د ترکیې او سوریې زلزلې د پيړۍ تر ټولو خطرناک ناورین دی

554
23 ساعتونه مخکې

د تیرې اونۍ له زلزلې وروسته په ترکيه او سوريه کې د ۳۹۰۰۰ کسانو مړينه تائیده شوې ده. یونیسف ویلي دي چې د قربانیانو نهایي شمېر کیدای شي «یو ویروونکی رقم» وي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ترکيه او سوريه کې مرګونې زلزلې په تیرو سلو کلونو کې په دې سیمه کې یو تر ټولو خراب طبیعي ناورین بللی دی.

په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر هنس کلوګ یوه خبري کنفرانس ته وویل: »د روغتيا نړيوال سازمان د اروپا په سیمه کې یوه تر ټولو ناوړه طبیعي ناورین مشاهده کوي. تر اوسه پورې خو موږ د دې د دقیق شدت پر معلومولو مصروف یو او لا د اوښتي زیان دقیقه کچه نه ده معلومه».

دغه څرګندونې په داسې یو وخت کې کیږي چې د نورو ژوندي پاتې شوو د لټون هیله پای ته رسیدلې ده. د روغتيا نړيوال سازمان د اروپا سیمې په ۵۳ هیوادونو کې ترکیه هم شامله ده، په داسې حال کې چې ګاونډی هیواد سوریه یي بیا د مدیترانې سمندر په ختیځه سیمه کې حسابیږي.

په همدې منځ کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې په هیواد کې يي د زلزلې د قربانیانو شمیر ۳۵۴۱۸ تنو ته رسیدلی دی.

د سوریې د داوطلبه مرستندویانو «د سوریې مدني دفاع» ډله چې د سپین خولو په نامه شهرت لري، ویلي دي چې د اپوزیسیون تر کنترول لاندې سیمو کې د قربانیانو شمیر ۲۱۶۶ ته رسیدلی دی، بل لور ته په دمشق کې د سوریې روغتیا وزارت ویلي دي چې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې د مړو شمیر ۱۴۱۴ تنو ته رسیدلی دی. د نوو شمیرو له مخې په دې ناورین کې تر اوسه پورې د وژل شوو کسانو مجموعي شمیر ۳۹۰۰۰ ته رسیدلی دی.

له اتوم بم سره د زلزلې پرتلنه

د ترکیې دولتي خبري آژانس په حواله اردوغان د تیرې اونۍ زوروره زلزله د «اتوم بم په څیر لوی» بللو سره ویلې دي چې د هیواد په سویلي برخه کې ۳۵۴۱۸ کسان مړه شوي دي.

دا په دې معنا چې په ترکيه او سوريه کې په مجموعي ډول ۳۹۰۰۰ کسان مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې دغه شمیر کیدای شي له ۵۰۰۰۰ هم تیری وکړي.

د ترکیې ولسمشر وویل چې په سلګونو زره کورونه نور د اوسیدو وړ نه دي او تر ۲،۲ میلیونو ډیر له اغیزمنو شویو سیمو بې ځایه شوي دي.

په انتاکیه کې اوس هم د ژغورنې هڅې روانې دي

د دویچه ویله خبریالې یولیا هان، د ترکیې له سویل څخه خبر ورکړی دی چې په انتاکیه کې اوس هم تر ویجاړیو لاندې د ژغورنې هڅې ادامه لري. په دغه سیمه کې تر ۴۰۰ زرو ډیر انسانان ژوند کوي. د یولیا هان په خبره کله چې نن موږ دې ښار ته ننوتلو، شاید هم کومه ودانۍ ولاړه لیدل شوې وي. نږدې ۷۰ سلنه انتاکیه لمنځه تللې ده.

د سه شنبې په ورځ په اغېزمنو شوو سیمو کې تر ویجاړیو لاندې ۹ کسان ژغورل شوي دي. دغه کسان تر زورورې زلزلې ۸ ورځې وروسته ژغورل شوي دي.

یو ۶۵ کلن سوریایي او یوه ځوانه نجلۍ د ترکیې په سویلي ښار انتاکیه کې د ویجاړیو له لاندې څخه ژغورل شوي. مخکې تر دې اوکرایني مرستندویانو هم یوه ښځه ژغورلې وه او همدارنګه ترکي کارکوونکو هم یو ۱۸ کلن ځوان ژغورلی. د ترکي رسنیو په حواله دری نورې ښځې هم د سه شنبې په ورځ ژغورل شوي دي.

دویچه ویله

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.