په مغز کې د پروټین له منځه تلل د وسواس لامل ګرځي

شګوفه پوپلزۍ

1,011

په مغز کې د پروټین له منځه تلل د وسواس لامل ګرځي.

په فکري-عملي وسواس اخته کسان غیر منطقي فکرونه لري د بیلګې په ډول د بېلابېلو کړنو تکرار یا د بدن د بېلابېلو غړو بیا بیا مینځل. تر اوسه هم پۀ بشپړه توګه د OCD ګډوډۍ لامل ندی پېژندل شوی، خو د آلمان د وورسټبورګ پوهنتون د څېړونکو یوې ډلې په موږکانو څېړنې ترسره کړي او دې پايلې ته ورسېدل چې په مغز کې د SPRED2 پروټین نشتوالی د بېلابېلو وسواسي فکرونو لامل کیږي، د بېلګې په ډول د بیابیاځلي د لاسونو مينځل. څېړونکو ومونده چې په مغز کې ددې پروټین له منځه تللو سره هلته د سیګنال (خبر) ورکولو لاره د معمول په پرتله ډېره فعاليږي چې په سرطان لرونکو ناروغانو کې هم ورته حالت رامنځته کيږي. دې څېړنې  د وسواس درملنې پروسه تر ډېره بدله کړه او اوس مهال ددې ګډوډۍ د درملنې لپاره د ژورخپګان له درملو څخه ګټه اخيستل کیږي البته باید وویل شي چې دا درمل د شدید وسواس پر مهال کارول کیږي چې د مشاورې پۀ شتون کې اړوند کس بدلون کوي خو د متوسط او خفیف وسواس پر مهال بیا یوازې اروا درولنه هم کفایت کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.