روژتۍ لنډۍ- شپـږمه برخه

آصف بهاند

791

زړگی مې داسې راته وايي

چې روژه پرېـږده، یار دې واړوه ترغرونه

 

توان مې و، روژه مې نه وه

د طالب جان پر ضد بوزه پر بوزه ومه

 

پراټې واخله رانه لاړ شه

ته خو روزه خورې، ما پر تا حلالوینه

د دې برخې لپاره مې د روژتیو لنډیو دا نوې بېلگې پیداړې دي او په دې برخه کې یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

څه مې راوړي ور وهمه

ستا په دیدن باندې روژه نه ماتومه

 

ما روژه مات ته څه راوړي

که ته راووزي همدا اوس یې ماتومه

 

ته خو بوزه یې زه پوهېـږم

ما په منگي کې پراټې راوړې دینه

 

توان مې و، روژه مې نه وه

د طالب جان پر ضد بوزه پر بوزه ومه

 

پراټې واخله رانه لاړ شه

ته خو روزه خورې، ما پر تا حلالوینه

 

زما دې زړه ذرې، ذرې شي

روغه روژه کې په مخ ولې زه درتلمه

 

زما روژه دې کړله ماته

ما دې خدای څنگه کړي چې تاسې کره تلمه

 

زما دې زړه ایرې، ایرې شي

غوټه روژه کې مې ستا سوچ ولې کاونه

 

پرتا دې خدای اورنه بل کړي

سمه روژه کې په مخ راغلې، مړ دې کړمه

 

زما دې نیمه روژه وسوه

چې له کړکۍ نه دې نیمکښ راوکاتنه

 

روژه خرابه شوله لاړه

ستا په دیدن باندې خراب شول ثوابونه

 

که ثواب غواړې دیدن مه کړه

د روژې میاشت ده دیدن ډېر څه ورانوینه

 

زه پرواگیر د روژې نه یم

زما په کار دي تش له لرې دیدنونه

 

ته زړور یې نه ډارېـږي

که درسره وي په هرپل کې گناهونه

 

دیدن کوه زه پرې خبر یم

چې په روژه کې شیطانان کوي خوبونه

 

دومره له ډار سره ژوند مه کړه

دېرشو روژو کې خدای رالېـږي ثوابونه

 

زما دې سوي رنگ ته گوره

لس روژې پاتې دي چې نور به څه کومه

 

لکه دا رنگ زړگی مې سوی

پاتې روژو کې به یې نور هم تورومه

 

سږ روژې تک تور چواړی کړم

باور مې نه شي چې به خپل رنگ خپلومه

 

زړگی مې داسې راته وايي

چې روژه پرېـږده، یار دې واړوه ترغرونه

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.