ننګرهار کې چاڼیز عملیات پای ته ورسېدل

455

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د کور په کور پلټنې عملیات د ۵۴۵ میله سپکو او درنو وسلو په راټولولو پای ته ورسېدل. دوی زیاتوي چې یوه اونۍ یې دوام وکړ، پکې ګڼ نور جنګي تجهیزات او دولتي زرهي موټرونه هم نیول شوي او یو کس له انسان تښتوونکو ازاد شوی دی. د کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ددغو عملیاتو د پای خبر ورکړی دی. یاد وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغو عملیاتو کې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو د کورونو د پلټنې لپاره ښځینه منسوبینو هم برخه لرله او د اصولو مطابق یې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي. د ننګرهار اوسېدونکو له دغو عملیاتو خوښي ښودلې او ولسوالیو ته یې هم دغځولو غوښتنه کوي. د ننګرهار سیمییزو چارواکو هم د دغو عملیاتو په لومړۍ ورځ ډاډ ورکړی و چې د ښار له تصفیې وروسته به یې ولسوالیو ته هم غځوي، خو تازه یې ولسوالیو ته د دغو عملیاتو د غځولو په اړه څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.