د پوتين ګواښ: په اوکراین مداخلې ته به چټک غبرګون وښيو

367

د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين ګواښ کړی که دریم هیواد د اوکراین په جګړه کې مداخله وکړي، د دوی غچ اخیستونکې حمله به «چټکه» وي. پوتين د تیرو دوو میاشتو په جریان کې دوه ځله اټومي ګواښ هم کړی دی.

د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتين، د چهارشنبې په ورځ (د اپریل ۲۷مه) د دغه هیواد د پارلمان (دوما) له استازو سره په یوه غونډه کې ګواښ وکړ چې د اوکراین په خاوره کې د روسېې جګړې په مقابل کې د «نه منلو وړ ستراتيژيکو ګواښونو» پر ضد به د روسېې متقابله جګړه «ډیره چټګه» وي.

پوتین زیاته کړه چې مسکو د دغه کار له پاره «ټول ابزار» په اختیار کې لري او ګواښ يې وکړ چې «په دې برخه کې ټول تصمیمونه هم نیول شوي دي.»

«لاپې نه وهم»

پوتين په ښکاره وویل چې د روسېې پوځ به د تر ټولو عصري وسلو په استفاه کې هيڅ شک و نه لري. هغه ګواښ وکړ: «موږ لاپې نه وهو که چیرته مجبوره شو له هغو به استفاده وکړو او زه غواړم چې په دې باندې ټول پوه شي.»

پوتين په خپلو خبرو کې د روسېې د بالیستيک او قاره ويشتونکو توغندیو ستاینه وکړه. د روسېې ولسمشر په خپلو خبرو کې د غږ له سرعت څخه چټک توغندي کوم چې د لومړي ځل له پاره د اوکراین په جګړه کې استعمال شول، ICBM نوي قاره ويشتونکي توغندی «سارمت» اټومي وړتیا لري او راونه میاشت يې آزموینه هم په بریاليتوب سره ترسره شوه، وستايل.

«د عملیاتو ادامه ټولو اهدافو ته تر رسيدو پورې»

سختو لګول شوو تحریمونو او له روسېې څخه د غربي شرکتونو وتل، د دغه هیواد له پاره ډېري ناوړه پايلې له ځانه سره درولودلي دي. خو پوتين په خپلو خبرو کې د لوېديځ د ماتيدونکو تحریمونو عواقبو ته اشاره ونه کړه او ويې ويل چې د روسېې اقتصاد د خرابولو په موخه د لوېديځ هڅې له ماتې سره مخ شوي دي.

هغه یو ځل بيا ټينګار وکړ چې په اوکراين او دونباس کې «ځانګړي پوځي عملیات» به خپلو ټولو اعلان شوو اهدافو ته ورسيږي.

په دوو میاشتو کې دوه ځله اټومي ګواښ

پوتين د اوکراین پر ضد جګړه کې چې ۶۳ ورځې ېې کيږي، تر اوسه دوه ځله نړۍ ته اټومي ګواښ کړی دی.

د روسېې ولسمشر مخکې د دغه هیواد دفاع وزیر او د دغه هیواد د پوځ لوی درستيز ته امر کړی وو تر څو د اټومي وسلو ځواکونه «ځانګړو جنګي شرایطو ته د تيارسي» په حالت کې راولي.

پوتين دغه امر پر اوکراین تر يرغل دوې اوونۍ وروسته د روسېې د پوځي قوماندانانو سره په یوه ويډيويي وینا کې صادر او پر هغه ېې ټينګار کړی وو. هغه ويلي وو: «د روسېې دفاع وزير او د روسې د پوځ لوی درستيز ته هدایت ورکوم چې د روسېې د پوځ مخنیوی کوونکې ځواکونه ځانګړې جنګي حالت ته د تیارسي په حالت کې راولي.»

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي تر دې وړاندې د روسېې د اټومي ګواښونو په اړه ويلي ول چې «پوتين کولی شي اټومي او شيميايي وسلو ته مخه کړي، ځکه د اوکراین د خلکو ژوند ته ارزښت قایل نه دی.» خو زيلنسکي ويلي ول چې «نه باید وډار شو او باید چمتو واوسو.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.