د يوناما سياسي مرستيال مارکوس پوتزل د نجونو له يوه لومړني ښوونځي ليدنه وکړه

599

افغانستان کې د يوناما سياسي مرستيال مارکوس پوتزل په کابل ښار کې د نجونو له يوه لومړني ښوونځي ليدنه وکړه

دعوت میډیا (دوشنبه/۲۸سنبله/۱۴۰۱): يوناما څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پوتزل د ياد ښوونځي له زده کوونکو سره ژمنه کړې چې د نجونو پر زده کړو د لګېدلو محدوديتونو د لرې کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو راتلونکی کال په ټول افغانستان کې د نجونو هېڅ ښوونځی تړلی پاتې نه شي.

پوتزل له ښځينه زده کوونکو سره دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې د ا.ا له لوري د نجونو پر زده کړو لګيدلي محدوديتونه پرون يو کلن شول. د ا.ا چارواکي که څه هم وايي چې ډير ژر به د نجونو ټول ښوونځي پرانيزي، خو دا نه وايي چې ډير ژر به يې څومره وخت ونيسي.

د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو دوام په کور د ننه او نړيواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی او د ا.ا اعتماد ته يې دروند زيان اړولی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.