کافکا څوک و؟

560

کافکا په 1883م دچک جمهوریت په پراګ کې وزېږېد. کورنۍ یې یهودۍ وه. دوه وروڼه او درې خویندې يې لرلې ؛ خو په شپږ کلنۍ کې یې د ژوند ستره غمیزه تجربه کړه. دواړه وروڼه یې مړه شول او دی د کورنۍ یوازینی وارث شو. مور یې متعصبه ښځه او پلار یې غوسه ناک و. د کافکا هیلو او ارمانونو ته چندان پاملرنه نه کېده او په یوه تونده کورنۍ کې لوی شو.

تر ښوونځي وروسته د پراګ چارلز فردیناند پوهنتون کې د کیمیا برخه کې پر تحصیل بوخت شو ؛ خو دوې اونۍ وروسته یې خپله رشته بدله او حقوقو پوهنځي ته ولاړ , څو د پلار رضایت هم ولري او په هنري , ادبي برخو کې ګډون وکړی شي. دی فعاله کس و چې تل به ښوونکو ستایه . په حقوقو کې یې دوکتورا وکړه او په محکمه کې پر دنده وګومارل شو.

د کافکا ټولنیزې اړیکې بریالۍ وې ؛ خو شخصي ژوند یې چندان بریالی نه و. هغه دوه ځلي له خپلې کوژدنې ( فیلیس) څخه د بېلابېلو لاملونو له کبله جلا شو. بلاخره د ( دورا ) په نوم یوې نجلۍ سره اشنا شو. دوی دواړه یهودیان هم وو او د سوسیالیزم پلوي هم ؛ نو ځکه ژر یو پر بل مین شول او ګډ ژوند یې پیل کړ. کافکا تل له اضطرابه او د مخ له سرو دانکیو ځورېده ؛ خو کله چې ( سېل) ناروغۍ ونیوه له پښو یې پاتې کړ او پر همدغې ناروغۍ ومړ .
عموماً داسې باور موجود دی چې کافکا په خپل ټول ژوند کې له ژورې افسردګۍ او ډېپرېشن سره لاس او ګرېوان وو، بې خوبه، مات زړی او ګڼ شمېر نورې ستونزې یې په ژوند کې وې
کافکا ادبي هڅې کولې ؛ خو تر مړینې وروسته مشهور شو. ده رومان , ناول او داستانونه لیکلي. تر ټولو مشهور اثر یې ( مسخ ) نومېږي. بل یې ( د قانون تر مخې) , ( محاکمه) , ( د کلي ډاکټر) دی چې تر مرګ وړاندې یې له خپل نږدې ملګري ( بروډ) نه وغوښتل چې ټول ناخپاره شوي اثار یې له مینځه یوسي ؛ خو بروډ د کافکا خبره ونه منله او تر مړینې وروسته یې د ده محاکمه اثر خپور کړ.

مشهور کتاب ( مسخه ) یې پښتو شوی او پلارته لېک يې هم پښتو شوی ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.