دعوت میډیا(یکشنبه/۲۷سنبله/۱۴۰۱): په افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما سرپرست مارک پوټزل د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، غمجن او د شرم وړ عمل بللی.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې د پوټزل له قوله چې په ګرمسیرو کې سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو په مناسبت یې خپره کړې لیکلي: “له شپږم ټولګې پورته ښوونځیو څخه د نجونو روان محرومیت هیڅ ډول معتبره توجیه نهلري او په نړۍ کې هېڅ بل ځای دا ډول څه نهشته.”
د یوناما په خبرپاڼه کې دا کار د ط البانو سرپرست حکومت د پراخې تبعیضې پالیسې او کړنو برخه بلل شوې او زیاته شوې: “دا چاره د نجونو څنډې ته کېدو، له هغوی سره د تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې ګواښ ډېروي.”
یوناما خبرداری ورکړی که د نجونو او ښځو سره دا ډول چلند دوام وکړي، د لویو ناامنیو، بېوزلۍ او انزوا په ګډون به، د افغانستان پر وړاندې کړکېچونه لا ډېر شي.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د سولې، ټولګډونه حکومت جوړېدو، امنیت، بشري حقونو او اقتصادي بیا رغونې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول د طالبانو مسوولیت بللی او ترې یې غوښتي چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي پرانېزي او د ښځو د ازادیو او د حقونو د خوندیتوب مخه ونه نیسي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.