اختریزې لنډۍ – ۷مه برخه

آصف بهاند

933

اختر د ښو خوښیو وخت دی

د افغانانو برخه ټول ویر او غمونه

 

اختر دې نه وي، نس دې موړ وي

په وږي نس به خلک څه کړي اخترونه

 

د وطن پېغلې گدايي کړي

په کومو سترگو به خوښي اختر کوونه

د اختریزو لنډیو لوستونکو ته مې په دې برخه کې هم یو څو نوې لنډې راټولې کړې دي، هیله ده چې ستاسو هنري تنده ماته کړي:

 

اختر په روغو زړونو کېـږي

زړه مې ټپي دی دلته نه شته اخترونه

 

گېله د خپل وخت کې پر ځای وي

اخــتــر خــو نه ده چې گــیــلې درنه کومه

 

اختر خو بيا په کلى راغی

د مسافرو پکي نسته نصيبونه

 

اختر د ښو خوښیو وخت دی

د افغانانو برخه ټول ویر او غمونه

 

اختر دې نه وي، نس دې موړ وي

په وږي نس به خلک څه کړي اخترونه

 

هلکان نجونې خوار و زار شول

په اخترونو هم محروم له دیدنونه

 

د اختر ټولې خوښۍ ستا شوې

زه مسافر ترې خپل نصیب ورک کړی یمه

 

اختر په کور کلي کې خوند کړي

مـوږ مسافـر یـو، دلـتـه نـه شـتـه اخـتـرونه

 

وطن له اوښکو وینو ډک دی

په اخترونو کې اوس نه شته ډېر خوندونه

 

اختر له ویر سره چې مل وي

خلک په کوم زړه باندې یاد کړي اخترونه

 

اختر کې ویر او ځنازې وې

نور د اختر له پاره نه کرم گلونه

 

د خولې مزه مو لکه ترخه

په داسې حال کې به موږ څه کړو اخترونه

 

پر وطن بیا د ویر څپه ده

اختر په نوم دی هېڅ شی خوند نه راکوینه

 

اختر په هر وطن کې خوند کړي

شرط یې هم دا چې وطن خلک ارام وینه

 

زې د وطن لوری څارمه

اختر هم راغی ولې څوک نه ترې راځینه

 

د وطن پېغلې گدايي کړي

په کومو سترگو به خوښي اختر کوونه

 

ته د اختر خوښي کې زانگه

زه به د وران وطن پر غم ژړا کومه

 

اختر خوښي دواړه د تا شول

د وطن مینه تل مدام راسره وینه

 

اختر کې خوښ اوسه جانانه

سلام مې واخله، زه درتلای نه شم ميـينه

 

د اختر مونځ کې راپه یاد شوې

چې راپه زړه شوې نو برباد شول ثوابونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.