د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي يونس خان او عمرګل د افغان کرکټ ملي لوبډلې سلاکارانو په توګه ګومارل شوي دي

870

دعوت میډیا۲۴ ( سه شنبه/۱۶/ وری/۱۴۰۰): د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی توپوهونکی يونس خان او دغه ډول د ياد هېواد چټک توپ اچونکی عمرګل د متحده عربي اماراتو د تمريناتي کمپ لپاره د توپوهنې او توپ اچونې د لنډمهاله سلاکارانو په توګه ګومارل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل ټوېټر خبر ورکړی چې یا دواړه پاکستاني پخواني لوبغاړي به په متحده عربي اماراتو کې د روان تمريناتي کمپ برخه و اوسي او د افغانستان کرکټ بورډ د پلان له مخې به د راتلونکو مهمو سياليو لپاره په اړوند ډګرونو کې د لوبغاړو د غوره روزنې په موخه خپل مسووليتونه ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس نصيب خان په دې اړه وايي: «د ملي لوبغاړو لپاره د متحده عربي اماراتو شل ورځنی روزنيز کمپ يو لوی فرصت دی, ترڅو په اړوند ډګرونو کې پوره روزنه او چمتووالی ترلاسه کړي او د راتلونکو ټولو سياليو لپاره بشپړ چمتو و اوسي، زه ډاډمن يم چې زموږ اتلان به به د توپوهنې او توپ اچونې په ډګر له يونس خان او عمرګل ډېر څه زده کړي, ځکه دوی په خپلو برخو کې ډېر مجرب او ځلېدلي کسان دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د انګلستان پخوانی توپوهونکی ګراهام تورپ هم د دايمي مشر روزونکي په توګه ګومارلی چې د اپريل په پای کې به له ملي لوبډلې سره يو ځای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.