اختر په وطن کې

مرکه کوونکې: پتانه ژوند

1,960

(اختر په وطن کې)

مرکې او بنډار

د دعوت قدرمنو لوستونکو اسلام علیکم!

اختر مو مبارک! هیله ده روغ او جوړ به یاست او روژه به مو پخیر تېره شوې وي او اختر به مو هم پخیر پیل کړی وي.
زه پتانه ژوند یم د دعوت رسنیز مرکز په استازیتوب دا ځل مرکه په بیل رڼګ او ډول کړې ده.

(اختر په وطن کې)

اختر په وطن کې د وطن د بیلا بیلو ولایتونو په اختر لمانځنه درته خبري اتري لرو!
د وطن له ځینو ولایتونو راسره محترم میلمانه دي هر یو لکه اغلې استاده شمایله ساپۍ، اغلې,ډاکتر فرشته، اغلې ډاکتر عزیزه، اغلې ډاکتر حسنا ، اغلې حیاء جانه ، اغلې حیبه مایار، اغلې داکتر نبیلا، اغلې شاعره تقواء برهان شکوري, د IRCموسسې کارمنده ډاکتر مریم برکت زۍ او زموږ سره د خویندو تر څنګ ځوان لیکوال ادیب صیب احسان علي هم شتون لري او د همدې تر څنګ د جنوبې پښتونخوا نه اغلې خالده وطن پاله هم میلمنه ده ټولو ته ښه را غلاست او د اختر مبارکې وایم!

محترمو لوستونکو زموږ میلمانه به هر یو  درته د خپلې سیمې او ولایت په اختر لمانځني دودونو، تیاریانو او د اختر په نکریزو معلومات شریک کړي .

لمړۍ پوښتنه به د اغلې استادې شمایلې ساپۍ نه وکړو!

پتانه ژوند: سلامونه اغلې شمایلې ساپۍ ! په بلخ کې اختر څنګه لمانځل کیږي؟

کوم دودونه  شتون لري، خلک اختر ته څه ډول تیاری  نیسي، تاسو خپله څه امادګې نیولې؟

جامې مو کړې ځیني کسان خپله جامې ګنډي تاسو څنګه او نور کوم پلان لرئ چیرته د چکر میلې،  او اوس فکر کوم د ښځو مېله ځایونه هم طالبانو تړلي داسي کوم ځایونه شته چې خپل اختريزې میلې هلته وکړئ؟

او تاسو یوه ښوونکې یاست په اختر کې خو ډیری  بوختیاوې وی تاسو خپلو ټولو مصروفیتونو ته څنګه رسیدګي کولای شئ؟

شمایله ساپۍ: سلامونه
زه شمایله ساپۍ د بلخ ولایت څخه!
الله ج  مسلمانانو ته دوه خوشحالۍ ټاکلي دي.
کوچنی اختر او لوی اختر:
لکه څنګه چې موږ مسلمانانو ته دا خبره څرګنډه ده چې یوولس میاشت وروسته یوه میاشت روژه ده او له روژې څخه وروسته کوچنی اختر ده .
د هر ولایت او د هرې سیمې خلک جلا جلا دودونه لري همداسې بلخ ولایت کې په ځانګرې دودیزه اختر لمانځي .
بلخ کې  پېغلې او زلمیان اختر ته نوې جامې ګنډي.
او پېغلې دېر اختر ته چمتووالی نیسي کور پاکوي کوښښ کوي چې نوې ډيزاینونه  باندې خپل کور ښایسته کړي .ښه ښه خوندور خواړه هم پخوي .
لکه: کورنۍ کیک او کلچې، ګوشکې فیل (د فیل غوږونه) فتيرې،کورنۍ سیمیان او داسې نور او د اختر دسترخوان یې له وچو مېوو ، تازه مېوو او کورنې  ښه ډول ډول کلچو. ډک وي او په همدې سره د میلمنو ښه مېلمه پالنه کوي .
نو همداسې خپل ځان ته هم نوې جامې جوړوي، او نکریزي او  بڼګړي  د پېغلو  اختر ته  رنګ ورکوي.
همداسې ځوانان هم نوي کالي جوړوي. چې د زلمیانو کمیس پرټوک ، واسکټ ، او د اوږې د سر دستمال او څپلۍ د اختر لپاره جوړ وي.
نو په اختر کې د خپلوانو دوستانو کورنو ته ورځو اختر مبارکي لپاره او  هم درې ورځې د اختر په چکر او خوشحاليو باندې تیرو .
د طالبانو حکومت دی نور ډير ځایونه د ښځو د ميلې لپاره یې تړلي دي او اجازه هم نشته چې انجونې د اختر په ورځ له ملګرو سره  چکر ته ووځي.
انجونې که چېرته اختر مبارکۍ لپاره ملګرو او خپلوانو کره ځي باید له کورنۍ سره یې لاړ شي.
د اختر په اوله ورځ د سهار په اته  (۸) بجو  د اختر لمونځ او الهي وجیبې وروسته نارینه کورو ته راځي له خپلې کورنۍ سره اختر مبارکي کوي.
د اختر په دویمه ورځ !
یو ځانګړی دودو دی (د کاسه راوړﺉ) په نامه  .
چې د یوې سیمې خلک  د اختر په دویمه ورځ ټول  له یوې کاسې ډوډۍ، تازه مېوې، او وچې مېوې سره جومات ته ورځي په ګډه جومات کې سره کېني او دا خواړه خوري.

پتانه ژوند: اغلې مریم  برکت زۍ!  د کوم ولایت یاست! لمړی خو د خپل ځان او مصروفیت په اړه راته ووایاست !
لکه څنګه چې اغلې ساپۍ وویل چې په بلخ کې په ډیر ښه ډول اختر لمانځل کیږي، ستاسو په سیمه کې اخترونه څنګه لمانځل کیږي؟ کوم دودونه  دي خلک څه امادګې ورته نیسې، تاسو خپله څه امادګې نیولې جامې نکریزې مو کړې دي, چیرته د چکر، میلې  څه به کوې او نکریزي به څنګه لګوې ؟

مریم برکت زۍ: زه د خوست ولايت اوسيدونکي يم.
د يوي نړيوالي موسسي سره  څو کاله کيږي چې کار کوم
خوستوال د اختر په شپه يعني ماشومان او ځوانان د خوند اخيستلو لپاره ( ميرګڼ) تیاروي او هغي ته اور ورکوئ او د اور لمبو ته اتڼي کوي خوشحالۍ او مستي کوي نکريزې لګوي. د اختر په سهار نجونې هلکان اؤ د لوي عمر کسان نوي جامي اغوندي نجونې افغاني جامي اغوندي هلکان بیل بیل رنګونه جامي اغوندي واسکټ اچوي او پکول هم په سروي دل وي عمر کسان بيا لونګي د اختر په ورځ په سر کوي
خوستوال د اختر په اوله ورځ د لمونځ نه پس د اختر مبارکې ورکوي یو بل ته په کورونو ګرځي او هغه کسان چې اعتکاف ئي کړئ وي ډير کسان د هغو کورونو ته ورځي.
بيا ډوډئ خورئ ډوډئ لږه وختي تياريږي او هغه نه وروسته د ملګرو سره په چکر باندې ځي په خوست کې ډير ځوانان  د ځاځی اريوب سيمي ته ځي اؤ د ادمامد زيارت ته ځي هلته ميلې کوي اتنونه کوي.
په خوست کې د نجونو لپاره داسې ځايونو نه شته چې دوئ چکر ته ورشئ لکه پارکونه هو غرنیو سیمو ته ځي او نجونې او ميرمنې بيا د نویو نمزادو لپاره ډالي وړي په خوستواله لهجه کي ورته (برخه) وړي په هغي څو جوړه جامې د سنګار سامان وچي ميوي  ټول د ضرورت سامان پکي وي.
په اختر کې ډيری خوستوال زوم راولي خپل کور ته موږ ورته ( زوم ګيري) وايو زوم ته هم د نجلې په رکم شیان اخلي د ضرورت سامان.
هګۍ پخوي او سیالې سره پري کوي سره جنګوي ئي
موږ هم اماده ګې نيولي جامي مو کړئ  او نکريزې  ما دا 6کاله کيږي ندي لګولې, او چکرته به ځاځي ميدان ولسوالۍ ته چي د امن کور په نوم شهرت لري ځو. خدای(ج) دي وکړئ چي لدې وروسته د نجونو په مخ ښوونځي خلاص شئ بيا به بل اختر وي زموږ لپاره اوس به څه به ووایم.

پتانه ژوند: او بلکل له مریم جانې نه مننه!
اغلې حسنا جانې!  تاسو څنګه اختر ته پلان لرې د ځان په اړه د نورو دوستانو د میلمستیا لپاره؟
او بل  لغمان ولایت کې اخترونه څنګه لمانځل کیږي؟
کوم دودونه  ديخلک څه امادګې ورته نیسې. تاسو خپله څه تیاریانې کړي، جامې نکریزې مو کړې دي؟  کوم پلان لرې چیرته د چکر میلې  او نکریزي به څنګه لګوئ نقشونه مو یاد دي که نه؟   فکر کوم تاسو د وړکتون استاده یې! د وړکتون د ماشومانو اختر څنګه وي؟

حسناء : پلان مې داسې نيولی ده چې دا اخترپه کور کې تيرکړم!
ا و زموږ د لغمان اختر لمانځل هم لکه دا نورو خویندو چې یادونه وکړه.
د اختر لومړۍ ورځ په کور کې اوسو. دوهمه ورځ د خپلو خپلوانو کوروته ځو دريمه ورځ هم دوستانو کره له دوستانو سره چکر ته ځو، د يو بل کره د ميلمستيا لپاره
لغمان کې اخترډيرخوند لري، د اختر شپه ډېره ښه وي زما خوښيږي ځکه هر خوا د نعتونو او پتاقیو اوازونه وي
د اختر سهار د چاى نه وروسته هر يو کس ځان د اختر لمونځ لپاره تياره وي وروسته جومات ته ځې د لمانځه لپاره وروسته د اختر لمونځ نه بيا خلک يو بل ته د اختر مبارکې ورکوي او اختری غواړي .
ماشومان له غټانونه اخترى اخلي – هغه هم لس يا شل افغانۍ ورکوي.
وروسته چې سړيان کورته راغلو اخترمبارکې موږ ترينه اختری اخلو.
والا که یې را نه کړي په زور ىې  ترې اخلو. ههههه
بيا ښځې هم د غرمې لپاره تياری نيسي او سړي هم ځې چکرته – اوله ورځ داسى وي
دوهمه ورځ هم چکر يعنې درى ورځې ټول خلک ښه چکر وهي .
خو د ښځو اختر بيا څلورمه ورځ وي يعنى همسايه ګانو کور ته ځې.

په لغمان کې اختر
ډيرخلک په ميله ځې تر تولو مشهوره ځاى باباصيب هلته ته ځې خپلو خپلوانو دوستانو سره
دلته يوباغ د قليسراچ په نوم ياديږي دا ځاى ته هم ساتیرۍ  لپاره خلک ځې .
غت غت سړي او انجونې هم خو انجوني دومره نه وي د سړيو بيروبار زيات وي .
د اخترنه مخکې د سړک ترڅنګ د اختر سودا خرڅوي خلک بعضي  دوکانو کې بعضي سړک ته باسي چې زر خرڅ شې.
او هلکان  يوه ورځ مخکې خپل ځانانو تياروي
سلمانى ته ځې هلته هم ډيره ګڼه ګوڼه وي.
او زه هو چکر ته ځم د دوستانوکره، چکر ته هم د خپلو ملګرو سره او نکریزې هو ! نکریزې  هم په لاس ږدو.
ياد ىې لرم .د اخترنه يوه ورځ مخکې انجونې راځې د نکريزو لپاره – نقشونه مى ياد دى ډير ښه ورته اچوم یې. او د وړکتون ماشومان  هم ښه دي نن یې ويل (استاد )موږ ته اخترى راکړه.
پتانه ژوند: حسنا جانې ډیر شایسته معلومات راسره شریک کړل.

اغلې فرشته ! په هلمند  کې اختر څنګه وي؟ څه تیاریانې مو ورته نیولي، کومه امادګي دې نیولې  ورته که په دې اړه  راته ووایاست جامې مو کړې او که نه؟ او د نورو اخترونو په پرتله دا اختر مو څنګه دی؟
فرشته : په هلمند کې اکثر خلک کوچنی اختر خوښوی، او اکثره خلک یې ځکه خوښوي چې له یوې میاشتې عبادت او روژې نیولو او له هر ډول شر او ګناه څخه د خلاصون په خاطر د الهي ازموینو څخه د تېرېدو د بریا جشن لمانځي او د دې بریا مبارکي دې ټولو خلکو ته مبارک وي، او خوشحالې پر  دې چی الله پاک دې یو ځل بیا زموږ ته د عبادت کولو توان راکړ.
د هلمند خلک په نویو جامو، بنگړيو او وطني نگریزو سره دغه اختر ته ښه راغلاست وايي او په دې برخه کې ډېره لېوالتیا په ماشومانو کې لیدل کېږي.
او دا دوه اخترونه د تېرو کلونو له اخترونو سره توپير لري ځکه موږ له ډېرو بدلونونو سره مخ شوي يو.

پتانه ژوند: بلکل بلکل، مننه فرشته جانې!
دوستانو ښاغلي ادیب صیب احسان علي ته به راشو دی به د لویې پکتیا د اخترونو او د خپل اختر په اړه راته ووایئ د نجونو نه مو واوریدل، د علي نه به واورو چې هلکان اختر څنګه لمانځي.
ښاغلی احسان علي! لمړی  د خپل مصروفیت  په اړه راته ووایاست ! او بیا په لویه پکتیا کې اختر څنګه لمانځل کیږي کوم خاص مراسیم ورته نیول کیږي؟
تاسو د ادبیاتو محصل یاست د نورو ځوانانو په پرتله د محصلینو اختر څنګه وي؟
کوم پلان لرې، کومه میله په نظر کې لرئ چې باید تر سره یې کړئ او د نجونو په څیر هلکان هم نکریزې لګوي که څنګه؟

احسان علي: بسم‌الله الرحمن الرحیم
د محصلۍ تر څنګ په خلاص وخت کې د خیاطۍ مصروفیت لرم، له خپلو وروڼو سره د خیاطۍ په کارونو کې مرسته کووم؛ که څه هم د خیاطۍ په مسلک باندې په کلي توګه نه یم خبر؛ خو بیا هم په ډېرو مواردو کې د خپلو وروڼو لاس‌نیوی کولی شم.
لویه پکتیا؛ لکه څنګه چې یې جغرافیوي ساحه پراخه ده، همداسې د قومونو له اړخه هم د تنوع خاونده ده؛ پکتیا کې ډېر قومونه اوسي او هر قوم یې د مناسباتو د لمانځلو په ځانګړې توګه د اختر د رواج د لمانځلو ځان‌ ته او جلا دودونه لري؛ په کومه سیمه کې چې موږ اوسو (مرکز ګردېز کې)؛ نو په دې ځای کې د خلکو رواج داسې دی، چې اختر ته نوي کالي کوي، رنګارنګ خواړه تیاروي، د کوژدن شویو کورنۍ هلک او نجلۍ ته د اختر برخه ورلېږي او تر ټولو مهمه خبره  دا ده، چې د اختر په لومړۍ ورځ باندې نارینه د خپلوانو کورونو ته ځي، مبارکۍ ورکوي او هلته خوراک کوي، خوشحالۍ کوي؛ بیا په دوهمه او درېیمه ورځ باندې د مېرمنو اختر وي، هغوی له خپلوانو کره ځي او مېلې کوي.
د محصلینو اختر د نورو ځوانانو له اختر سره څه دومره خاص توپیر نه‌لري؛ البته که یو توپیر یې دا وي؛ نو هم ویلی شو، چې ډېری محصلین په نورو ولایتونو کې پوهنتون لولي؛ نو یا دوی د هغه ولایت ملګرو ته د چکر له‌پاره ورځي او یا د هغه ولایت ملګري د دوی ولایت ته چکر ته راځي؛ نور څه داسې خاص متمایز د نورو ځوانانو او محصلینو د اخترونو تر منځ ما ته نه برېښي.
زما پلان خو شخصاً دا دی، چې د اختر له رخصتیو څخه ګټه پورته کړم او نوي اخیستي کتابونه په‌کې مطالعه کړم؛ که نه ملګري خو پلان لري، چې د میلې له‌پاره د افغانستان شمالي ولایتونو ته ولاړ شي؛ شخصاً زه د میلې له‌پاره کوم پلان نه‌لرم.
هو! زموږ په سیمه کې د نجونو تر څنګ هلکان هم نکریزې لګوي او ښه په پراخه کچه یې لګوي؛ شخصاً زما له نکیزو مکریزو سره نه‌ده جوړه؛ خو دلته یې خلک استعمالوي.


پتانه ژوند: صحح صحح ډیر ښه ډیر ښه ښاغلی احسان علي!
اغلې نبیلا! لمړی  راته ووایاست روژه مو څنګه وه؟
اختر راغی ! په جلال اباد کې خلک اختر ته څه تیاریانې نیسي یعني څنګه اختر وي؟
او د اختر اړوند اړه کوم دودونه شتون لري او د نجونو اختر څنګه وي، کومه خاص میله شتون لري که نه؟ کومه عیدي یا اختری نجونو ته څوک ورکوي؟
د نکریزو او جامو په اړه مو راته ووایاست او لومړنۍ اختر مبارکې چاته ورکوئ؟

نبیلا: سلام، تاسو ته او د دعوت لوستونکو ته ! هو ولا اختر راغی روژه ښه وه تیره شوه.
ولا داسي خاص پلان نشته تراوسه ورته  خو ټول نوي لباسونه کوي او چکري وهي. د يو او بل کره ځي نه، ګرانې ده.
د اختر لپاره داسي کوم خاص دودونه هم شتون نلري.
او د انجونو لپاره هم پښتانه خلک اجازه نه ورکوي چى ميلې وکړي  مونږ درى ژبو ته څوک څه نه وايې خو بيا هم ده طالبانو حکومت دى انجونى ته  دوى داسي د چکر او ميلې اجازه نه ورکوي.
هو ګرانې عيدى خو د انجونو خاص حق دى، دلته تير بيا هغه انجونې چى نامزاد وي د اختر په شپه نو ټول خلک نکريزې کوى او ښکلى لباسونه يي ځانو ته کړي وي، بل لباس نو د هر چا خپله خوښه ده چې څه رقم لباس کوي لومړی خو خپل فاميل کې مور او پلار او بيا نېا ته زنګ وهو البته که د پلار مور مو وي د ټولو نه مخکې هغې ته اختر مبارکې وايو، که هغه نه يي نو بيا مو ده مور مور ته زنګ وهو ترڅو چې ورځو کورته په زنګ ورته ورکوو اختر مبارکې .

پتانه ژوند: اغلې تقوا برهان شکوري! ټولو دوستانو یادونه وکړه د خپلو خپلو ولایتونو او سیمو د اختر لمانځلو نه چې په هره سیمه کې په ډیری ښو دودونو سره اختر لمانځل کیږي او ترې یادونه وشوه، همداسي په کندهار کې ستاسو روژه  څنګه وه؟ اختر څنګه دی،او په کندهار کې خلک اختر ته کومې تیاریانې نیولې یعني څنګه لمانځل کیږي کوم خواړه پخیږي او تیاریږي  ؟
او د اختر اړه کوم دودونه شتون لري،  او د نجونو اختر څنګه وي، کومه خاصه میله وجود لري که نه؟ کومه عیدي یا اختری نجونو ته څوک ورکوي، د نکریزو او جامو په اړه مو راته ووایاست او اولینه اختر مبارکې چاته ورکوی همداسې د نورو مجلسونو په اړه که راته وغږیږئ؟

تقواء برهان شکوري: لومړي سلامونه او نیکي هيلي. څرنګه چي پوهيږو د آدم ذاتو هر عمل د هغه لپاره دی غير له روژي نه چي پاداش يي خپله الله(ج) ورکوي. د دې په اوريدو او پوهيدو د روژي شروع ماته اختر غوندي وي . سږ کال بيا د نورو کلونو په پرتله په طبيعي لحاظ هم هوسا وه ځکه هوا د نورو کلونو د روژي نه يخه وه او اوضاع هم ارامه وه ډيری کورنۍ د غم له ټغره لري وې، او يو قدم بل روح خپل له نوراني فيض څخه برخمن کيدي. هيله لرم پر ټولو ښه او خوشحاله تيره سوې وي.
په کندهار کې خلک د اختر په را رسيدو سره بيلابيلې تياريانې نيسي، ميندې د کور د نظم ها خوا هر څه غواړي نوي کړي. بازار ته ځي، اولادونو ته جامې، بنګړي، نکریزې اخلي، ځيني په کورونو کې ګوشفیل، کجور، او کولچې خپله پخوي دسترخانونه اواروي، د اختر په سهار چي نارينه له عيدګاه راځي د اختر مبارکي کوي، غرمي ته خاص څه پخوي لکه وريجې غوښې. قابلي پلو ‌، …
نارينه خپلې جوړي سوې جامې له خیاطه راوړي ، د شپي تر ناوخته په بازار کې وي ځانته ځپلۍ او د اختر لپاره وچه ميوه او تازه ميوه اخلي.
له پخوا بيا تر اوسه اخترونه په ماشومانو شايسته وي
……… .
۲ ځني خاص دودونه يي سهار وختي د خپلو اجدادو زيارتونو ته ځي اول  هغو ته دعا سلام رسوي.
بيا د‌عيدګاه لمانځه ته ځي د لمانځه بعده خويندي/ ميندي /ميرمني /د اختر په سهار وريجې پخوي او جومات ته يي ليژي.
ماشومان د خپلو پلرونو او ورونو نه د اختر مبارکياني اخلي
…………
د انجونو اخترونه د پخوا په پرتله اوس پيکه او کم رنګه دي ځکه هغوي د وتلو اجازه نلري او ميله ځايونه اوس بند‌ دي يوازي د خپلوانو کورونه ‌دي‌چې ورځي.
انجونو ته پلار، ورونه، خاوند، او د ‌کور نور مشران عيدي ورکوي
……‌..
د نکریزو له بوي سره ډيره مينه لرم رنګ مې يي ډير خوښيږي د خويندو په لاسونو باندي معمولاً زه نکریزي ږدم ډير د خوښي احساس راکوي.
‌……..‌
‌ د اختر دري ورځي مې نوې جامې خوښيږي چي په تن يي کړم همدا رنګه ماشومانو ته هم.
اول د اختر مبارکي خپل خاوند مور ،پلار او د‌ کور ټولو مشرانو کشرانو سره کوم
لومړي عيدي مي خپلې وړې خور ته ورکوم له هغه وروسته خپل د‌ کور نوې ميلمنه (لور) ته ور کوم
مننه پتانه جاني له دعوت نه مو!
هيله لرم خوشحاله سوکاله اختر ولري‌.

پتانه ژوند: ډېره مننه اغلې تقوا برهان! کور مو ودان.
محترمو لوستونکو!  ستاسو سره به حتماً پوښتنه وي چې په  پښتونخوا وطنه کې به اختر څنګه وي او سږ کال خوشبختانه چې د لر او بر ټولو افغانانو روژه او اختر په یوه ورځ دی، اغلې خالده وطن پاله به راته ووایي چې په پښتونخوا کې د اختر په راتلو سره کومې خوشحاليانې راځي.

اغلې خالیده !
محترم استاد ارواښاد سلیمان لایق وایي! وی ( په کاکړه که مین شوې ځای دې ژوب ده)
د پشتونخوا ژوب نه راته ووایاست ,د ژوب د اختر نه، او ستا اختر به څنګه وي، انجونه کومې میلې کوي، کوم مېله ځایونه دي، چې په اختر کې ورکې راغونډي شي او خپلې مېلې وکړي؟
کومې میلې شتون لري چې خلک یې په اختر کې ترسره کوي؟
تا خپله څه تیاریانې نیولې څو جوړه جامې دي کړې, او نکریزي څوک درته لګوي,د اختر اشفزې ستاسو کور کې څوک کوي, دا ځکه چې دا خو به حتماً ډیر زحمت غواړي ځکه د ډیرو کسانو له پاره خواړه پخیږي؟
او تاسو نامزاد شوې هم یاست د خسرګنۍ طرف نه درته کومه ډالۍ رالیږل شوې؟ یا امید لرې چې درته را بې  وړي اوس د کابل طرف ته عیدي نامزادو نجونو ته راوړي په پښتونخوا کې څنګه ؟

خالده وطن پاله: زما نوم خالده وطن پاله دی او زه د جنوبي پښتونخواه ږوب سره اړیکه لرم زمونږ سیمه ږوب د اختر د خوشحالۍ د لمانځلو لپاره ډېر سیلاني ځایونه لري لکه سیلیازه، د بابړانو ځنګل، شین  غر، سباکزۍ ډیم او د توریانو  ځنګل.
او دا ځایونو ته سیلګري له نورو ښارونو نه خلک هم راځي او دلته د اختر خوشحالۍ لمانځي
خو د ښځینو د سیل کولو لپاره نه داسې ځایونه شته او نه جلا ځایونه لري نو د ږوب ښار ښځینه خپل اختر د خپلوانو کره او ځیني یه کور تېروي.
د کوچني اختر په سهار مونږ ټول یو ځای چای کوو. نارینه د اختر لمونځ کولو لپاره لاړ شي او مونږ د غرمې د ډوډۍ لپاره تیاري نیسو.
او زمونږ د سیمي د خلکو رواج دی هر څوک خپله ډوډۍ تیاره کړي بیا د انډیوال ټول نارینه د هر کور کره ورځي او هلته د ډوډۍ خوړلو مراسم ترسره کوي د سیمې ځینو خلکو دا روایت پرېښئ خو ځیني یې اوس هم پالي.
له هغه وروسته د خپلوانو کره د تګ راتګ او اختر مبارکي ورکولو سلسه پیل شي .
زما اختر هلته ښه خوندور وي چې زما ټولې خورکۍ کورته راغلې وي
زمونږ یوه خورکۍ ټولو ته نکریزي ور ولګوي او مونږ چې کمې جامې تیارې کړې وي هغه واغوندو او د ماما، اکا او ترور کره لاړې شو.
دلته د ښځو د سیل کولو لپاره خاص فکر نسته
خو زمونږ کورنۍ تعلیم یافته ده نو په هر اختر کښې زمونږ مشر ورور د کور ټولې ښځینه خپلې پلارنۍ ټاټوبی(کلی) ته بوزي او هلته مونږ د خپلوانو کره لاړ شو او د کلي ځنګل کښې ورځ تیره کړو د نورو په پرتله زمونږ اختر ښه تیریږي. او دا ډول زمونږ اختر پای ته ورسیږي.
او کومه چې د نامزادۍ خبره ده! هو ماته یې عیدي راوړې ده، جامې بنګړي او داسي نور ډیر شیان.
دلته لکه کوم چې تاسو وویل چې په کابل طرف وطن کې نامزادو نجونو ته عیدي وروړل کیږي، د لر او بر وطن یو ده نو رواجونه هم کوم توپیر نه لري، په ټوله پښتونخوا کې او بیا په ژوب کې د هر اختر لپاره. نامزادې ته یوه جوړه جامې او نور واړه شیان ورلیږي کیږي.


پتانه ژوند: ډېره مننه اغلې خالده!  تل دي وي لر او بر افغان وطن. محترمو لوستونکو! لکه څنګه چې د پښتونخوا سړک په کندهار تیریږي د وطن ولایتونه لکه د تسبح تار چې مرۍ سره پیې، نو په همدې سړک  غزني ته راځو، د ارواښاد خان قرباغي سندره به مو احتماً اوریدلې وي! کوم چې وایي (د قرباغ د نجونو څه عجب جمال ده ګل په قرباغ ده) دا هم هغه قرباغ غزني نه راسره  اغلې حیاء جانه ده، حیاء جانه ډېره مینه ناکه انجلۍ ده. اغلې حیاء جانې! د  غزني د اخترونو راته کیسه وکړه چې په غزني کې خلک اختر څنګه وي؟ کوم داسي ځانګړي دودونه  دي خلک  کومې امادګېانې  نیسې، تاسو خپله څه امادګې نیولې جامې مو کړې؟ څه پلان لرې چیرته د چکر میلې  څه به پخوې؟،  که په دې ټولو برخو راته معلومات راکړې او   راته ووایاست ؟

حیاء: سلامونه !
حتماً ولي نه پتانه جانې!
زه به د خپل کلي د دودونو په اړه درته ووایم.
په غزني کې د اختر تیاری لس ورځې مخکې له اختر نه کیږي.
د اختر په لومری سهار د کور نارینه سهار جومات ته چای وړي، د هره کوره کلیوال چای راوړي جومات ته. او میرمنې او نجونې ماشومان  ښکلې جامې اغوندي او د ټول کلي ماشومان د کلي له کورونو اختري (عیدي) ټولوي.
او د اختر په ورځ بعد د غرمې له ډوډۍ نه میرمنی او نجونې خپلې جامې اغوندي. لاسونو کې د نکریزو نقش اچوي او سینگار کوي، همداسي د یو بل کورونو ته ځې.
خپله اختر ته ډیره خوشحاله یم ځکه کولی شم خپل خپلوان  ملگری ووینم د اختر ورځ کې پخیر. او ما خو اختر ته جامې جوړې کړې،  زما درې ملگرې دي بیا ټولو یو رقم جامې جوړې کړې د اختر د پاره. د اختر په خوشحالۍ پلان مو وخته لا نیولی دا ځلي ملگرو سره پلان لرم چی د اختر په ورځ کې د کلي په وؤوکې باغ کې آشک پاخه کړو، نکریزې واچوو او میله وکړو. بس همدومره.
مننه پتانه جانې! له پوښتنې نه دي.
د اختر مبارکې بیاهم درته وایم‌ خوشحاله اختر ولرې.

پتانه ژوند: د حیا جانې نه په منني!
د اغلې ډاکټر عزیزه نه به د نیمروزه د اختر په هکله واورو!
عزیزه: سلام! د سږ کال روژه ډېره یوه ښایسته روژه وه.
او اختر ته کومه خاص برنامه نه لرم د همیشه په څیر د کورنۍ تر څنګ به یې تیروم او لمانځم, د مشرانو کورونو ته به د اختر مبارکې لپاره ځم د خیر د دعا لپاره.
او د اختر لمانځل په نیمروز کې ډیر په شور لمانځل کیږي همداسي لکه نورو دوستانو چې یادونه وکړه، په نیمروز کې هم ماشومان او لویان اختر ته جوړي کړې جامې اغوندي او د دوستانو کورونو ته د مبارکې لپاره ځې او د کورنۍ مشران لکه پلار مور مشران وروڼه خوندی البته معاش لرونکي کسان د کورنۍ کشرانو ته عیدي ورکوي.
او هو نکریزې هم ږدم فکر نه کوم چې ښځې او نجونې دې نکریزې ونه لګوي.

پتانه ژوند: اغلې حیبه مایار!
لمړی  راته ووایاست روژه مو څنګه وه څه مصروفیتونه مو پکښې درلودل؟
په میدان ښار کې خلک اختر ته څه تیاریانې نیسي ، او د اختر په اړوند کوم دودونه شتون لري، او د انجونو اختر څنګه وي، کومه خاص میله وجود لري که نه؟
کومه عیدي یا اختری نجونو ته څوک ورکوي، د نکریزو او جامو په اړه مو راته ووایاست او لومړنۍ اختر مبارکې چاته ورکوې؟

حیبه مایار: اول دا چی  روژه ډیره ښه تېره شوه.  مصروفیت می ډیر وو نو بیا هم په هر حالت باندې شکر ده روژه کې مې خیاطې کوله د کورنۍ  د غړو ټول کالي مې وګنډل د خور او مور زما د کور پاکاري مو کوله دا چی مور مې وظیفه لری یوه لایقه قابله ده نو مور به کور کی نه وه دومره د کورنۍ ټول مسولیت ماته پاتي وو. نو پاکاري خیاطې او د وروڼو او خوندو مسولیت زما پر غاړه وو. او د اختر پلان مې، لومړی دا چې دا ځل مو پلان داسي نیولی ده چې لومړی درې ورځې به خپلوانو کره چکري ووهو د هغه نه وروسته به جلال اباد ته چکري لاړ شو .
زما ګران وردګ ولایت کې د اختر لمانځل دود ډیر دلچسپه ده. اول دا چی نارینه او ښځینه نوې جامې اغوندي او لومړی خپل مور او پلار سره اختر مبارکې کوي بیانو د سهار چای جومات ته وړي او د کورنۍ مشر لکه نیکه یا هم پلار ځې د کلي خلکو سره مبارکي کوي اوله ورځ د ماسپښین د ټول کلې ډوډۍ او مهماني شروع کیږي مهماني په داسي ډول ده چې څلور یا پنځه کورونه ته خبر ورکوي چې نن ستاسو نوبت ده نو هغه خپله تیاری نیسې نو نارینه د ډوډۍ وخت کې  جومات کې سره راټولیږي او د کلې مشر یې په کورونو باندي تقسیم کوي.
او ښځینه بیا هغه کورته ځي. او ښځینه بیا هغه کورته ځي چیرته یې چې زړه وغواړي ازاد ډول باندي ځي.
د نامزادانو بیا که د چا اجازه نه وي خسر کور ته راسي ملګري یې کومک ورسره کوي له کلي او خسر د ناوې د وروڼو نه پټ یې راولي او څوک چې اجازه لري هغه ازاد ډول باندي ګرځي.
او د نوجونو د اختر رواج بیا دا ده چې لومړی ورځ باندې ټول کلي باندي ګرځي او د ټول کلي نه عیدي اخلي.
او  نکریزې خو زموږ کلي کې بیخې ډېرې رواج دي او زماهم ډیرې خوښیږي، کوچنې هلکان یې هم لګوي. نامزادان بیا خپله یوه کوچنۍ ګوته سره کوي.
لومړی مبارکی مې همیشه مور او پلار ته ورکړې ده وروسته د بابا دوی کره ځو.

پتانه ژوند: د اغلې حیبه جانې  او د ټولو  دوستانو نه په مننې چې د خپلو سیمو او د وطن په اختر لمانځلو یې راسره معلومات شریک کړل .
ټولو قدرمنو میلمنو او د دعوت قدرمنو لوستونکو ! بیا مو هم اختر مبارک او مننه.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.