په پنجشېر کې د دوو ماشومانو مړي موندل شوي

563

په پنجشېر ولایت کې د هغو دوو ماشومانو مړي موندل شوي چې د وژنې تور یې پر طالبانو پورې شوی.

د طالبانو امنیتي چارواکو د درې ولسوالۍ په تندخوی سیمه کې د دې ماشومانو د مړیو موندل تایید کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي دا دوه ورڼه چې یو یې ۱۶ کلن او بل ۱۴ کلن وو کرزی او عین الله نومېدل، د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د تېرې اونۍ د جګړې پرمهال غره ته تښتېدلي وو، چې مړي یې نن شنبې موندل شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قوماندان مولوي دادمحمد بتار له مونږ سره په خبرو کې دا خبر تایید کړ او ویې ویل: “دوی له مولوي ورا سره غره ته تښتېدلي وو چې د جګړې پرمهال ووژل شول. دا هلکان چا په لوی لاس نه دي وژلي او هدف دوی نه وو، خو د جګړې په وخت کې وژل شوي.”

د پنجشېرولایت پر درې ولسوالۍ د طالبانو د تېرې اونۍ له برید وروسته سلګونه کورنۍ د غرونو خوا ته تښتېدلي او اوس هلته د سړې هوا او د خوړو د نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.