ملا یعقوب د امنیتي وضعیت د آرزولو لپاره پنجشېر ته تللی

600

ملا یعقوب د امنیتي وضعیت د آرزولو لپاره پنجشېر ته تللی

له پنجشېر ولایت څخه د جګړو او نښتو راپورونو سره هم مهاله د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللی دی.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د شنبې په ورځ مۍ ۲۱ (غوايي ۳۱) رسنیو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې ملا یعقوب پنجشېر ته د سفر په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو سره لیدلي دي.

ښاغلي خوارزمي زیاته کړې چې د دفاع وزارت سرپرست د پنجشېر ولایت اوسېدونکو ته ویلي چې هغوی د «دښمن د تبلیغاتو ښکار» نشي او باید خپل «عادي» ژوند ته دوام ورکړي.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي د سیمې له اوسېدونکو څخه همدارنګه غوښتي چې د «نظم» په ساتلو کې له طالب مسؤلینو سره همکاري وکړي. هغه ټینګار کړی دی چې په دغه ولایت کې به هیچا ته په ځانګړي ډول «اخلالګر» ته د امنیت خرابولو اجازه ورنکړي

تیره اونۍ د طالبانو دفاع وزارت د هوايي قواوو قوماندان هم پنجشېر ته سفر کړی و او له خلکو څخه یې غوښتي و چې د «نورو د ګټو لپاره باید خپل ځانونه مړه نکړي.»

امان الدین منصور د مۍ ۱۴ (غوايي ۲۴) د پنجشېر خلکو ته په خطاب کې ویلي و: “تاسو د هغو کسانو د ګټو په خاطر کې چې په تاجکستان او فرانسه کې عیش و نوش کوي او هغوی هلته ستاسو د وینو په پیسو خپل ځان ته پیسې ګټي، خپل ځانونه مه وژنئ.”

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت مسؤلین پر داسې مهال پنجشېر ولایت ته سفر کوي چې تر تیر کوچني اختر وروسته په دغه ولایت کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو او ملکي خلکو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

ویل کیږي چې دوې ورځې مخکې د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې یو ځل بیا د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې پیل شوي دي.خو طالبانو تر دا مهاله د دغه تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.