محمد مقتصد ستړی د دعوت سره په مرکه کې 

مرکه کونکې: پتانه ژوند

1,904

شاعر، لیکوال، مبارز، او مدني فعال، محمد مقتصد ستړی د دعوت سره په مرکه کې 

زړور لیکوال
لګیا یمه او ژوند کړم د خپل ځوان جنون لپاره

د فکر په  تیارو  کې  زوړ  فرهنګ  ویلي  کوم

تاند  شاعر، لیکوال، مبارز، او مدني فعال،  محمد مقتصد ”ستړی”
وطن پرسته او تل مثبت فکره انسان، له دعوت مېډیا 24 سره په مرکه کې

تاسو به وپوهیږئ  چې زموږ ټولنه څومره زحمت کشه ځوانان لري، تاسو به په دې هم پوهه شئ چې څرنګه زړور لیکوال.

د دعوت 24سره ووسئ او ویې لولئ.

مرکه کونکې: پتانه ژوند

پتانه ژوند : سلامونه، ځوان شاعر او لیکوال د شال بنسټ مدیر مسول او مدني فعال ښاغلی مقتصد ستړی صیب.
هیله مند یو چې ښه صحت ولرئ.
مقتصد صیب مهرباني که تر هر څه مخته خپله پیژندنه وړاندي  کړئ ، د وطن د کوم ځای یاست, زدکړي مو څومره  او چیرته کړي  او چیرته اوسیږئ، تر څو لوستونکي تر هرڅه وړاندي ستاسو پیژندنه تر لاسه کړي، نورو پوښتنو ته لاره  هواره  شي او د لوستونکو د لومړۍ پوښتني ځواب هم  حل شي ؟
مهربانی.

مقتصد ستړی: وعلیکم سلامونه اغلې ژوند تاسو او د دعوت میډیا ټولو درنو همکارانو ته نیکې هیلې او احترامات وړاندې کوم، بریا مو په برخه اوسه.
لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ نوم مې مقتصد ستړی، د پکتیکا ولایت یوسف خېل اوسېدونکی یم.
زده کړې مې د بکلوریا ترکچې د یوسف خېل په مرکزي لېسه کې ترسره کړې دي، د ۱۳۹۸ په عمومي کانکور کې د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون ته د فلسفې او ټولنپوهنې څانګې ته بریالی وم خو متاسفانه د یو شمېر ستونزو له امله مې ونشو کولای.

پتانه ژوند: ستړی صیب، شعر د احساساتو او عواطفو ترجماني، شعر د وخت او حالاتو انځورګري، شعر نړۍ ته یو پیغام.
څرنګه مو وغوښتل شعر ته یا د احساساتو ترجماني ته مخه کړئ، او تر څو خلکو ته په نرمه ژبه پیغام ورسوی او خپل احساس بیان کړئ.
د کوم چا تشویق، مرستي او هڅوني تر دې ځایه را ورسولۍ، او د شعر برخه کې مو استاد څوک شته یا وو؟
مقتصد ستړی: شاعري زما یو غیر ارادي کار و، یعني ما کله هم د شعر لیکلو لپاره هیله نه درلوده، له ځینو خوږو خلکو سره تر ملګرتیا او اشنایي وروسته چې زه یې مطالعې ته راوبللم، محترم ډاکتر صاحب لیاقت تابان او عصمت الله زهیر وو، وروسته له هغه مې په غیر ارادي توګه لیکل پیل کړم او د دې تر څنګ له شعر او شاعري سره هم بلد شوم، خو اوس مې له لیکلو سره یو ډول مینه پیدا شوې ده، که هغه شعر وي یا نثر د خپلو احساساتو د بیان لپاره یې هر وخت او هرکله ریاضت کوم.

پتانه ژوند: ستړی صیب، ماشاء الله تاسو ډېره یوه بهترینه او د خپل عمر نه اوچته شاعري لرۍ تر کومه حده چې ما لوستې، او راته معلومه ده.
د شعر  سټایل هغه چې هر رنګ لیکنه یو خپل سټایل او طرز  لري ستاسو د شعر سټایل زیاتره  غزل ده او په زیاته کچه غزل لیکې لامیل یې څه ده؟
مقتصد ستړی: زه ځینې وخت نظمونه او ازاد شعرونه هم لیکم خو کوم رنګ او ژبه چې زه یې په غزل کې کارولی شم همدا سبب د دې دی چې د غزل لیکل مي یو عادت ګرځېدلی او دا بیا بیا تکرارېږي.

پتانه ژوند: ستړی صیب تاسو د شعر تر څنګ یو تکړه لیکوال هم یاست نثر هم لیکئ، ناولونه هم لیکئ, که راته ووایاست , دم ګړۍ  په بشپړه توګه تر اوسه پوري مو څومره لیکني کړې دي؟
او په چاپي بڼه هم کوم اثار لرئ یا په پام کې لرئ، چې چاپ کړئ او فکر کوم تاسو د مثلث په نامه هم کوم ناول کتاب لرۍ د مثلث نه مو مطلب څه ده؟
مقتصد ستړی: ـ زه تر ډېره هڅه کوم خپلو احساساتو ته ژبه ورکړم او تل مې دا هڅه وي چې یو څه ښه ولیکم او لکه زما غوندې د لوستونکي تنده هم ماته کړي.
په نثر کې زما لومړنۍ هڅه د ګنهګار لیکل و، چې زما د مهاجرت کیسه په کې راټوله وه، تر هغه وروسته زما د لومړنۍ شاعري ټولګه (ګنهګاري چیغې) چاپ شوه، پاتې نور یې دوه ناولونه، لنډې کیسې او شاعري ناچاپ پاتې ده، په دې وروستیو کې یانې تر ۱۵ م اګست وړاندې مې د مثلث دچاپ کېدو تصمیم و، خو دا هرڅه ډېر ژر تغیر شول او و نه توانیدم چې دغه ناول مې چاپ کړم، که په لنډه توګه ووایم مثلث یو خوندور داستان دی او د مثلث نوم اخذ د پروفېسر رازمحمد راز د یو بیت څخه اخیستل شوی دی.

پتانه ژوند:  ښاغلی مقتصد صیب، تاسو چې کوم دی د  ”ګهنګاري چيغي“ شعري  ټولګه  او ستاسو د ګنهګار په نوم  ناول، له ګنهګار ,او ګنهګاري چیغي نه مو مطلب څه ده، او ګنهګار ناول کیسه په څه را څرخي موضوع یې څه ده؟ دغه کتابونو ته څرنګه دا نوم تاسو  انتخاب کړی د ګنهګار د نوم په اوریدو انسان ته پوښتنه راولاړیږي پام ورته اوړي,  او بیا په هغه صورت کې چې کوم چا لوستی نه وي؟
مقتصد ستړی: لکه څرنګه چې مخکې مي وویل ګنهګار او ګنهګارې چیغې زما د لیکوالۍ او شاعري د لومړیو وختونو اثار دي، نو بناً زما د ګنهګارو شېبو عکاسي کوي.
البته ګنهګار تر چاپ وروسته ډېر زیات لوستونکي وموندل چې ما یې هیڅ تمه نلرله او دا هغه څه و چې زه یې لا نور لیکلو ته وهڅولم.

پتانه ژوند: ستړی صیب ویل کیږي چې تاسو په یو داستان کار کوی چې ستاسو په ژوند اړوند ده.
داسي لیکني په نړیواله سطحه عامې دي مګر په افغانستان کې رواج نه لري خلکو ته یې لیکل ستونزمن ښکاري، او له حقایقو او په ځان مربوطه کیسه خبري نه کوي, لامل یې څه ده؟
که زه ووایم چې د داسي داستانو  لیکونکي یو زړور ، لیکوالان دي دا خو ښکاره خبره شوه چې تاسو هم یو زړور لیکوال شوی او یاست که داسي لیکني وشي کټه او تاثیر بې د ادب برخه کې یا په ټولنه کې څومره وي؟
مقتصد ستړی: هو ستاسو خبره سمه ده، البته دا به د ګنهګار کیسې تکمیل هم وي، د ځان په اړه خبرې کول ډېر سخت وي بیا هغه څه چې ستاسو د ژوند رازونه رابرسېره کوي، مګر زما له ګنهګار څخه هم همدا مطلب و چې یو افغان انسان له کوم ډول ستونزو سره مخامخ دی، څه ډول باید ورسره مبارزه وشي او هغه څه چې موږ یې له ژونده زده کوو نورو ته څه ګټه لرلی شي، ژوند لیکونه د نورو انسانانو په ژوند یو ډېر ښه اغېز لرلی شي په تېره بیا دا د ځوانانو لپاره خورا مثبت تمامېږي.

پتانه ژوند: ستړی صیب! فکر کوم تاسو د لایق صیب د شاعري،ډیر مینوال یاست او په زیاته کچه یې لولۍ، که سړی ستاسو شاعري ډېر په دقت ولولئ او تعقب  کړی د لایق صیب پڅیر  جدیت او ریښتیا به پکې حیث کړي ستاسو په شعر کې  لامیل یې څه ده؟
مقتصد ستړی: د شلمې او یوویشتمې پېړې په دوران کې له موږ سره د ګوتو په شمېر دوه درې داسې شاعران دي‌ چې هغه پوره سیمه او نسل له ځان سره راپورته کوي، له نېکه مرغه ستر لایق یو له هغو څخه دی، چې د لر او بر ځوان نسل په نوی فکري مکتب او نظریاتي حواله د سیاسي شعور او ملتپانې څخه برخمن ګرځوي، پکار ده چې افغان ځوان د خپل هیواد د ملي حاکمیت او مبارزې په لاره کې د لایق په څېر شخصیتونو له فکر او لارې څخه زده کړه وکړي.

پتانه ژوند: ستړی صیب! ولي یو د ژونده خوند اخیستونکی هغه چې نور خلک ژوند ته رابولي او د ژوند ستونزمني خاطرې ګڼي، حرفونه  په تار  د ملغلرو پڅیر پیې, او بیا هم ځان ته ستړی ووایې او  تخلص ستړی  ږدي؟
مقتصد ستړی : ژوند ډېر اړخونه لري خو دوه هغه یې څرګند دي چې یو ته یې خوښۍ او بل ته یې غم ویل کېږي او دا طبیعي ده چې یو انسان به په ژوند کې له همدې دواړو اړخونو سره مخامخ کېږي، غم او خوښۍ یو له بله سره نه شلېدونکې اړیکې لري، خو افغان انسان چې په ژوند کې له کومو بدمرغیو سره مخامخ دی دا د دوی له طبیعي حالت سره تړاو نلري، یانې د افغانستان د خلکو ستونزمن حالت د تاریخ یو جبر دی او د دې جبر پر وړاندې په عمل کې راپورته کېدل پکار دي، دغه زولنې تر هغو زموږ له غاړې څخه نه ایسته کېږي تر څو چې موږ د ژوند په حقیقت باندې خبر نه ووسو، په علم او پوهه پانګونه او په ځوان نسل کې د سیاسي شعور روزنه به وکولای شي چې له دغو غمېزو څخه خلاصون ومومي او د ژوند له حقیقت څخه خوند واخلي، البته زما ستړی حالت زما ظاهري بڼه نه، بلکې باطن بیانوي.

پتانه ژوند: ستړی صیب! تاسو  ځیني ستاینلیکونه په بیلا بیلو برخو کې اخیستي.
د ۱۳۹۹ کال د ویفا سازمان لخوا د غوره ځوان رهبر جایزه،  د ولسمشر لخوا دویمه درجه تقدیر نامه، د ولسې جرګې لخوا تقدیر نامه، د ځوانانو پارلمان لومړۍ درجه تقدیر نامه او دې ته ورته نورې ډیرې جایزې او تقدیرنامې مو اخیستې. مګر تاسو نه چې د دې جایزو هکله پوښتنه وشي، تاسو ولي د دې جایزو هکله هیڅ ویل او یادونه او ځواب نه ور کوی. خیر دومره ووایاست چې، دا جایزې چې تاسو اخیستې دا کومو کسانو ته د کومو خدمتو په پار ورکول کیږې؟

مقتصد ستړی: اغلې ژوند! زه د یو ځوان په توګه چې د ځان سربېره د کورنۍ او هیواد لپاره مسوول دی باید فعاله ووسي او هرهغه څه چې دی یې ترسره کوي باید پرته له دې چې د چا څخه د ستاینې هیله ولري خپل مسوولیت وګڼي، په وروستیو کالونو کې کله چې زه له مهاجرت وروسته هیواد ته راستون شوم، ټول هغه څه چې زما د ستاینې او تشویق لپاره زما ملګرو، سازمانونو او ادارو ترسره کړي دي زه یې منندوی یم خو دا ټول هغه څه دي چې زه یې د ځان لپاره مناسب نه بولم ځکه ما د دې هیواد او خلکو لپاره هیڅ هم نه دي ترسره کړې، خو دا چې زموږ هیواد په ډېرو برخو کې وروسته پاتې دی، داسې لږ فعال اوسېدل هم د شهرت او ټولنیز حثیت سبب ګرځي؛ ښه دا ده چې یو ځوان ټولې چارې د ځان، کورنۍ او هیواد لپاره پرته له کومې تمې ترسره کړي او دا هرڅه یو مسوولیت وګڼي.

پتانه ژوند: ستړی صیب! تاسو د شال بنسټ په نامه  د پوهني په برخه کې یو ښوونیز بنسټ درلود که راته ووایاست دا څرنګه یو بنسټ وو،کوم فعالیتونه یې کول او څرنګه رامنځ ته شو که لوستونکو ته د دې بنسټ په اړه یو څه معلومات راکړئ ډیر به ښه شي ؟ او  هم تاسو د شال په نامه یوه ورځ پاڼه یا مهالنۍ هم مخته وړۍ او مدیر مسول یاست که د دې مهالنۍ په اړه راته ووایاست دا مهالنۍ کله او چیرته فعالیت کوي او اوس هم فعاله یا شته. په خواشینۍ سره چې په دې ورستیو کې کوم وظیعت چې په وطن راغلی ډیری داسي رسنۍ تړل شوې یا له کاره ولیدلې دي؟
مقتصد ستړی: شال بنسټ په پکتیکا کې د ځوانانو د فکري او شعوري بېداري ترڅنګ د هغوی د همغږۍ او ګډې همکارې په موخه د یوې اړتیا په اساس رامنځ ته شو، زموږ فعالیت د شال تر چتر لاندې تر ډېره د ځوانانو په برخه کې د همکارۍ او فعال ګډون رامنځ ته کول وو، له دې سره سره شال د ځوان ملي مترقي او جمهوري فکر د پیاوړتیا او سیمې لپاره یو پراختیایي لیدلوری درلود چې په بېلا بېلو برخو کې یې په ډېر لږ وخت کې ګړندی مزل وکړ، کټواز مهالنۍ د دې بنسټ یوه سیاسي، ټولنیزه، ښوونیزه او کلتوري مهالنۍ چاپي خپرونه وه چې د شال فکري ملګرو په ګډه همکارۍ خپرېده، له بده مرغه تر ۱۵ م اګست وروسته کله چې زه د حاکم رژیم لخوا د شال بنسټ د فعالیتونو له امله بندي کړای شوم، ددې بنسټ فعالیتونه یې هم ودرول.

پتانه ژوند: مقتصد ستړی صیب! تاسو یو معدنی فعال هم وی، د خپل خدمت په وخت کې خلکو ته مو  په کومه برخه کې  کار کول او کومه چې تاسو ته معلومه شوه د خلکو زیات ضرورت د څه لیدل کیده او اړین وو چې باید ورته کار وشي؟
مقتصد ستړی: مننه اغلې ژوند، باید ووایم چې د ښوونې او روزنې سربېره په ځوان نسل کې د فکري او شعوري بیداري لپاره اړینه وه چې د ځوانانو رول په ټولنه کې راڅرګند کړل شي او دوی وکولای شي  په هيواد کې  د مثبتو او رغنده بدلونونو د رامنځته کولو په موخه د افغانستان د خلکو او دولت سره فعال ګډون ترسره کړي، په ټوله کې د ځوانانو ترمنځ پراخه همغږي او فعاله ګډون زما د کار او فعالیت له لومړیتوبونو څخه وو.

پتانه ژوند: ستړی صیب!  خواشینوونکې ده چې په دې وروستیو د نظام د بدلیدو سره زموږ تکړه زړور او وطن پاله ځوانان کوم چې د اینده رهبران دي, د وطنه وشړل شول او یا ووژل شول او یا یې په خپله وطن پریښود ځیني زنداني شول. دا یوه غټه ضایعه ده او راتلونکي ته یو ښکاره ګواښ ده، ځکه چې ټولنه په سمبال فکره ځوانانو ولاړه ده او د وطن اراتلونکې مثبت او منفي اړخ په دوی پوري مربوط او تړل شوې.
فکر کوم تاسو هم له همداسي وظیعت سره مخ شوي یاست، داسي یوه حادثه د نظام د بدلون سره ستاسو سره هم شوې ده که په دې اړه کیسه راته وکړئ څرنګه مو وطن پریښود او خپل پعالیتونه مو ودرول؟
مقتصد ستړی: اغلې ژوند! لکه څرنګه چې ما یې مخکې یادونه وکړه، د ۱۵ م اګست سره سم زه د حاکم رژیم لخوا بندي کړای شوم او دوی زما فعالیتونو ته د بې دینۍ په سترګه کتل، تر اوو ورځو پورې زه په زندان کې وساتل شوم، نه یوازي دا بلکې د هیواد د سیاسي وضعیت له تغیر سره سم د خلکو اقتصادي ستونزې، د بشري حقونو نقض، د حاکم رژیم سره فکري مخالت او د ټولو هغو حقونو څخه بې برخې کېدل چې یو انسان یې باید په فردي او ټولنیز ژوند کې ولري، د دې لامل شول چې افغان ځوانان هیواد پرېښودو ته اړ کړي، یو نظام او دولت مکلف دی چې د هیواد ټولو اتباعو ته د ژوند کولو شرایط برابر کړي، خو له بده مرغه اوسنی حاکم رژیم چې د دې هرڅه توان نلري خلک یې له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کړي دي.

پتانه ژوند: ستړی صیب, د مخکنۍ پوښتني مربوط ایا که د وطن  دا وظیعت داسي دوام وکړئ، کوم چې اوس روان ده، د یو ځوان په صفت کوم چې تاسو د سیاست د برخي هم یاست.
ستا سو په نظر، څه به پیښ شي او څه پیښېدلی شي. او څه پکار دي ځوانانو ته څه کولای شي چې وظیعت بیرته کنټرول  او مثبت اړخ ته را واړوي او تر څو ځوانان او خلک بیرته په پښو ودریږي, او دا وظیعت به تر کله داسي دوام لري او د ځوانانو فعالیتونه به په ټپه ولاړ وي؟
مقتصد ستړی: زما په اند اوسنی وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او دا واضح خبره ده چې د خلکو د ارادې او غوښتنې پرته هیڅ یو نظام دوام نه شي کولای، زه باور لرم چې هیواد به یو ځل بیا بیرته په خپلو پښو درېږي، بناً ځوانان باید د امکان تر حده هڅه وکړي چې د خپل ښه راتلونکي لپاره غوره استازیتوب وکړي.

پتانه ژوند: ستړی صیب! د ژوند په نورو برخو  مو راته  ووایاست ماشومتوب مو څرنګه وو , نن د  دې ټولو مصروفیتونو او خدمتونو تر څنګ نور په څه مصروفیتونو او فعالیتونو بوخت یاست او په پښتونخوا کې ژوند څنګه  تیریږي؟
مقتصد ستړی: هرڅه ډېر ستړي او له قوي مبارزې څخه برخمن؛ مګر د حالتو جبر انسان ډېر زیات مجبور ساتي، ځیني وخت دا هرڅه ډېر تیاره ښکاري مګر د رڼا څرک یوه نه یوه ورځ حتماً را څرګندېدونکی دی او باید د خپلو هیلو په پالنې سره د ژوند له هر اړخ سره غښتلي مبارزه وشي، مانا ژوند د مبارزې یو بل نوم دی.

پتانه ژوند: ستړی صیب، که ستاسو خوندوري او ښکلې شاعري ته راشو لوستونکې  هم باور لرم ترې نه به خوند واخلي، او در نه غزل واورو څنګه مو خوښه ده؟
لوستونکو دا د ستړي صیب د څو ښکلو غزلونو دوه, دوه بیته دي.
__________ 
ټولې آئینې په تقدس باندې شکمنې دي
سپینه روپۍ چا په سپین ټټر کې نا کراره کړه

څو اناره ژوند مې د تسبو په تار کې واچاوه
څو رکعته ساه مي په یوه غړپ کې راایساره کړه
***

په دې خاورینه د شهیدو شازلمو له وینې
ګل د غاټول کېږي، ګلاب کېږي د غرونو په سر

د آزادۍ لمر به راوخېږي یا نن یا سبا
نښې یې وینمه پرتاب کېږي د غرونو په سر
***
خپله برخه خاوره مې د بل په خوله ویرانه ده
زه ځان ته پښتون وایم پګړۍ مې له ملتانه ده

ځان ته د کاذب غرور په ډاډ سیوري ته وګورم
ـ دنګه مې شمله ده او نړۍ راته حیرانه ده

څه به د حیا له مقدس پیغوره وتښتم
شل لکه ولور اخلم په ما باندې لور ګرانه ده
__________

پتانه ژوند: ستړی صیب! که راشم او  ووایم  زه خو پوهیږم چې واده مو شوی او  یوه  د (نڅاء) جاني په نوم لور هم لرئ نو دوستان  لوستونکې هم پوهه شو.
په دې پوهه نه شو، چې کوم عمر چې ستاسو ده یعني د څېرې نه خو هغه د چا خبره کمکی ځوان ښکارې مګر ستاسو یوه لور هم ده د دومره وختي واده لامل مو څه وو مینه ؟
مقتصد ستړی:  هغه څه چې ما یې تمه نلرله ستاسو په پوښتنو کې شامل شول، د مرکې په جریان کې زما د ژوند اړوند داسې ډېرې پوښتنې وشوې چې نیمه ځوابونه یې تاسو خپله لرل، چې دا ستاسو د مرکې لپاره مخکې له مخکې د مخاطب په اړه بشپړه پلټنه څرګندوي، مانا تاسو د مرکې کولو یو ښه هنر لرئ او په تمامه مانا دا د یوې ښې خبریالې صفت هم دی، زما د واده دوه کاله وشول او د دې لپاره چې با مسولیته ووسو د کورنۍ جوړول یې اساس دی چې یو ځوان خپلو مسوولیتونو ته متوجه کوي، د واده پرېکړه زما د غوښتنې بر خلاف لږ څه ژر وشوه خو دا ډېره ښه وه، چې زه یې د ماضي څخه راویستلم او د تېر پرځای یې راتلونکي ته مخامخ کړم، د هغې ورځ په هیله چې نڅا لور مې د هیواد او نړۍ لپاره مثبت رول ماډل ووسي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.