فقر؛ د آزادۍ دښمن

بریال حبیبي

652

کله چې مې په سعودي عربستان کې د هغه قانون له لغوه کېدلو نه واورېدل، چې پر بنسټ یې له دې وروسته مېرمنې هم موټر چلوونه کولای شي، خدای شته، چې څه ناڅه خوښ شوم او که رښتیا شي، نو دغه خوشحالي مې له دې امله وه، چې هغه دی ښځې هم لکه د نارینه وو غوندې له یوه ټولنیز فرصت او یا ښایي د چلوونې په نوم له یوه لذت نه برخمنې شوې.
د افغانستان (خو په امارتونو او جهادونو کې نه) په ګډون په ډېریو هېوادونو کې ښځو دغه خپلواکي کلونه وړاندې ترلاسه کړې وه؛ خو دلته بنسټیزه پوښتنه دا وه، چې آیا ددغې خپلواکۍ ترلاسه کول له هغې څخه د ګټې اخیستنې د توان په مانا هم ده؟
که ځیر شو، نو د موټر چلوونې خپلواکي د مسئلې یو اړخ او له دغې خپلواکۍ څخه برخمن کېدل او ترې ګټه اخیستل د مسئلې بل اړخ دی؛ که څه هم دویمي اړخ نسبي دی، خو ممکن اهمیت یې له لومړني هغه نه په مراتبو هيڅ کم نه وي؛
هو!
زه د یو افغان په توګه د موټر چلوونې پوره حق لرم، خو آیا زما هغومره مالي توان شته چې خپل موټر ولرلای شم؟
کله چې د نارینه وو او ښځینه وو ترمېنځ د کاري فرصتونو وېش ناعادلانه وي او ښځې د موټر لرلو لپاره هیڅ ډول عواید ونه لري، د منطقي فکر له مخې د موټر چلولو خپلواکي ښایي هغوی هغومره خوشحالي نه کړي، لکه څومره چې یې باید کړې وای؛ ځکه نهایي موخه دا وه، چې هم باید یادې خپلواکي او هم باید له یادې خپلواکي نه د برخمن کېدلو توان شتون لرلای.
ممکن د سعودي عربستان او افغانستان ښځمنې له دې درکه کوم څرګند توپیر ونه لري، خو راځئ لومړی په څو پوښتنو فکر وکړو:
په افغانستان کې په دندو څو سلنه ښځینه دي؟
هغه ښځې چې په دندو دي، ډېری یې په کومو برخو کې او څومره معاش لري؟
آیا د معاشونو برخه کې جنسیتي عدالت مراعات شوی که نه؟
آیا پوهېږو، چې ټولنه مو د اقتصادي (کار او د ښځینه وو د درآمد) او فرهنګي شرایطو (په نر سالاره ټولنه کې موټر چلوونه) له نظره د ښځينه وو موټر چلوونې ته جوړه ده؟
څنګزن بدلونونه لکه د ښځو د موټر نه چلوونې او یا د بل هر داسې ناعادلانه قانون لغوه کېدل، که د جنسیتي عدالت د ودې او پراختیا په برخه کې خورا اغېزمن ګامونه دي؛ خو بیا هم نیمګړي دي او له قانون جوړونکو او پلي کوونکو څخه د لا نور او هر اړخیز کار غوښتنه کوي.
که څه هم دې لیکنه کې تمرکز په ښځمنو وو، خو هغه مفهوم چې پکې مطرح شوی، په ګڼو نورو ټولنیزو، وټه ییزو، ښوونیزو او… برخو کې ترې کار اخیستل کېدلای شي؛ د بېلګې په توګه:
زه رسټورانټ ته په تګ کې خپلواک یم؛ خو کله چې په رسټورانټ کې د څه خوړلو او څښلو اقتصادي توان ونه لرم، دغه آزادي به راته چندانې ګټه ونه لري او یا:
زه بهر ته په تللو کې خپلواک یم، خو که آن د پاسپورت پیسې ونه لرم، نو په دغسې آزادي به څه وکړلای شم او یا:
ټول ماشومان د زده کړو حق لري، خو که د یوې مړۍ دوډۍ پیدا کولو په نیت هغوی له سهار نه تر ماښام پورې درندو/شاقه کارونو ته ولاړ وي، نو دغه خپلواکي به یې د کوم درد دوا جوړه شي؟

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.