غزل

پروین ملال

654

شپه ده دستورو په لار پل ږدمه رڼا ته ځمه

ترپښو مې لاندې دی تیارې وثریا ته ځمه

د څو لفظونو تصویر غواړم مصوره خدایه ؛

ادامې توروته را ښکلې؛ وښکلا ته ځمه

روڼې اوبه خوږې ویالې غواړمه مینه کرم

رنګ د زعفران غواړم، نګهت غواړم بیدیاته ځمه

د بڼو څوکې لګوم د پلوشو په لټون

کچکول په غاړه درویزګره یم سبا ته ځمه

ستا حرم ښکلي دې منم، دکعبې سیوری ښکلې

زه تږې ستړې ،غوړپ اوبه غواړم، صفا ته ځمه

د ګستاخۍ جرئت به څنګه کوم ؟ ستر شهنشاه

سترګې مې ټیټي په ټیټ سر ستا ودرګا ته ځمه

وطن مې زخم د شفق،لکه شهیده اروا

د رحم لمر غواړم، د شپو و انتها ته ځمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.