د امریکا د ولمسمشر او مرستیالې عاید یې څومره دی؟

479

د امریکا ولسمشر او مېرمني یې جيل، تېر کال ۶۱۰ زره ډالره عاید درلود او ۱۸۴ زره ډالره مالیه یې ورکړې ده. د بایدن مرستیالې کامالا هریس او د هغې  مېړه هم د مالیاتي سندونو له مخې یو میلیون او ۶۰۰ زره ډالره عاید درلود.

سپینې ماڼۍ  د امریکا د ولسمشر جوبایدن د ۲۰۲۱م کال د مالیاتو راپور خپور کړ.

د مالیې د دغه راپور له مخې ویل شوي دي چې بایدن او د هغه مېرمنې ۶۱۰ زره ډالر عاید درلود چې بیرته یې له همدې پیسو ۱۸۴ زره ډالره مالیه ورکړې ده.

د ولسمشر او نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو څخه د مالیاتو د سندونو خپرول په متحده ایالاتو کې یو عام دود دی او د جو بایدن د مالیې سندونه له  شاوخوا ۲۴ کلونو راهیسې خپریږي.

خو د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ له دغه دود سره مخالفت ښود. ترمپ د خپلې څلور کلنې دورې په موده کې د خپلو مالیاتو د اسنادو له خپرولو ډډه وکړه؛ هغه مسله چې د امریکا په سیاسي تاریخ کې بې سارې ګڼل کیده.

ترمپ له اوږدې مودې راهیسې د مالي مسلو او مالیاتو اسنادو په اړه په قانوني شخړو کې ښکیل دی او په مکرر ډول یې د خپلو مالیاتو اسنادو د افشا کیدو د مخنیوي له پاره له بېلا بېلو لارو څخه ګټه اخیستې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په ۲۰۲۰م کال کې وتوانیده چې د ترمپ د مالیاتو ځینې معلومات ترلاسه کړي.

ورځپاڼې د ترمپ د مالیاتو د ورکړې په اړه په یوه راپور کې لیکلي دي چې هغه په ​​۲۰۱۶م کال کې چې ټاکنې یې وګټلې یوازې ۷۵۰ ډالره کلنۍ مالیه ورکړې وه.

د بایدن مرستیالې کامالا هریس او د هغې مېړه دوګ امهوف په ۲۰۲۱م کال کې یو میيلون او ۶۶۰ ډالره عاید درلود.

د دغې جوړې د عایداتو یوه برخه د مځکو له پلورلو او د هریس د خاطراتو د کتاب له پلورلو ترلاسه شوې ده.

په ۲۰۱۹م کال کې د دواړو د عاید کچه درې میلیونه او ۳۰۰ زره وه هغه مهال هریس سناتوره وه او مېړه یې د وکیل په توګه کار کاوه.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.