نن په گرمسېرو ولایتونو کې د ښوونځيو کالنۍ ازموينې پیل شوې. څو ورځې وروسته به لکونه ځوانان له دولسم ټولگیو فارغ شي، د ژوند تجربو ته په پام او مشاهداتو پر بنسټ مې څو خبرې غواړم شریکې کړم، هیله ده، چې ۱۲پاس ورونه او یا کورنۍ يې ورته پام وکړي.
لومړی، د «ژوند هر پړاو» خپله شرایط او خپلې مرحلې لرو، نه خو موږ ټول عمر د ښوونځي د زدهکوونکيو پهڅېر شوخ، بېپروا، کممسوولیته او یوازې او یوازې د ښوونځي شاگردان یو او نه خو به ژوند تل داسې یو نواخته روان وي. نن که د دولسم ټولگي فارغ شوې، نو فکر وکړه، چې یو ستر مسوولیت درغاړی شو او ته له هغه مرحلې بریالی راووتې، چې مېلیونونه-مېلیونونه انسانان يې ارمان لري، ته اوس یو لوستی ځوان يې، یو ۱۲پاس ځوان، نو ټولنیزې رويې او سلوک کې دې تغیر راوله، په لوړ اواز خبرې مه کوه، له شوخۍ لاس واخله، له ځانه کوچنیو سره مجلسونه کم کړه، موسیقي کمه او مطالعه ډېره کړه، د لباس رنگونو ته ډېر پام کوه، حتا د بوټانو شوخ رنگ دې په تور او سر بدل کړه او په مسولیت قدم پورته کوه!
دوییم، اوس که غواړې چې ۴ کاله وروسته په کورنۍ او ټولنه کې د ښه نوم څښتن شې، نو له اوسه دې په «اقتصادي خپلواکۍ» فکر وکړه، فکر وکړه، چې کورنۍ دې اوس کرار کرار ستا غاړې ته درلوېږي او څو کاله وروسته ته یو پوخ لالا، یو حسابورکوونکی زوی، بامسوولیته ورور، او یو اخلاقي نامزاد/واده شوی يې؛ دا ټول هغه څه دي، چې ته باید له اوسه کاغذ او قلم راواخلې او مسیر دې روښانه کړې.
درېیم، ژوند ته دې مهالوېش جوړ کړه، هغوی چې پرته له «تقسیماوقات» ژوند تېروي، نو نه یوازې چې چارې به یې گډې-وډې وي، بلکې ټول عمر به يې برخلیک ورته بل څوک ټاکي، ته د خپل ژوند کولو ذمهوار پهخپله یې، هغه ژوند چې د کورنۍ سره په مشوره يې ځانته ټاکې، هغه ژوند دې که تحصيلي ژوند وي، او که کوم بل سفر؛ ژوند پرته له مهالوېشه مهتېروه!
څلورم، له «لویو خوبونو» تېر شه، پر رښتيني پلانونو او شته سرچینو باندې غور وکړه؛ نه خو په نړۍ کې هر څوک بلگېټس شو او نه خو تر عمره څوک غریب پاتې شو، په مادې امکاناتو ډېر تمرکز مهکوه، فکر وکړه، چې ستاسې د ښار په یو څلورلاري کې سلزره ۱۲پاس ځوانان راټول دي، تاته یو څوک وايې چې لهدې ټولو څخه تا کې څه بهتري ده؟ ستا ځواب به ورته څه وي؟ باید فکر وکړو، چې په علم او پوهې له نورو متفاوت اوسو، هو ما کې دا بهتري ده، چې په کمپيوټر پوهېږم، پښتو یا دري لیک مې بېخي سم دی، د انگليسي یو ښه ویونکی یم، پنځهوخته په جمعه مونځ کوم، له پلار/ورور سره په کاروبار کې مرسته کوم، زه د کورنۍ سرپرست یم، زه یو منونکی زوی او ورور یم، او نور…
څلورم، «بېپروايي» دې ختمه کړه؛ کوښښ وکړه، چې د هرې موضوع عمق ته فکر وکړې، کوم کار چې درته ویل کېږي، یا د کوم کار کولو لهپاره خپله نیت کوې، نو پر خپل وخت يې انجامونه. هغه چا چې درته کار سپاره، نو د کولو/نهکولو وروسته يې بېرته خبروه، هڅه وکړه، چې هره ورځ داسې یو کار وکړې، چې په ماښام پرې افتخار وکړې.
پنځم، له همدا اوسه فکر وکړه، چې ۴ کاله وروسته درته یو څوک وايې، څومره «عمومي مطالعه» لرې او کومه برخه کې دې مطالعه کړېده؟ ستا ځواب به ورته څه وی؟ هڅه وکړئ، چې پوهنتوني کتابونو تر څنگ عمومي مطالعه وکړې، که انجینیري وايې، خو تر څنگ يې د انجینیرۍ یو څو سافټویره زدهکړه، که اقتصاد وايې، نو کم تر کمه د افغانستان له وارداتو او صادارتو باید خبر اوسې، که ادبیات وايې، نو له خوشال خان او رحمان بابا لږ وځه او ټاگور او شکسپیر زدهکړه، همداسې پهنورو برخو کې!
شپږم، «تعلیم او تحصیل» هېڅکله بېثمره نهوي، ښايي دا فکر درته پيدا شي، چې تعلیم د پيسو او کار لهپاره دی، کله چې پیسی هم لرم او کاروبار هم لرم، نو ولې تعلیم وکړم؟! پهدې وخت کې لهځانه پوښتنه وکړه، چې له شته کار او پیسو سره که دې لوړ تعلیم هم لرلای نو بیا؟ مادیات ځي، هېڅچاته هم نهپاتې کېږي، خو د تعلیم نوم به درپورې عمري وي؛ یو شتمن که ډېر پورته مقام پیدا کړي، خو له «حاجي صیب» نهلوړېږي، خو ته نن ۱۲ پاس يې، سبا ۱۴ پاس، بله ورځ انجینیر، بله ورځ ماسټر او بله ورځ دوکتور؛ هغه چې بیا هم وایم، د نړۍ ډېر خلک يې ارمانجن دي!
بریالي اوسئ…
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.