مجاهد: پنجشېر کې مو ۴۰ کسان وژلي او ۱۰۱ نور مو نیولي

832

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد په پنجشېر کې د چاڼیزو عملیاتو خبر ورکوي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د دغه ولایت په رخه، دره او افشار ولسوالي کې یې چاڼیز عملیات کړي دي.

د هغه په خبره، یادو عملیاتو کې یې د فهیم کومانډو، جواد، ملک‌ خان او محمدیار په نومونو د څلورو قوماندانانو په ګډون، ۴۰ کسان وژلي او ۱۰۱ نور یې ژوندي نیولي دي.

مجاهد زیاتوي چې یادو کسانو غوښتل د «خلکو امنیت» ګډوډ کړي.

که څه هم نوموړي د کومې وسله‌والې ډلې نوم نه دی اخیستی، خو په یاد ولایت کې د مقاومت جبهې وسله‌وال فعالیت کوي او وخت‌ناوخت ترې د وسله‌والو نښتو راپورونه هم ورکول کېږي.

د مقاومت جبهې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.