ولې ځينې میرمنې يوازې لورګانې يا يوازې زامن زېږوي؟

ارمان خان امیري

790

ولې ځينې ښځې يوازې لورګانې يا يوازې زامن زېږوي؟ –

که څه هم په نړۍ کې د ښځينه او نارينه وو شمېر کابو يو شان دی، خو په همدې نړۍ کې داسې ډېرې کورنۍ شتون لري چې اولادونه یې يوازې لورګانې او يا يوازې زامن دي. د ډېرو خلکو سره دا پوښتنه ده چې ولې ځينې ښځې يوازې لورګانې يا يوازې زامن زېږوي؟ په دې لیکنه کې به یې په اړه معلومات درکړو.

د ماشوم جنسيت پلار ټاکي له همدې امله ډېری وخت يوې کورنۍ ماشومان يوازې نجونې او يا يوازې هلکان وي، که څه هم ځينې خلک په دې باور دي چې د ماشوم جنسيت ځکه مور ټاکي چې ماشوم د مور په خېټه کې وده کوي، خو رښتيا دا دی چې د ماشوم جنسيت پلار ټاکي.

هغه ځکه چې، د نارينه وو په سپرم کې د (X او Y) کروموزومونه شتون لري، خو د مور په تخمونو کې يوازې د (X او X) کروموزومونه شتون لري، یعني د ښځينه وو کروموزومونه يوازې X کروموزومونه دي.

کله چې د نارينه او ښځينه ترمنځ القاح ترسره شي، که د نارينه د (X) کروموزوم د ښځينه له (X) کروموزوم سره يو ځای شي، د هغوی ماشوم به نجلۍ وي، خو که د نارينه د Y کروموزوم د ښځينه له X کروموزوم سره يو ځای شي ماشوم به هلک وي. نو ښکاره ده چې د ماشوم جنسيت يوازې پلار ټاکي او مور د جنسيت په ټاکلو کې هېڅ ونډه نه لري.

ښځې_د_ماشوم_جنسيت_نه_ټاکي_بلکې_د_ماشوم_جنسیت_ټاکل_نارینه_پورې_اړه_لري.

په افغانۍ ټولنه کې له ډېر وخت څخه را په دې خوا خلک په دې باور دي چې د ماشوم جنسيت مور ټاکي، ځکه نو هغه نارينه چې د هلک ماشوم څښتن نه کېږي له خپلې مېرمن سره بد چلند کوي او هڅه کوي چې دويم واده وکړي. هڅه وکړئ چې د خپل شاوخوا خلک په دې پوه کړئ چې د ماشوم جنسيت پلار ټاکي او مور د ماشوم د جنسیت په ټاکلو کې ګرمه نه ده، تر څو له هغوی سره د تاوتريخوالي او ناخواله چلند څخه مخنيوی وکړئ.

اوس هم ځېنې بې سواده خلک د ماشوم د جنسیت تعین د ښځو پورې تړې او که چيرته يوه ښځه نارینه اولاد را نه وړي، ټوله کورنۍ ښځه مجرمه ګڼي او ځيني کورنۍ خپلو اولادونو ته له همدې امله نورې ښځې کوي.

خو د جنس (ښځینه یا نارینه) تعينولو ځانګړنه الله (ج) په نارینه وو کې ایښې ده.

‏‎که چېرته د چا لور پېدا کېږي، یا يې زوی پېدا کېږي په دې کې د سړي رول دی او د ښځې لاس پکې نشته. یا په بله معنا که چېرته کومه کورنۍ خدای مه کړه د لور په راوړلو سره خفه کېږي په دې کې يې د مور هیڅ ګنا نشته بلکې دا ټاکنه يې الله ج په پلار کې ایښې ده.

‏‎څرنګه چې داسې ده نو ویلی شو چې د جنس (د نر او ښځې منځ ته راتګ) د پلار له کروموزومو سره تړاو لري.

‏‎ښځو ته خدای ج یوازي د ځانګړو اندامونو پۀ لرلو سره دا توان ورکړی، چې د نسل د منځ ته راوړلو وړتیا ولري، او د ځمکې پر مخ يې د نسل د پایښت لپاره لاره هواره کړې.

د_هلک_زيږولو_لپاره_لارښوونه: د ماشوم جنسیت د پلار په سپرمونو کې د کروموزومونو له مخې ټاکل کېږي. د ماشوم د نارینه توب یواځینۍ لاره دا ده چې که هغه سپرم چې له هګۍ سره یوځاې کېږي د وای Y کروموزوم ولري نو نارینه اولاد به رامنځته شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.