ترکیه یو ځل بیا یوې نوې زلزلې ولړزوله

577

دعوت مېډیا۲۴: د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په ترکیه کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې یوې نوې زلزلې شوې. ویل کیږي زلزله د ترکیې انتاکیا ښار لړزولی چې له سوریې سره پولې ته نږدې پروت دی. عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د زلزلې له امله ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې دي. د عیني شاهدانو په وینا، د زلزلې ټکانونه په سوریه، مصر او لبنان کې احساس شوي دي. د فبرورۍ په شپږمه شپه د ترکیې سویل ختیځ او د سوریې شمال لویدیځ یوې زورورې زلزلې ولړزاوه چې د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې وه. د اونۍ په پای کې، د ترکیې مرکزي برخه د 5.2 په شدت سره یوې بلې زلزلې ولړزوله. زلزلې په ترکیه کې معمولې دي، خو د فبرورۍ په شپږمه زلزلې په پراخه کچه تباهي رامنځ ته کړه او په اروپا کې په سلو کلونو کې تر ټولو بد طبیعي ناورین بلل شوی دی.

په دواړو هېوادونو کې د فبرورۍ د شپږمې نېټې له زلزلې وروسته تر اوسه د څه باندې ۴۶ زره کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.