د ملا او مجاهد اختر – یو تصویر

سرلوڅ مرادزی

662
جهاد څه دی د ولسونو قتل عام دی
په مارکیټ کې د ملت د پت لیلام دی
د ملت تاریخ، فرهنګ سره ضدیت دی
پر ځنګله د ځناورو یو حکومت دی
دا جهاد وو چې وطن مو کنډواله شو
ټول ملت مو په نړۍ کې اواره شو
د وطن لوڼې ځوانۍ کې شولې کونډې
کونډې څه چې بې عزته شوې بربنډې
یتیمان مو په کوڅو کې ګرځي ډلې
ګریوان څېرې، بې جامو لوڅې لپړې
له ښوونځیو مدرسو شول لېرې پاتې
امیدونه ارزوګانې شوې میراتې
د ځوانانو ډلې تښتي له هېواده
په هېواد کې د جهاد له جوړ فساده
د هجرت په لار کې ډېر ځوانان هلاک شول
څه په غرو کې د لیوانو د خوراک شول
څه سیندونو او بحرونو کې غوپه شول
د کبانو، نهنګانو خوراکه شول
څه پنډغالو کې وراسته شول ژوند په تمه
د چا زړه وچاود پنډغالو کې له غمه
د بوډۍ او د بوډا مه پوښته حال یې
هیڅوک نشته د پوښتنې او احوال يي
هر رنځور مو له خپل ژوند ځینې په تنګ دی
معیوبانو حال رنځور څخه بدرنګ دی
بیکارانو ډلې ګرځي په کوڅو کې
معتادانو ژوند به څه وي په لښتو کې
د ملا په اند چینجي ته خوله کې پاڼه
د ډبرې منځ کې رسي له اسمانه
د خوراک او د څښاک غم دې هیڅوک نه کړي
پټ رازونه شته د خلکو ژوند به ښه کړي
ضرورت نه څه د کار نه د پلان شته
رزق رسي تر هغو چې پاس اسمان شته
که تنګسه ده که نیستي د خدای لخوا ده
د شتمنو، شتمني د خدای رضا ده
قومندان چې له جهاده لري پانګه
د جهاد د غنیمت ده کوچنۍ څانګه
د جهاد فضایل نور زیات دي له دېنه
که خبر شي څوک، جهاد له فلسفې نه
په هغه دنیا به هم مجاهد لوړ وي
جنتیانو منځ کې ټولو نه به بړ وي
په مقام به د رسول یا د نبي وي
تر دا نورو جنتیانو به عالي وي
د شېدو ویالي به هرې خوا بهیږي
د شرابو بوتلونه به رسیږي
ښه دېره به وي د لوړو چنارونو
شنه باغچه به وي د سرو او شنو ګلونو
د عطرونو اوپاشی به سار ماښام وي
معطر د جنتیانو به مشام وي
جنتي طوطیان به الوځي باغو کې
بلبلان به سره سر، وي په نغمو کې
مجاهد ځای به په ټولو کې بهتر وي
د خوب ځی به د وریښمو پر بستر وي
خوا په خوا به يي لسګونه حورې ناستې
چا به غیږ کې ورته سر ایښی، څوک ملاستې
په پستو لاسو د حورو به چاپي شی
بیا به حورو سره کټ کې په مستي شۍ
هره حوره به وي سروه په قامت کې
د دنیا نجونه یي نه رسي صفت کې
د اوبو غړپ يي چې ستوني نه تیریږي
په نرۍ غاړه له ورایه مالومیږي
نه صفت يي د پستو شونډو کېدی شی
هسې شونډې نه، په دې دنیا لیدی شي
په خوږوالي کې تر شاتو نه خوږې دي
په سوروالي تر یاقوتو تکې سرې دی
هره سترګه يي د زړه پر سر ویشتل کا
هر باڼه يي لکه غشی ژوبلول کا
په نازونو په ادا کې کمنظیرې
په دنیا یي ساری نشته بینظیرې
د غلمانو په لاسونو به جام پیش شي
څه جامونه به د حورو منځ کې ویش شي
له یوه سره به ډوب شي ټول نېشو کې
مجاهد به وي د حورو په مزو کې
له ماښامه به شراب وي تر سهاره
ټوله شپه به وي یو بل سره ترغاړه
داسې حال به هره شپه بیا تکراریږي
نوې حورې به په نوې شپه رسیږي
ځینې حورې به هم ویشي جام د میو
مجاهد به یې حمله کاندې پر، تیو
د غلمانو به هم وخت په وخت نوبت وي
دا نوبت به مجاهد صیب په رغبت وي
نه به رنځ وي، نه به مرګ وی تل به ژوند وي
ژوند به هم ډک د مزو، چړچو له خوند وي
نه به ژمی، نه به اوړی نه خزان وي
یو سپرلی به تل ترتله جاویدان وي
نه به یخ، نه به ساړه نه به ګرمي وي
ملایمه ښه هوا به د سپرلي وي
دې واهیاتو، دې خیالونو کې مو ژوند دی
ژوند، ژوند نشته هسې موږ وایو چې ژوند دی
څه اختر او څه خوښي به وي ریښتیني
اخترونو کې چې څاڅي له زړو ویني
مجاهد دې په اختر کوي اتڼې
طالبان دې غورځوي په غبرګو څڼې
دا اختر د مجاهد او لنډه غر دی
پر نور ولس باندې قیامت دی، نه اختر دی
یو خیالي دنیا مو جوړه ده دنیا کې
اجړاګان ورته ورګد دي په نڅا کې
څه جهاد دی چې د ولس په غوښو کیږي
څه جنت دی چې پرې خلک دوکه کیږي
ژوند مو خوار شو د ملا عبث وعظو کې
دنیا تېره شوه د خیال په جنتو کې
څو ملا، څو مجاهد او څو جهاد وي
دا وطن به زیات له دې ځینې برباد وي
د ۲۰۲۱ کال د مۍ ۱۳ مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.