روژتۍ لنډۍ -۸

آصف بهاند

733

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یو سلواته ویشتمه برخه

اتمه برخه

 

د روژې شل ورځې شوې تېرې

دغه لس نورې به یې څه راپېښوینه

 

که سروکال ټوله روژه وای

زما د یار دیدن به نه و په عمرونه

 

چې لوږه راغله ټول روژه شول

چې خواړه نه وي، څه روزه څه بوزه وینه

د روژتیو لنډیو په لړ کې مې دا ځل بیا هم څو داسې نوې لنډۍ راټولې کړې دي چې په روژې پورې اړه لري:

روژه راغلې، مېلمنه ده

عزت بې وکړو، که لرو که نه لرونه

 

روژه منو حکم د خدای دی

خو د ظالمو خلکو نه منو امرونه

 

سږ تر پروسږ حال بدتر دی

د سږنۍ روژې په شک دي ثوابونه

 

وطن خو ټول اپت وهلی

گمان مې نه شي سږ روژه به سمه وینه

 

چې گنهکار نه شمه خلکو

سږ د روژې په باب شکمن دي ډېر فکرونه

 

بېکاري لوږه دواړه راغلل

له دغو دواړو به روژه څه خیر کوینه

 

که نصیبونه په ریښتیا وي

زموږ نصیب کې بې روژه لیکلې وینه

 

د روژې شل ورځې شوې تېرې

دغه لس نورې به یې څه راپېښوینه

 

روژې ته ډېر خلک خوشحال وي

ښکاره خوشحال وي، وايي دا چې کله ځينه

 

که سروکال ټوله روژه وای

زما د یار دیدن به نه و په عمرونه

 

په لوږې چا شکر ایستلی

زما ده سروکال روژه شکر کومه

 

اخر کې ډکی ورنه جوړ شي

چې په نهاره هره ورځ څوک روژه وینه

 

روژه به تېره شي جانانه

د تا نازونه مې په هرسات زوروینه

 

روژه په خوله به درته راشم

خو ستا نازونه مې هرڅه خرابوینه

 

روژه به وي او که به نه وي

د روژتیو تمثیل هریو ښه کوینه

 

چې لوږه راغله ټول روژه شول

چې خواړه نه وي، څه روزه څه بوزه وینه

 

اسره مې خدای ته وه بیا تا ته

غوټه روژه کې دې راکړي ځوابونه

 

پر ما دې سمه ورځ تیاره کړه

سمه روژه کې دې چې راکړل ځوابونه

 

 

اخر روژه پسې اختر دی

د دیدنونو وار به راشي سیل به وینه

 

د خولگۍ نه یې راته ووې

چې روژه خلاصه شي بیا څه ځواب کوینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.