یونسکو افغانستان کې د لیک لوست پروګرام پیلوي

450

د ملګروملتو کلتوري علمي موسسه، یونسکو غواړي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د افغانانو لپاره د لیک لوست پروګرام پیل کړي. د یونسکو مسوولینو سارا ایل عطار او پرنیان وحیدي په دې اړه د پوهنې له سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر سره خبرې کړې دي. په دې کتنه کې عطار ویلي چې له ۲۳ کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او ورته څرګنده شوې چې افغانان د زده کړو استعداد او لېوالتیا لري نو غوره ګڼي چې د دغو استعدادونو د لا ودې لپاره نور کار وکړي. د پوهنې وزارت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي منیر د یونسکو د علمي کلتوري ادارې له مسوولانو د مننې په ترڅ کې وویل چې دوی د یونسکو له پروګرامونو سره موافق دي او حاضر دي چې د یوې موافقې د لاسلیک له لارې اجازه ورکړي چې افغانانو ته د لیک لوست لپاره رسمي فعالیت پیل کړي. د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو ومنله چې د یوې موافقې متن ترتیب او پر یوه کاري میکانېزم توافق ته د رسېدو لپاره د دوو خواوو تخنیکي ټیمونه راتلونکې اوونۍ خبرې پیل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.