ادبیات څه ګټه لري؟

محب زغم

734

هڅه کوم چې په لنډو ټکو کې پر ادبیاتو وغږېږم او ګټې یې دروښييم.

ادبیات د ژبې هنر دی، هماغسې چې نقاشي د شکلونو او رنګونو هنر او موسیقي د غږونو هنر دی. نو، که دا پوښتو چې ادبیات څه ګټه لري؟ دا پوښتنه ټولو هنرونو ته هم متوجه کېږي. تاسو د نقاشۍ او موسیقۍ پر ګټې فکر کړی دی؟

له بلې خوا دا پوښتنه منطقي برېښي ځکه چې انسان به ولې خپل او د نورو وخت پر داسې شي لګوي چې ګټې او تاوان یې نه وي معلوم؟

هېڅ هنر بې ګټې نه دی. خو، دلته به یوازې د ادبیات ګټې یادوم.

ادبیات (شعر، نکل، حکایت، لنډه کیسه، ناول …) د انسان تخیل روزي او تخیل ته یې وده ورکوي. تخیل د ژوند په هر ډګر کې د انسان په درد لګېږي. عادي انسان، بزګر، کسبګر، ساینسپوه، ډاکتر، انجینیر، وکیل … او هر څوک له تخیله په خپل ژوند او مسلک کې کار اخیستی شي. بلکې که تخیل نه وای، هېڅ پرمختګ به نه رامنځته کېده. اېنشتین وايي: «تخیل تر پوهې ډېر مهم دی.»

اېنشتین ولې دا خبره کوي؟ ځکه چې د تخیل په مرسته انسان د هغو شیانو او مفاهیمو تصور په ذهن کې جوړوي چې عملاً او په واقعي دنیا کې ناممکن وي. که ساینسپوه یوازې پر ممکناتو فکر وکړي، هېڅکله به نوي کشفیات او اختراعات ونه کړای شي. دا د تخیل کمال و چې انسان ځان په فضا کې ولید چې د ستورو تر منځ الوځي. وروسته بیا ساینسپوهانو د دې خیال د تحقق لپاره څېړنې وکړې او لارې چارې یې ورته وموندې. هره اختراع او هر اکتشاف د تخیل محصول دی. دا د تخیل برکت دی چې نن ډاکتران له کاره لوېدلی زړه بدلوي او د انسان عمر غځوي.

د تخیل بله عمده ګټه دا ده چې د بل له فکر او حاله مو خبروي. ادبیات درته د بل چا درد، د بل کړاو، د بل خوښي او د بل هیلې ښيي. ته له بل سره خواخوږي پيدا کوې، د بل درد خپل درد ګڼې او چې داسې شي، بل ته د ضرر رسولو ته زړه نه ښه کوې. د ادبیاتو د دې کمال عملي بېلګه مو په خپلو سترګو لیدلې. پخوا به د افغانستان په جوماتونو او مدرسو کې د دیني مضمونونو تر څنګ د رحمان بابا دېوان، د خواجه حافظ دېوان، د سعدي بوستان او ګلستان، پنج کتاب او نور ادبي اثار تدریسېدل. په همدې وجه زموږ پخواني ملایان او طالبان نرم او مهربانه خلک وو، دوی پوهېدل چې په واده کې خوشحالي او په غم کې ژړا په کار وي. خو دا نوي طالبان (د طالبانو اسلامي تحریک) چې د پاکستان په مدرسو کې یې سبقونه ویلي او ادبیات یې په نصاب کې نه وو، وګورئ چې څومره ظالم او بې رحمه خلک دي. دا په دې چې دوی د بل درد نه شي درک کولای.

ادبیات د انسان په ذهني وده کې مرسته کوي. څېړنې ښيي، هغه ماشومان تر خپلو همزولو زیات هوښیار وي چې میندې پلرونه ورته کیسې وايي یا یې لولي. ماشومانو ته د کیسې ویلو بله ګټه دا ده چې د ماشوم او مور و پلار ترمنځ مینه محبت زیاتوي.

ماشومانو ته د کیسو ویل، د ژبې په زده کړه کې ورسره مرسته کوي، د لغتونو زېرمه یې ورزیاتوي، د ژبې له ګرامري جوړښتونو سره یې اشنا کوي، د کلمو په سم تلفظ یې پوهوي، د کلمو له شکلونو سره یې بلدوي او چې ښوونځي ته لاړ شي، د درسونو لوستل او زده کول ورته اسانوي.

شعر د ماشومانو حافظه ځواکمنوي. انسان موزون کلام په اسانۍ سره حافظې ته سپارلی شي. تاسو به لیدلي وي چې ماشومان څنګه شعرونه یادوي او په خوند خوند یې زمزمه کوي.

هر ښه شعر او ښه داستان لوستونکی فکر کولو ته اړ باسي نو د تفکر قوه یې غښتلې کوي.

د ادبیاتو بله ګټه دا ده چې انساني عواطف او احساسات بیانوي. کله کله سړی په دې اووه میلیارده وګړو کې ځان یوازې ګڼي، هېڅوک نه مومي چې د ده درد، د ده احساس حس کړي. خو، کېدای شي په یوه شعر کې، په یوه داستان کې د خپل احساس انعکاس ووینې او داسې ښه ورباندې ولګېږي لکه یو ډېر خوږ دوست او ملګری چې یې موندلی وي. انسان باطني ارام او سکون ته اړتیا لري او کله کله دغه سکون یوازې ادبیات ورکولی شي. اوس چې دنیا ورځ تر بلې د ټکنالوجۍ تر اغېزې لاندې راځي او د انسانانو تر منځ د اړیکو او خبرو اترو فرصتونه وار په وار سره کمېږي، ادبیات لا زیات په درد لګېږي چې دوی له یوازیتوبه وژغوري.

نو د ادبیاتو (شعر او داستان) ګټې دا شوې:

۱. د انسان تخیل روزي او تخیل د ټولو علمي پرمختګونو کونجي ده.

۲. په انسان کې له نورو سره د خواخوږۍ حس پیدا کوي نو د ټولنې ثبات او سوله ییز ژوند د ادبیاتو په مرسته تامینېدای شي.

۳. د انسان د فکر کولو ځواک زیاتوي.

۴. ادبیات د ماشومانو حافظه، ژبني مهارتونه او سلوک پیاوړي کوي.

۵. انسان ته دروني سکون وربخښي او د اروادرملنې په شان ګټور تمامېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.