بصیر بیدار ستوری د دعوت مېډیا سره په مرکه کې

مرکه کوونکې: پتانه ژوند

1,862

د بصیر بیدار ستوري سره د هغه په ژوند او فن خبري اترې

د دعوت میډیا ۲۴ د درنو لوستونکو او د ښاغلی بصیر بیدار ستوري د شعر او قلم مینه والو له پاره د دعوت میډیا ۲۴ له پاره پتانه ژوند د هغوئ سره په زړه پورې مرکه کړې

چې دا دې دلته خپریږي په دې هیله چې خوښه مو شي. د دعوت رسنیز مرکز اداره له دواړو ښاغلی بصیر بیدار ستوري او اغلې پتانه ژوند مننه کوي.   

د دعوت میډیا ۲۴ اداره

پتانه ژوند: ستوری صیب که لمړی د ځان په اړه د دعوت لوستونکو ته وویاست. د وطن د کوم ځای سره تعلق لرئ .تعلیمات مو کوم بخش کې ترسره کړئ.او چیرته مو پای ته رسولي؟
بصیر بېدار ستوری: -مننه زما نوم بصیر بېدار ستوری د اروښاد ډاکتر کبیر ستوري زوی یم او د افغانستان د کونړ ولایت دخاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې زیږیدلی یم ، لومړنۍ زده کړي مې پخپله ولسوالۍ (خاص کونړ) ، منځنۍ زده کړي مې د ننګرهار په عالي لېسه او لوړی زده کړي مې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي کې  ترسره کړي دي  او اوس محال په پېښور کې د کډوالۍ ژوند تېروم له تیرو شلو کلونو را په دېخوا د پېښور راډیو او 2014 کال نه د پښتونخواه راډیو سره  د افغانستان لپاره د خپرونو په برخه کې دنده ترسره  کوم.


پتانه ژوند: محترم ستوری صیب! شاعري ته مو کله اوڅنګه مخه کړه؟

بصیر بېدار ستوری:  – شاعري مې له لسم ټولګي څخه شروع کړي وه خو یونیم شعر به مې لیکه او له ځان سره به مې ساته بیا د پوهنتون په دوره کې مې لیکل څه ناڅه زیات کړل د پوهنتون څخه له فارغیدو وروسته د هېواد د جنګونو په وجه مهاجرت ته مجبور شو چې ترددغه دمه ما خپل زیات شعرونه په یوه کتابچه کې راټول کړي ول چې د کډه کولو په وخت راڅخه ورک شول.  بیا په پیښور کې به مې هم کله ناکله یو نیم شعر لیکه او  اخبار ته به مې ورکوه ،دغه سلسله روانه وه او کله کله به مې په ادبي بنډارونو کې برخه اخېسته.

  پتانه ژوند: لمړی شعر مو کله ولیکه او تر اوسه مو څومره شعرونه لیکلي؟
بصیر بېدار ستوری: لومړی شعر مې په لسم ټولګي کې لیکلی وو خو هغه شاعري چې ما د ښوونځي او پوهنتون په دوره کې کړي وه ټوله راڅخه ورکه او ناهیلی شوم بیامې ډېر وخت وروسته بیا شاعري پیل کړه چې تراوسه مې دوه شعري ټولګې چاپ او دوه نورې چاپ ته تیاري دي.

پتانه ژوند: ستوری صیب. ستاسو له شاعري سره سره نور څه هم لیکلې لکه نثر ‘لنډي کیسې’ناولونه؟
بصیر بېدار ستوری: له شاعرۍ سره مې په نثر کې هم ځینې مضامین لیکلي چې په خپل وخت په پښتو ورځپاڼه کې چاپ شوي د ډېری شاعرانو په کتابونو مې سریزي هم لیکلي دی یو څو یاد ګیرني او لنډې کېسي مې هم لیکلی خو کتابي بڼه نه لري.

پتانه ژوند: محترم ستوری صیب.که دا راته وویاست تروسه مو کوم کتابونه چاپ شوي نومونه یې څه دي؟
بصیر بېدار ستوری: زما دوه شعري ټولګي چاپ شوي دي لومړی شعري ټولګه مې (د وینو کرښې) نومیږي چې 2016 کال کې چاپ شوي او دوهمه شعري ټولګه مې (سندرې په سلګو کې) نومیږي چې په 2020 کال کې چاپ شوي چې همدې کتاب ته د اسلام اباد د (نوي ژوند ادبي او فلاحي تنظیم) له خوا د غوره کتاب او غوره شاعرۍ اېوارډ هم ورکړل شوی دی.

پتانه ژوند: محترم ستوری صیب .شعر یعني څه؟
بصیر بېدار ستوری: شعر د احساساتو او عواطفو ترجمان ، شعر د وخت او حالاتو انځورګري ، شعر نړۍ ته یو پیغام.

پتانه ژوند : محترم ستوری صیب.که دا راته وویاست شعر یعني هرکس کولای  شي ولیکې ؟ او ځیني خلک باور لرئ شعر له میني پیدا کیږي ایا دا حقیقت لرئ؟
بصیر بېدار ستوری: هرکس شعر نه شي لیکلی ځکه شعر یو د الله ج ورکړه ده ، شعر یو الهامي کیفیت دی چې په خاص وخت په یو شخص راځي او لفظونه په یو قالب کې اچوي چې وزن، قافیه او ردیف ولري 
مینه هم د شاعرۍ تر ټولو عمده اصل دی رحمان بابا وایې:
دا جهان دی خدای له عشقه پیدا کړی
د جملوو مخلوقاتو پلار دی دا

پتانه ژوند: د ارواښاد ډاکتر صیب کبیر ستوري صیب له خدمتونو او دروند شخصیت سره زموږ د وطن ډیر خلک بلد دي. تاسو داکترصیب د کورنۍ او مشر زوی یاست. ایا ستاسو په کورنۍ کې بغیر د داکترصیب او ستاسو نه کوم بل څوک هم شعر لیکي؟
بصیر بېدار ستوری: هو زما کشر ورور نسیم خان ستوری هم شاعري کوي او څو شعري ټولګي یې هم چاپ دي.


پتانه ژوند: محترم ستوری صیب. د مۍ په شپاړسمه نېټه’ تاسو  د ارواښاد کبیرستوري صیب یاد غونډه لرله. تاسو داسي یادغونډې  هرکله د نورو داسي لوړو شخصیتون په یادونو هم کوی ؟ او داسي یاد غونډي هر کله کیږي که کومې خاصي ورځې لري؟
بصیر بېدار ستوری: هو د مۍ په ۱۶مه نېټه زما د ارواښاد پلار ډاکتر کبیر ستوري نمانځغونډه د افغان کلتوري ټولني له خو په بریالۍ توګه ترسره شوه چې د لر او بر ډېرو نوموړو لیکوالانو او شاعرانو پکې ګډون کړی وو مونږ هرکال داسې نمانځغونډي جوړوو او د نورو لیکوالانو په یاد هم غونډي، سیمنارونه او مشاعري د افغان کلتوري ټولني له خوا وخت په وخت ترسره کیږي چې د دغه ټولنې زه هم غړی یم.

پتانه ژوند : محترم ستوری صیب .لکه څنګه چې موږ پوهیږو تاسو د رسنیو له لاري هم خدمت کوی .رسنیو ته مو څنګه مخه کړه ؟ او د شاعرۍ سره سره په نورو کومو ادبي فعالیتونو بوخت یاست؟

بصیر بېدار ستوری: زه تقریبا شل کلونه کیږي چې د رسنیو سره کار کوم په 2001 کال کې مې د پیښور له تاریخي او مشهوري راډیو سره چې د افغانستان لپاره یې خپرونه شروع کړي وه په کار پیل وکړ او بیا مې دیوې بلي FM راډیو پښتونخواه  سره په 2014 م کال د کوارډینټر په توګه کار پیل کړ چې تراوسه ادامه لري همدارنګه مې په ټولنیزو رسنیو او د ستاسو غږ  ویب تلویزون لندن سره همکاري درلوده او یوه خپرونه چې د (افغان ادبي ستوري ) تر سرلیک لاندې وه د خپلې همکارې محترمي تورپیکۍ قادري سره یوځای پرمخ وړله او په دې نژدیو کې مو خپل ویب چینل د *ستوري راډیو تلویزون * په نوم جوړ کړ چې د خپرونو اغاز مو کړي او مختلفي رادیویې او تلویزوني خپرونې پکې په ژوندۍ بڼه د خپلې همکاري اغلي قادري په مرسته خپروو او پرمخ وړو.

پتانه ژوند: محترم ستوری صیب.که ستاسو په ژوند اړوند شخصي پوښتنو ته راشو. څو باولادونه لرئ؟ واده مو په خپله خوښه کړئ که د مور او پلار یا د کورنۍ  په خوښه؟
بصیر بېدار ستوری: واده مې پخپله او د کورنۍ په خوښه کړی دی څلور زامن او درې لوڼې لرم یو زوی مې د اتیزم له ناروغۍ دایمي بیمار دی.

پتانه ژوند: ستوری صیب. خاطرې هم د ژوند  یوه برخه ده .خاطرې د ادب برخه کیدی شي، چې ژوند  کې تل  تاسو ته  یاد وي داسي  یوه خاطره راته ووایاست!
بصیر بېدار ستوری: بلکل خاطري هم د ادب په برخو کې شمیرل کیږي او ځیني لیکوالو خو خپلې خاطرې هم چاپ کړي دي زمونږ د ژوند خاطري ټولې ترخې دي ځکه هیواد مو په جنګونو او ناامنیو کې څوځله وران شو میلیونونه هیوادوال مو له وطن نه په تېښته مجبور او ووژل شول  او په دغه ترخو خاطرو کې زه څو ځل د مرګ تر خولي رسیدلی هم یم چې یادول یې لازم نه بولم.

پتانه ژوند: محترم ستوری صیب نړۍ مننه. اخیر کې د دعوت لوستونکو او ځوانو شاعرانو. ته څه ویل او مشوره لرئ؟ مهرباني.
بصیر بېدار ستوری: په پای له دعوت رسنیز مرکز او د دوئ له مشرتابه محمد طارق بزګر صیب او ستاسو نړۍ مننه کوم چې ماته مو د مرکې وخت راکړ او د ځوان نسل شاعرانو ته دا پیغام لرم چې د خپلو مشرانو شاعرانو نه لارښوونه واخلي او کتابونه مطالعه کړي چې شاعري یې لا پخه شي زمونږ د ځوان نسل د شاعرانو استعدادونه د تعریف وړ دي او راتلونکي ته ښه زیری لري. مننه

پتانه ژوند: محترم ستوری صیب . موږ او د دعوت لوستونکي که په خپلو لوړه شاعري ونازوۍ او خپل یړ شعر راته ووایاست، ډیر به خوښ شو!
بصیر بېدار ستوری: مننه زه به خپل یو کلام چې ما اوس لیکلی خو لږ اوږد دی او زما خوښ دی درسره شریک کړم

                یو تصویر

یو  تصویر  ته  د  زړه  درد  بـــــــیانومه
یو  تصویر  ته  ژاړم  ډېر  یې  ښــکلومه

یو  تصویر  مې  دی  د  زړه  پورې  نیولې
یو  تصویر  باندې  مې  اوښکي  تویومه

یو  تصویو  ته  نرۍ  ســــترګي  تورومه
یو  تصویر  ته  رنګ  د  شونډو  ورکومه

یو  تصویر کې ډېر  یادونه  مې  ساتلي
یو  تصویر  شلوم  یادونه  هــــیرومـــه

یو  تصویر مې دې په شګو کې جوړ کړی
یو  تصویر مې په خپل خیال انځورومه

یو تصویر ته ناست یم ټوله ورځ قیصي کړم
یو  تصویر  ته  ټوله  شــــــپه  شوګیرومه

یو  تصویر ته  مې نیمګړی داستان تیر کړ
یو  تصویر  ته  دا  قیــــــــصه   تکمیلومه

یو  تصویر مې خپلو اوښکو باتدې لوند کړ
یو  تصویر نه  خپلې اوښـــــــــکي پاکومه

يو  تصویر  ته  مې  د  ژوند  رازونه  وویل
یو  تصویر  نه  خپل  رازونه  پـــــــــټومه

یو تصویر راته په سترګو کې موسکی شو
یو تصویر  ته  په  کتو  کتو  کې  مـــــرمه

یو  تصویر  ته  جامي  اغوندم  د  ګلـــــو
یو  تصو یر  مې  په  سرو  وینو  رنګومه

یو تصویر  نه  د نفرت ګردونه  پاک  کړم
یو  تصویر  کې  خپــــــله  مینه   لټومه

یو  تصویر  باندې  مې  کرښې  راښکدلي
یو  تصویر   باندې   نامه   خپله  لیکــمه

یو تصویر مې د خپل مخ اوبو کې ولید
یو  تصــــویر  د  اوبو  مخ  نه  ورانومه

یو تصویر ته مې په زړه کې غوصه راشي
یو تصویر ځان ته ورو ورو غوصه کومه

یو  تصــویر  کې د رنګونو  پسې  ګرځم
یو  تصـــویر  نه  ټول  رنګونه  ختمومه

یو تصـویر ته په  کتو کتو  کې ورک شم
یو  تصـــویر  له مخ  نه  ژر  لرې  کومه

یو  تصــویر  کې  د  وطن  ابادي  وینم
یو تصویر کې وطن ټول په اور سیزمه

یو تصویر کې جینکۍ درومي مکتب ته
یو  تصــویر  کې د  مکتب  لارې  تړمه

یو  تصویر  کې  امن  سوله  راښکاره شي
یو تصویر کې له نېستۍ وطن  پریږدمه

یو  تصویر وایې زه ویاړ د افغانیت یم
یو  تصــــویر   وایې ویاړونه  ختمومه

یو تصویر له  لوږې نس  لاس کې  نیولی
یو تصویر له ډېر خوراک وایې چې چومه

یو  تصــــویر ته خلک وګوري موسکي شي
یو  تصـــــویر  ګورم   ژړا   راټینګومـــــه

یو  تصویر  د  زړه  له  کوره  نه  وباسم
یو  تصویر  د  زړه  په  کور  کې  لګومه

یو تصویر ته محبت سترګو کې ورکړم
یو تصویر  نه  د  نفرت  ګرد  پاکومـــه

یو تصویر کې ټولې هېلي مې شي ختمي
یو تصویر  ته  هسې  زړه  خوشالومه

یو  تصویر  کې زما ژوند  چا انځور کړی
یو تصویـر کې  د  چا  ژوند  انځورومه

یو تصـــویر لکه  آئینه حال راته  وایې
یو  تصویر  په  تور  نقاب  ورپټومـــه

یو تصویر کې انسانیت او اخلاق نشته
یو تصویر  د سړیتوب  دی خیال ساتمه

یو تصویر کې د حیا نشته پښتو نشته
یو تصویر ته د پښتو پګړۍ تړمـــــــه

یو تصویر کې د ژوند ټول خواږه پراته دي
یو تصویر د زهرو ګوټ دی زه یې سکمه.

یوتصویر کې یم بیدار د حق لپاره
یو تصویر کې حق پخپله ژبه خورمه.
بصیر بیدار ستوری.

May be an image of 1 person

No photo description available.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.