د تخليې پروګرام کې وتلي افغانان: خپل نا مالوم برخليک ته اندېښمن يو

542

د تخليې پروګرام کې وتلي افغانان: خپل نا مالوم برخليک ته اندېښمن يو

هغه افغانان چې د تخلیې په پرګرام کې د امریکا له لوري دریم هېواد ته ایستل شوي وايي، خپل نامالوم برخلیک ته اندېښمن دي.

د ابوظبي په کمپ کې مېشتو افغانانو دغه کمپ ته د سرو زرو د زندان نوم ورکړی.

دوی چې له تېرو اتو میاشو راهیسې په دغه کمپ کې دي ان بهر ته تک اجازه هم نه لري.

د امریکا او یا هم د اروپايي هېوادونو ویزو انتظار دوی هم ستړي کړي او هم یې برخلیک ورته نامعلوم کړی.

قدیر شاهین سره له دې چې د افغانستان په رسنیو کې له تېرو دوو لسیزو پاتې شوی په ورستیو کې یې د هرات ولایت د ژورنالېستانو ټولنې مسولیت هم درلود.

هغه اوس د ابوظبي په کمپ کې له تېرو اتو میاشتو راهیسې پروت دی.

نوموړی وايي:” له بده مرغه هغه ټولنو چې افغانان دغه کمپ ته راوستي کار یې د نقد وړ دی، دوی هیڅ ځواب نه لري، په وضیعت کې هیڅ ډول تغیر نه دی راغلی، هغه افغانان چې دلته دي له خپل نامعلوم برخلیک ځوریږي، موږ هیله لرو چې هر څه ژر دغه وضیعت تغیر وکړي.”

ادریس نجم بل هغه ځوان دی چې د سوداګرۍ په برخه کې ماسټري هم لري وايي، د طالبانو له راتک وړاندې یې په یو لوړ دولتي بست کې کار کاوه.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول، نوموړی هم د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې له خپلې کورنۍ سره د مزار شریف ښار څخه د ابو ظبي یو کمپ ته انتقال شو.

نوموړی وايي:” په یو بد حال کې بند پاتې یو، سره له دې چې امکانات یو څه شته خو بیا هم ژوند ګران دی، ځوانانو ته له زیات تشویش نه روحي ستونزې پیدا شوې دي، د مېرمنو ویښتان د زیات تشویش له امله تویږي، ددې احتمال هم شته چې د کورنیو ترمنځ جګړې هم وشې، په ټوله کې ستونزې بیخي زیاتې دي خو څه نا څه هیله مندي هم شته.”

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول، هغه کسانو چې له امریکایانو سره کار کړی و ډېریو افغانستان پرېښود.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و هغه کسان چې له امریکا سره یې کار کړی د هغوی د ویستلو پروسه به دوام ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.