمرکز قوت ډېر شي او بدن کې زیاته انرژي راټوله شي. که لوږه تر ورځو پورې دوام کوي، بدن د عضلاتو له ویلي کول پیلوي، خو روژه کې بدن داسې ځکه نه کوي، چې د ورځې پای کې لوږه پای مومي.

نو ایا روژه روغتیا ته ګټه کوي؟

 هو، خو له یوه شرط سره.

“روژه ځکه ښه ده چې موږ ته د څه خوړلو او څه وخت خوړلو په اړه د فکر کولو فرصت راکوي، البته زه داسې مشوره نه شم ورکولای چې باید له یوې میاشتې زیاته روژه ونیول شی.”

د وزن کمولو لپاره پرلپسې روژه نیول ځکه ښه نه دي، چې بالاخره وږی بدن له وازدې نه د انرژي تر لاسه کولو لپاره د عضلاتو ویلي کولو ته متوجه کېږي.

خواړه

ماهرین د روژه ماتې په خوړو کې توانايي لرونکي خواړه شاملول ګټور بولي

دا د روغتیا لپاره ښه چاره نه ده او معنا یې دا ده چې بدن مو د پرلپسې لوږې حالت ته ځي.

که په سمه توګه روژې ونیول شي، نو هره ورځ بدن بېرته انرژي تر لاسه کوي، چې له کبله د ګټورو عضلاتو له ویلي کېدو پرته وزن هم کمولای شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.