(اندړ (تاریخ

ژوب ړنګ

1,602

که چيرې د اندړو دنسب شجره په غور سره و څيړو نو څر ګنده به شي چې دوی په اصل کې غلجي پښتانه دي٠اندړ د موسی زوی،د ابراهيم لمسی او د غلجي کړ وسی دی٠ د شجرو له مخې يې تر ه کی او سهاک وروڼه ګڼل کيږي٠

د اندړو شمال ته د غزني مر کز،جنوب ته يې د تر ه کو او سليمان خيلو قبيله، ختيز ته يي زرمت چې زرمله يې هم بولي ،لو يد يز ته يې د هزاره وو قوم او د کره باغ دسيمې سره پو له لري٠

د اندړو د قبيلې ښا خو نه په لاندې ډول دي:

بازيد خيل، جلال زي اولکڼ خيل چې با زيد خيل بيا په خو اجه خيلو،مر جا ن خيلو، پير خيلو ،مو سی خيلو او ابر ا هيم زيو ، جلال زي په خا ني خيلو ، الله يار خيلو او مصري خيلو او لکڼ خيل د پو مي خيلو او بشال خيلو په څا نګو ويشل شوي دي. اندړ د نورو خېلونو په پرتله د هېواد نورو سيمو ته نه دي كوچېدلي خو يو شمېر هغه كډوال چې د غريبي له كبله د هند نيمې وچې ته تللي وو اوس همالته مېشت او ودان دي .

د معلوماتو له مخې د دغه ټبر ځنې كورنۍ د هند په بمبي او كلكته كې اوسيږي او له دوى سربېره يو شمېر عربي هېوادونو كې هم استوګن دي د ا ندړو د قبيلې خلک زياتره په غزني، پکتيا، زابل ،پکتيکا،بغلان، ميدان وردګواو کا بل کې مېشته دي چې په لا ندې تو ګه در پيژ ند ل کيږي:

١-د غزني په و لايت کې:

اندړ د غزني ولايت د اندړو،جغتو، شلګر،جامراد،ده يک او زنه خان په ولسواليو او سيموکې مېشته دي چې په نو موړي و لايت کې د١٣٦٠ لمريز کال دسر شميرنې له مخې ددوی مجمو عي شمير١٢٠٦٠٥ تنو ته ر سيږي٠

٢-د پکتيا په ولا يت کې:

اندړ د پکتيا ولايت په مر کز ګر ديز، زرمت او څمکنيو په ولسو اليو کې ميشته دي چې په نو موړي ولايت کې يې ټول شمير د ۳۵۰۰۰ تنو په شا او خوا کې ښودل شوی دی٠

٣- دپکتيکا په ولايت کې:

د پکتيکا ولايت اندړ په شرنه او ميټا خان کې استو ګنه لري چې مجمو عي شمېر يې په دغه ولايت کې د١٢٥٥٤ تنو په شا او خو اکې ښودل شوی دی٠

٤- د زابل په ولا يت کې:

د زابل ولايت اندړ ددغه ولايت د شا ه جوی په ولسوالۍ کې استو ګنه لري چې مشهور کلي يي عبدالرؤف کلا، د اندړو کو ټي، د اندړو کلی او سرور کلا نو ميږي٠داسي ويل کيږي چې دوی د غزني ولايت د شلګر ولسوالۍ نه دې سيمې ته ليږ ديدلي او دلته ميشته شوي دي٠ همداراز د زابل ولا يت د دای چو پان په ولسوالۍ کې هم د اټوالو په نامه د اندړو يو ښاخ استو ګنه لري چې شمير يې د١٨٥٠٠زرو تنو په شا او خوا کې ښودل شو ي دي٠

٥-د بغلان په ولايت کې:

د بغلان ولايت اندړ د دغه ولايت د نهرين په ولسوالۍ کې ميشته دي او د اندړو د لکڼ خيلو د ښا خ پورې اړه لري٠

٦-دکابل په ولايت کې:

د کابل ولايت اندړ د چهاردهي ولسوالۍ د کلای بها در خان په کلي کې استو ګنه لري چې شمېر يې ٥٠٠ تنو ته رسيږي٠ همداراز يو شمېر اندړ دکابل دبي بي مهرو په کلي کې هم استو ګنه لري٠

اندړ ډير ميلمه پال، غيرتي او د هيواد سره مېنه ددوی په پښتني خټه کې اخښل شوې ده٠ دا نګرېز انو سره د افغا نستان د خلکو په دري ګو نو جګړو کې ددوی ونډه درنه ده,دبيلګې په توګه د١٨٧٩ ميلادي کال ددسامبر د مياشتې په عمو مي پا څون کې اندړ د ملا دين محمد اندړ په مشرۍ چې په ملا مشک عا لم سره يې شهرت درلود او همداراز د ګل محمد خان اندړ په مشرۍ چې يوملي شخصيت و په غزني کې يې په انګرېزانو ځمکه تبۍ و ګر ځوله او د يو ملي ځواک په تو ګه يې دانګر يزانو په وړاندې سره يو مو ټی او دښمن ته يي خوله ما توونکي ګو زارونه ورکړل٠ همداراز زموږ دهيواد ستر عالم نجم الد ين اخوندزاده چې د هډې صاحب په اخوندزاده صاحب مشهور دی دانګريزي ښکيلا کګرو په وړاندې يو ستر مبارز تير شوی دی٠

دروسي ښکيلاکګرو په و ړاندې هم اندړو ډېرې سر ښند نې کړي دي او د افغاني غيرت او تورې په زور يې روسي غليمانو ته هم غاښ ما توونکي ځو ابو نه ور کړي دي٠
یاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.