روژتۍ لنډۍ- لسمه برخه

آصف بهاند

583

 

  

اخر به ما په چا حلال کړې

چې د روژې په میاشت کوې اشارتونه

 

زما روژه خو دې برباد کړه

چې پر دیوال ښکاره کوې سپین مړوندونه

 

اشنا چې تلو دومره یې ووې

تر څو روژه وي، نور به نه وي دیدنونه

 

د سږنۍ روژې له پاره به دا د روژتیو لنډیو وروستۍ برخه وي. د دې برخې له پاره مې هم بیخي نوې روژتۍ لنډۍ راټولې کړې دي، هیله ده چې خوښې مو شي:

 

روژه لا تللې نه ده شته ده

دیدن به پرېـږدو لا څو ورځې پاتې دینه

 

اختر نږدې دی روژه لاړه

زۀ کم نصیب به غاړه چا ته ورکومه

 

د روژې څو ورځې دي پاتې

دا میلمنه ده مراعات به یې کوونه

 

اخر به ما په چا حلال کړې

چې د روژې په میاشت کوې اشارتونه

 

پام دې وي دې ته چې روژه ده

ریبار دې ستون کړه چې روژه هم تېره شینه

 

زما روژه خو دې برباد کړه

چې پر دیوال ښکاره کوې سپین مړوندونه

 

اخر به زه له روژې تېر شم

ته چې دا سپینه سینه ږدې پر دېوالونه

 

چې بوزه راشې بیا وخانده

اوس خو روژه ده بې خندا بې تېرونه

 

زموږ په کور کې څه شی نه شته

بې له روژې نه موږ روژه یو په کلونه

 

اسماني تندر شوې جانانه

چې په روژه کې دې رالوڅ کړل مړوندونه

 

اشنا چې تلو دومره یې ووې

تر څو روژه وي، نور به نه وي دیدنونه

 

روژه روانه ده خلاصېـږي

خو خلاص به نه شي ستا جفا او ستا جنگونه

 

اشنا روژه ده مخ دې پټ کړه

چې ناروا دي په روژه کې دیدنونه

 

روژه کې هر څه په احتیاط وي

چې په مخ راشې ما نه تښتي احتیاطونه

 

اشنا مې توت لاندې ویده و

ملا جان وايي خوب روژه مکروه کوینه

 

په روژه مات کې راپه یاد شوې

زړه کې مې تېر شول چې اشنا کله راځینه

 

اشنا له هرڅه راته خوږ دی

خو په روژه کې یې بند کړي دیدنونه

 

اشنا دې تل خوشحاله اوسي

روژه چې تېره شوه دیدن ته یې ورځمه

 

اشنا دې کړم خبر مې ناخلې

روژه پلمه ده، ته مې ناخلې احوالونه

 

اشنا له ما سره پخلا و

پخلا اشنا رانه روژه لرې کوینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.