ترکیې کورنیو چارو وزارت : د روان کال د پيل راهیسې په زرګونو ناقانونه کډوال ډیپورت کړي دي
د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې ۲۱ زره ۸۷ غیرقانوني کډوال چې نږدې نیمايي افغانان دي ډیپورټ کړي دي.
د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې ۲۱ زره ۸۷ غیرقانوني کډوال چې نږدې نیمايي افغانان دي ډیپورټ کړي دي.
د وزارت له خوا په لخپور شوي بیان کې ویل شوي، چې د ډیپورټ شوو کسانو له ډلې ۹ زره ۶۵۴ یې له افغانستان، ۴ زره ۲۰۶ یې له پاکستان، ۷ زره ۲۲۷ یې د نورو هیوادونو وګړي بهرنیان دي . د روان کال د پیل راهیسې ډیپورټ شوي ناقانونه کډوال په ۲۸ چارتر شوو الوتکو کې خپلو هیوادونو ته استول شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د غیرقانوني کډوالۍ پر وړاندې مبارزه پرته د ځنډ نه دوام لري .
په بیان کې راغلي دي چې د کډوالو قاچاقبران د نوو مشتریانو د موندلو لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي. لیدل کیږي چې د کډوالو قاچاقبران چې ډیری وختونه د ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي ترڅو داسې انګیرنه خپره کړي چې د ترکیې پولو نه په اسانۍ سره تیریږي. قاچاقبران د افغانستان-ایران یا افغانستان-پاکستان په پولو کې د اخیستل شوو انځورونو په خپرولو سره کډوالو ته دوکه ورکوي. که څه هم د کډوالو قاچاق وړونکي داسې طریقې کاروي چې د غیرقانوني کډوالۍ په وړاندې زموږ د هیواد په مبارزې سیوري غوړوي خو دا شمیرې بیا حقیقت بیانوي.
زموږ په سرحدونو کې نیول شوي په لوړه کچه امنیتي تدبیرو ترڅنګ ، په ډیره اغیزمنه توګه د ناقانونه کډوالو نیول او بیرته خپلو هیوادونو ته ستنول د کډوالو د ډیپورت په برخه کې د اروپا اوسط څخه ډیر زیات بریالیتوب ترلاسه شوی دی. د ترکیې د کډوالۍ د چارو ریاست او امنیتي ځواکونه د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته د اونۍ ۷ ورځې او ۲۴ ساعته پرټه د ځنډ نه دوام ورکوي. د هېواد د پولو امنیت په لوړه کچه د ساتلو سره ، زموږ هېواد ته د ناقانونه کډوالو د راننوتلو مخه نیول کیږي. هغه کسان چې زموږ هېواد ته په ناقانونه توګه ننوځي، زموږ د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کېږي او شړل کېږي. ددې سربیره ، د تمویلوونکو هیوادونو سره د غیرې قانوني کډوالۍ د لاملونو د لمنځه وړو په برخه کې په ګډه کار کوو.
“په ۲۰۱۲ کال کې ترکیې ته د ۴۵۱ زره او ۹۶ زرو تنو ناقانونه کډوالو د راننوتو مخه نیول شوې ده . “
په بیان کې ویل شوي، “په ۲۰۲۱ کال کې، زموږ په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې په ټولیز ډول ۴۵۱ زره او ۹۶ زرو تنه غیرقانوني کډوال زموږ هېواد ته د ننوتو مخه نیول شوې ده. همداشان د ۲۰۲۲ کال د پیل راهیسې ترکېې ته د ۱۲۷ زره ۲۵۶ تنو ناقانونه کډوالو د راننوتو مخه نیول شوې ده .
له بلې خوا، د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې، د غیرقانوني کډوالو او د هغوې قاچاقبرانو د نیولو ، موندلو او معلومولو په موخه د قانون پلي کونکو واحدونو لخوا د سړکونو چک پاینټونه جوړ شوي دي.
په دې برخه کې د هېواد په دننه کې د ترسره شويو تدابيرو او عملياتو په پايله کې سږ کال ۵۵ زره او ۶۲۷ تنه ناقانونه کډوال او ۲۲۵۴ تنه قاچاق وړونکي د ناقانونه کډوالۍ او د د انسان د قاچاق په جرمونو نیول شوي دي.
په اعلاميه کې، چې يادونه شوې وه چې سږ کال له ترکيې څخه افغانستان او پاکستان ته د چارټر الوتنو په واسطه په زرګونو تنه ناقانونه کډوال خپلو هیوادونه ته ستانه کړی شوي دي.
په ۲۰۲۲ کال کې په ټوليزه توګه ۹۶۵۴ افغان اتباع د مهال وېش او ۲۶ چارتر شوو الوتنو سره خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
Trt/Pashto
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.