د پاکستان سياسي کړکيچ: سترې محکمې خپله پريکړه بيا وځنډوله

515

د پاکستان قاضي القضات يو ځل بيا په دغه هېواد کې د سياسي بحران په تړاو د محکمې پريکړه ځنډولې ده. په دې منځ کې ولسمشر عارف علوي د ټاکنو له کمېسيون څخه د نويو ټاکنو د نېټې د اعلانولو غوښتنه کړې ده.

Pakistan Mordfall Journalist Danial Pearl  

د پاکستان په ستره محکمه کې د پارلمان د مرستيال مشر له خوا عمران خان ته د باور يا بۍ باورۍ د قرارداد د ردولو له کبله پر رامنځته شوي سياسي کړکېچ د بحث په موخه غونډه په اصل کې د دوشنبې په ورځ پېل شوې وه. تمه کيدله چې محکمه په دې تړاو خپله پريکړه ډېره ژر واوروي خو نن د محاکمې په درېمه ورځ هم کوم تصميم ونه نيول شو.

د پاکستان قاضي القضات عمر عطا بنديال د چهار شنبې په ورځ وويل چې هغه دمګړۍ دغه بحث راټولوي او د پنجشنې د سهار پر نهه نيمو بجو به بیرته غونډه را وبلل شي: «راځې چې سبا سهار وختي پر دغه قضيه بحث ته ادامه ورکړو.»

د پاکستان ستره محکمه کولی شي د پارلمان د بيرته فعاليدو، د نويو ټاکنو د ترسره کولو او يا که عمران له اساسي قانون څخه په سرغړونه ګرم وبلل شي، نو له واک څخه د هغه د ګوښه کيدو امر کولی شي.

همدا راز محکمه دا پريکړه هم کولی شي چې د پارلمان په چارو کې مداخله نه کوي.

د فشار زياتېدل

د پاکستان له پوځ څخه په دې منځ کې د اپوزيسيون له خوا دې غوښتنې زور اخيستی دی چې د عمران خان د هغه شکايت ارزونه وکړي چې وايي د حکومت په ړنګولو کې بهرنيو کړيو لاس درلود او دا د امريکا يوه توطيه وه. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن دا تورونه ردوي.

د اپوزيسیون څخه د پاکستان مسلم ليګ «ن» ګوند يوې مشرې مريم نواز وويل چې پوځ بايد عوامو ته د دې قضیې په روښانولو کې نقش ولوبوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.