د ماشوم عبدالروف د تښتولو تر شاه ناویلې کیسه

نصیر احمد احمدي

1,003
عبدالروف په مزار کې د يو افغان ازبک زوی و. د تښتول کېدو پر مهال نهه کلن او بیرته کورته د راتګ پر مهال يولس کلن سوی دی، د هغه د تېښتې کيسه ډيره پيچلې ده، دومره پيچلې چې تر څه وخت وروسته ان له لومړنيو تښتونکو هم تري تم سو.
که څه هم ظاهرا د ماشوم عبدالروف کيسه اوله کې مالي وه، د عطامحمد نور، کفايت ګروپ او د نوموړي د پلار تر منځ معامله وه خو کله چې په اوايلو کې د عطامحمد نور خوريي سهيل ماشوم وتښتاوه او خلک د ولايت مخې ته را ټول شول، لاریونونه، نيوکې او تحصن پيل شو پر کابل فشار ډير شو.
ولسمشر په مشخص ډول د ملي امنيت صفري قطعاتو او د څو ادارو رئيسانو ته چې شايد لیکنه ولولي دنده وسپارله چې بلخ ته ولاړ شي او د ماشوم ژغورنې عملیات رهبري کړي، يو رئيس ددې عملیاتو او سيګنټونو د تثبيت لپاره شپږ مياشتې په بلخ کې تیرې کړې خو ددې رئيس هره پایله ځکه بې ګټې وه چې د تثبیت برخه کې ان د امرالله صالح له وخته د شمال ټلوالې کسان وو او دوی به وخت په وخت دا راز عطامحمد نور او د جمعيت ځيو مشرانو ته افشا کاوه.
په مزار کې د کشفي او اطلاعاتي جال تر غوړيدا وروسته تښتونکي په تشويش کې شول، د ولایت مخې ته د ازبک او ترکمنو را ټولیدلو هم دا مانا ورکوله چې مدعي د ولایت مقام دی( البته دا هغه وخت دی چې عطا والي نه دی خو د عطا کس د بلخ والي دی مګر عطا سخت ساکت دی،سکوت يي ځکه کړی چې د ماشوم په کيسه استخبارات خبر دي که دا ځلې د حکومت پر وړاندې غبرګون وښيي شايد کیسه د باندې را ووزي، ولسمشر هم له موکې په ګټه اخيستو د اطلاعاتي جال قومنده ورکړه او تقریبا په مزار کې يې د نور ټولې مالي سرچينې لکه حیرتان بندر، ګمرک او…. وچ کړل او د ده ټول کسان يي لرې کړل، دا فرصت کټ مټ په آقينه کې وکارول شو خو عطا د دومره ګټې له لاسه ورکولو سره سره د تير په شان نه لايف راغی نه يي د چا غاښونه ويستل ځکه مجبور وو او مجبوریت دا وو چې ماشوم دوی تښتولی وو، دوسیه ددوی په نوم پرته وه خو نور له دوی سره نه وو»
د ازبک وسله وال نظام الدين قیصاري خبرداري هم چې ویل يې ماشوم ماته معلوم دی که اجازه راکول شي ژغورم يې د نور او تښتونکو ګروپ سخت په تشويش کې واچاوه او د دې تشويش پایله دا شوه چې په توره شپه د عطا د خاصو موټرو په وسيله دا ماشوم د ناروغ په نوم حيرتان او بیا ازبکستان ته انتقال شو، هلته څو شپې وساتل شو او له هم هغه ځايه سهيل د( ط) له قومندان مخدوم عالم سره چې په غرونو کې وو معامله وکړه چې هم يي امتیاز ډير ستا او هم به موږ مرسته وکړو راشه د دې معادلې يوه برخه شه.
ملي امنيت تر حيرتان پورې د ماشوم د تښتونکو سيګنټونه تعقيب کړي و خوتر هغه وروسته وروستي معلومات پوره څلويښت ورځې وروسته را ووتل چې ماشوم په يوه تياره خونه کې کينول شوی دی د ګوتې بند يي غوڅ شوی دی او کورنۍ ته يي ويل کيږي چې پيسې راکړئ، حال داچې د تښتول کيدو په پيل کې ټول تخنيکي شواهد داسې وو چې د نوموړي کورنۍ ته يوازې د وټس اپ له لارې غږيز پيغامونه لیږل کيدل خوکله چې ماشوم د (ط) ولکې ته ورغی فزيکي وحشت شروع شو، ويډيو رسنیزه شوه او مسله د عطامحمد نور د ګروپ له واکه ووته.
عبدالروف د ډيرو لپاره سياسي امتیاز وو يو وخت چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د دوستم نفوذ په ازبکو کې پيکه کړ، خدای بښلی غضنفر را مخکې شو، جنرال مالک او د ايشچي کورنۍ را مخکې شوه خپله دوستم هم څو وارې مخدوم عالم ته استازي استولي وو چې د دوه ميليونو ډالرو په بدل کې ماشوم هغه ته ورکړي او دی به يې تر ژغورنې وروسته ازبکو ته ځان د ښه مشر په توګه ثابت کړي او خپل سيالان به مات کړي.
د ماشوم کيسه تر سقوط پورې پاتې شوه، کله چې افغانستان د ط البانو لاس ته ولويد، ط البانو هرڅه عملا له منځه وړي وو، ادارې تشې وې/دي، کدرونه وتښتيدل/تښتي، بیکاری ډيره شوه/ده،هدفي وژنې کيدې/کيږي….. لنډه دا چې د پاسپورت د رئيس د عیاشي له ويډيو بیا د پآکستان تر پوځي يرغل او….. پورې که راشو هره ورځ د مايوسي خبرونه وو/ دي چې اوروو يي نو د (ح-ق) شبکه چې تر دې نورو لږ فعاله او استادان يي پاخه دي هڅې پيل کړې چې تظاهر او ریاکارانه کړنې پيل کړي غل ونيسه څپلکه په خولو کې ورکړه، کس ووژنه بیا يي د سړي تښټونکي په نوم په دار وځړوه، ددې ماشوم ژغورنه هم د دوئ ډير غټ ارمان وو ځکه دوی فکر کاوه چې شاید مخدوم عالم به د دوئ په یوه اشاره ماشوم دوی ته وسپاري خو…..دا ماشوم تر يو وخت پورې هیر شو خو کله چې د (ط) د فساد هدفي وژنو، قومي تعصب او جبرې کيسې ډيرې شوې، په شمال کې مقاومت پيل شو، نارضايتو او تيښتو زور واخيست (ح-ق) شبکې ته وويل شول چې دا ماشوم باید پيدا او کورنۍ ته په سپارلو سره دا وښودل شي چې ستاسو استخبارات خورا پياوړي دي، وطن در باندې ګران دی او قومي تعصب نشته…. پلان ورکونکو غوښتل يو ډول ددې ماشوم په موندلو سره رواني ډار خپور کړي چې ګواکې د (ط) استخباراتي وړتيا تر پخوانیو هغو پياوړې ده، ان ځينو (ط) به په مجالسوکې دا هم ويل چې اوس ټلیفونونه هم ټرک کوو…. حال داچې هغه سیستم حتی په سیمه کې څوک نلري افغانستان چې لاره د بهرنیانو مرسته وه، دوی به دا هم ويل چې تثبیت کوو حال دا چې دوی په استخباراتو کې حتی عادي نيټ ورک سيستم فعاله نشوای کړای ان له پآکستان څخه يي پسې کسان راوستل نو کله چې حالت داسې وي حل لاره رواني تبلیغاتي او افوهات دي.
کله چې له مخدوم عالم څخه دماشوم د خوشې کېدو غوښتنه وشوه، نوموړي ونه منله او وروسته منکر شو چې ماشوم نشته دی ورسره، د (ح-ق) شبکې وسله والو یې پر کور عمليات وکړل، علمیاتو ته تللي اکثریت پټ مخي کسان هم ويل کيږي افغانان نه ول، په هيڅ ملي ژبه نه پوهيدل، په ډيرې چټکۍ د نوموړي کور ته پورته شوي سړی یې نيولی او بیرته کابل ته تلي دي، مخدوم لاس تړلی کابل ته راوړل شو او دده پلويانو جوزجان د سقوط تر پولې پورې ورساوو، خو تر مياشتې ډير وخت و ووت چې مخدوم اونۍ مخکې وروسته تر هغه خوشې شو چې ماشوم (ح-ق) شبکې ته تسلیم شو او اونۍ وروسته په داسې حال کې چې ط البان بیا د ډيرو موضوعاتو او نادودو له امله په ملي کچه منزوي شوي دي ماشوم رسنیو ته رامخکې شو خو دماشوم تر خوشې کيدو مخکې مهم کار وشو، هغه دا چې مخدوم عالم په کابل کې تر سخت زجر، بلک میلینګ او (ح-ق) شبکې له لوري دنوي ماموریت تر اخیستو وروسته دا شرط پر دوی ايښی وو چې د ماشوم په اړه ټول شته شواهد باید له منځه ولاړ شي، د عطا خوريي باید ووژل شي، عالم بای باید د قضيې د تورن کس په توګه ونیول شي.
۱ـ سهيل په خپل کور کې ووژل شو، که هرڅوک وايي چې جګړه شوې، راکټونه کارول شوي او يا د (ط) دحوزې آمر د سهيل له لوري وژل شوی دی دا خبرې مطلق دروغ دي، (ط) د سهيل کور ته ورغلي، په خپله خونه کې يي ضربه کړی، د نوموړي له کوره هر لوري ته بې مانا خورې ورې ډزې شوي دي، يو ساعت دې ډزو دوام پیدا کړی، ددې لپاره چې (ط) هم ځانونه قرباني شوي وښيي د حوزې آمر هم ددوی د کسانو له لوري ویشتل کيږي.
۲ـ عالم بای: عالم بای د مخدوم عالم سرګروپ وو، له اوله تر آخره ماشوم د مخدوم له لوري د عالم بای تر قومندې لاندې ساتل کيده، اوس چې (ط) وايي چې يوازې يو کس نيول شوی دی نور فراري دي او ځينې خبرې په ناخودآګاهانه ډول د عبدالروف د پلار له خولې هم ووتې او د بلخ مشهور غل لوچک يي هم پکې را ښکيل کړ دا ټول د مخدوم د اطمينان لپاره تدابیر دي.
ولې نن رسنيز شو:
۱ـ (ط) له سخت فشار سره مخ دي.
۲ـ غلاوې او سړي تښتونې دومره ډيرې شوي چې که د ملي ټلویزیون پر پاڼه د ماشوم ژغورنې د ژوندي بهير تبصرې وګورئ يوازې له کندهاره سل تنو ډيرو لیکلي چې نور له ډاره د باندې نشي وتلی.
۳ـ تاجکو د سهيل وژنې او په پارک کې غورځولو ته قومي بڼه ورکوله، له تیرو څو ورځو را هيسې تاجک په شدت لګيا دي چې نوموړی له هزاره وو د دفاع په خاطر وژل شوی دی او (ط) دې تبلیغاتو هم وارخطا کړي وو.
۴ـ ازبک د پټ انسجام په حال کې دي،ددوی په منځ کې د سلام حنفي نن را ظاهريدل هم مانا دار وو خو ګټه به ونکړي ځکه ازبکو ته د (ط) کړنې د دښمن د کړنو په مانا دي.
د «راز» په نوم د (ط) هغه فيسبوکي مستعارې پاڼې چې ددوی د استخباراتو د رسنیو د رياست له لوري پر مخ وړل کيږي د خبر تر نشریدو وروسته چې کله د رسنیز حالت جاج اخيستی چې خلک ټول پوی شوي دي چې کيسه څه وه په ډير محتاطانه بڼه یې کیسه افشا کړې چې ګواکې سهيل هم ددې تښتونې يوه برخه وه او ماشوم د نوموړي په کور کې وموندل شو.
جالبه چیرته ده؟
الف: د سهيل په کور کې وو؟ بلکل نه ځکه (ط) که ثبوت لرلی امکان نلري چې په داسې سخت حالت کې يي یاد ثبوت نه وی رسنیز کړی.
ب: مالک بای نو ولې ونيول شو؟ دا خو یو ازبک دی، د مخدوم عالم سرګروپ وو په اکثریت ازبک ميشتو سیمو کې يي ټول پيژني داچې د يو مظلوم (ط) له مجبوریته به ګټه پورته شي،پر هغه به تور پورې شي دا بیله خبره ده خو په دې کيسه خونيم بلخ خبر دی.
نو د مومن خان ښامار نن رسنیز شو د پاکستان د يرغل کیسه به سر وخوري، د ازبکستان د هوايي تیری کيسه به هیره شي، د پوهنتونو په اړه ماشومانه لايحه به د خلکو له یاده ووزي، تړلي ښونځي خو تر دوو خونړيو بریدونو وروسته هسې هم څوک نه يآدوي، د فقر او بیکارۍ خو به څه ووايو.
خو (ط) بیا هم سهوه شو ځکه څه چې په تیره يوه هفته کې دوی وکړل سیستماتيک نه وو بلکه دوی له وژنو تر ژغورلو پورې خپلې پښې ووهلې او شاید ډير ژر د عبدالروف په اړه دریم ادرس هم ځينې اسناد رسنیز کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.