ګُلاب افغان د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکې: پتانه ژوند

1,052

د رنګونو   په ټوکرۍ  کې  د  رنګونو   سوداګره
د سپرلي نښي دي راوړې له امو او له سپین غره
____

د سور، شین، ګلابي او ژیړو  رنګونو ګډه ونکی چې هر یو رنګ  خپله بیله کیسه لري چې دوه به یې زه درته وایم چې ژیړ رنګ د هجر او ګلابي رنګ د میني ده. دا چې دا ټول متحد وساتل شي نو یوه رنګینه نړۍ به جوړه شي او نړۍ به ډېره ښکلې او اترېنه شي.

په دا ځل مرکه کې را سره  د رنګونو سوداګر د هنرمندو ګوتو څښتن په رنګونو سره د امن پیغام خورونکی ځوان انځور ګر ګلاب افغان صیب میلمه دئ.
ستاسو سره به هم د ګلاب د نوم په اوریدو ډیری پوښتني پیدا کیږي دا ځکه چې د ګلاب  انځور او کیسه  ډېره ښکلې وي.
ترې نه مو ډیر څه پوښتلي  دي.
راسره ووسئ دعوت تعقیب کړئ او ترپایه یې ولولئ.

پتانه ژوند: سلامونه ګلاب افغان صیب! د روغتیا او سلامتیا په هیله مو.
د رنګونو او هنره ډک ګلاب هغه ګلاب چې اترونه یې په هنرونو کې راڅرګندیږي مهرباني وکړئ د دعوت لوستونکو ته د ځان په اړه یو څه ووایاست د زدکړو اوسیدو  او زیږیدو د ځای په اړه او دا د نوم په اړه هم راسره یو څه معلومات شریک کړئ ډېره ښایسته نوم مو ده (ګلاب)! ګوم ګلاب یاست سل پاڼې او که څلویښت ؟

ګلاب افغان: لومړي قدم کې تاسو ته او د دعوت لوستونکو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم.
هيله ده ښه به یاست!
نوم مې ګلاب دی، تخلص افغان کوم . ملګري او دوستان مې په قسم قسم ګلاب ګل يادوي نو تاسو مې سل برګه بولی يا څلويښت برګه اختيار يې تاسو ته درکوم…
د خوست ولايت د موسی خيلو ولسوالۍ اوسيدونکی يم، خو لوی شوی په باک ولسوالۍ کې يم او لومړنۍ زده کړې مې هم هلته باک عالی او مرکزي ليسه کې کړې دي. فعلآ د اقتصاد پوهنځي محصل يم.
څو کاله کیږي کابل ته را کډه شوي يو، او همدلته ژوند کوو.

پتانه ژوند: ګلاب افغان صیب! څرنګه مو  رنګونو ته  مخه کړه او ومو غوښتل د رنګونو سوداګر شئ که څه هم تاسو د اقتصاد پوهنځي محصیل یاست د رنګونو د علاقې له مخې او که د هنرونو.
اقتصاد او انځورګري لږ سره لري نه دي؟
ګلاب افغان: د رنګونو په لار خو هغه وخت روان شوم کله چې ښوونځي کې وم، ښوونځي کې به مې خپلو ټوليګوالو ته ډول ډول ګلان، منظرې او نور ښايسته ښايسته شکلونه جوړول، همدا وجهه وه چې  هنر او په خاص ډول انځورګري سره مې مينه پيدا شوه،  هرڅه به مخې ته راتلل تمرين به مې پرې کولو، او زما وړتيا څخه چې استادان خبر شول، زيات یې تشويق کړم کله مې چې د خلکو مينه او قدرداني وليده، ومې غوښتل چې انځورګري او هنر د زړه په وينو وپالم او تر اوسه پوري مې خپل تمرينونه جاري ساتلي دي.
اقتصاد او انځورګري زيات سره ليري دي که څه هم زه اقتصاد لولم خو زړه مې د هنری های زیبا په انسټیټیوټ کې وي، هاهاها
انځورګري د ذهني ارامتیا، سکون او يو پيغام خپرولو لپاره کوم، اقتصاد د پرمختګ او آبادۍ لپاره لولم
خو تمرکز مې په دواړو کړی دی. توازون مې ساتلی دی.

پتانه ژوند: افغان صیب ! تراوسه مو څومره شمیر انځورګري  ګړي او  د څه څه په هکله مو انځورونه جوړ کړي دي؟
ګلاب افغان : د ډېر زيات وخت راهيسي انځورګري کوم، او چې رسمي مې کار ورته ويلی، تقريبا شپږ کاله به کيږي چې په مسلکي ډول انځورګري کوم، او په دې وخت کې به مې څلور سوو څخه زياتې انځورګريانې کړې وي. ترڅنګ يې ډيجيټل ارټ کې هم تمرين کوم، هغه به هم تقريبا تر ۱۵۰ پورې اثر لرم.
زياتره انځورګري مې د څېرې portrait ده. او ترڅنګ مې پيغام لرونکي انځورګريانې او طبيعت انځورګريانې هم  کړې دي، د ماشومانو کيسو او ترانو لپاره مې هم ډيجيټلي ارټ سره زياتره انځورګريانې کړي دي چې نور به هم دوام ورکوم.

پتانه ژوند: افغان صیب! یو انځور چې کله چوړیږي څه ته اړتیا لیدله کیږي کومو موادو ته، کوم مهارت ته او څه پکې اړین دي چې باید په نظر کې ونیول شي نقشه څنګه ورته باید واچول شي  له کومه ځایه شروع شي  لاس باید څرنګه ورته ونیول شي پنسل باید څرنګه ونیسې؟
ګلاب افغان: انځورګري بې شمېره مواد لري، د هغې جملې څخه چې زه يې کاروم، کاغذ، پنسل پاک، عادي پنسل او يو ډول انځورګري لپاره ځانګړي پنسلونه، ورسره څنګ کې زه زياتره انځورګري په خودکار قلم سره کوم، يو اقتصادي دی او بل انځورګر ته زړورتيا وربخښي، دا څو شيان ضروري دي، په سهي معنا هنرمند د هر څيز څخه انځور جوړولای شي د کاڼو څخه د خاورو څخه هرڅه چې په لاس ورشي يو څه ترې سازولای شي.
زه چې کوم ډول انځورګري کوم اول  هندسي خطونو څخه ځانګړي هماغه څېرې او شکل ته ورته يو Structure يا جوړښت جوړوم بيا پنسل باندې د هماغه هندسي خطونو په واسطه د څېرې يا شکل سکيچ اخلم، چې هم يې بيا پنسل سره يا خودکار قلم سره بشپړ کولای شم، او که برلاسي وو روغني رنګ سره يې هم سرته رسولی شو.
د قلم نيول، زه داسې مناسب ګڼم په کول ډول چې په قلم برلاسي وو او په سم ډول حرکت ورکولای شو هغه به تر ټولو ښه وي.
لاس ايښودلو پرځای بايد يو واړه د کاغذ يا پلاستيک ټوټه ولرو چې د قلم او پنسل په خطونو چټل نشي او هم انځورګري خرابه نشي ښه به وي.

پتانه ژوند: افغان صیب! کوم چې تاسو وویل انځورګري بې شمېره موادو ته اړتیا لري، مګر دا مواد خو مصرف او قیمت لري نو دا مصرف ورته له کومه کیږي له هغه انځور ګري درته لاس ته راځي او که دا تاوان باید ته له ځانه وکړۍ؟ او بل دا چې  تاسو خپلو انځورونو  ته کوم قیمت ټاکلی او که صرف وړیا فرمایش درکول کیږي او تابلو وړل کیږي. یعني ستاسو زحمت څوک په نظر کې نیسي او کنه؟
او په افغاني ټولنه کې یو انځور ګر په دې بریالی  کیدی شي چې دا هنر خپل ځانته د کورنۍ او بچیانو  لپاره د رزق ګټلو لار وګرځوي؟
ګلاب افغان: معلومه ده چې د انځورګري مواد قیمت لري او خرچه غواړي، زياتره انځورګران يې د انځورګريانو د فروش څخه ترلاسه کوي، زما انځورګري موادو خرچه مې د کورنۍ لخوا وي.
ما انځورونو ته دقيق قيمت ندی ټاکل. په سلو کې اتيا فيصده وړیا انځورګري کوم او دا شل فيصده داسې دي چې دوی په خپله خوښه قيمت پرې کوي.
متاسفانه چې زياتره خلک مفت انځور فرمايش ورکوي، مقابل کې چې قيمت ور ياد کړې خفه کيږي، او دا يو تريخ حقيقت به هم ووايم چې ملګری يار او دوست په کلي وطن کې تبليغات هم کوي، چې پلانی خپل هنر هرڅوي،‌ او په حقيقت کې انځورګر بايد د خپل هنري کار په واسطه هم کورنۍ وساتي او هم ځانته مواد برابر کړي.
په افغاني ټولنه کې ډېر کم هنرمندان په دې توانيدلی شي، چې هنر له لارې خپلو بچیانو ته رزق پيدا کړي.

پتانه ژوند: افغان صیب! ستاسو هنر یقیناً ښایسته او بدل دی موږ په داسي ځوانانو ویاړو. هغه دا چې تاسو ورسره د رسامۍ لیکلو ویدیو هم اخلۍ او د کتونکو سره یې شریکوئ چې دا یوه زده کړه هم ده او یوه ځانګړې خبر چې ستاسو انځورګري په پنسل او قلم ده کوم چې د هرچا وس ورته رسیږي دا فکر څنګه درسره پیدا شو چې باید تاسو د هنر وړاندې کولو سره زده کړه هم ورکړئ ؟
ګلاب افغان: دا چې په افغانستان او په خاص ډول پښتني ټولنه کې هنر ډېر کم پالل کیږي، د ويډيو د لارې زما هدف دا دی چې يو خو زده کړه ترې کيږي، بل يو هنري اثر ډېر جالبوالی ورسره خپلوي، خلک يې حتما ګوري کله چې دوی يو داسې هنري ويډيو وګورئ، د هنر سره يې نوره مينه زياتيږي او په دې لټه کې کيږي چې هنر او انځورګري باندې تمرين وکړي او زده يې کړي. هنري چينل مې هم يوټيوب کې جوړ کړی،  Gulab Arts نامه باندې، چې فعلاً يو مسلسل کورس باندې لګیا يم چې ترڅو مواد يې بشپړ او خپرولو ته آماده شي.
دوهم هدف مې دا دی چې زما هنر خلکو ته ورسیږي او دوی په دی پوهه شي چې يو انځورګر څومره تکليف او خواري کوي، او ازرښت يې ور معلوم شي.

پتانه ژوند: افغان صیب! ما چې ستاسو انځورګرې ولیده تاسو د هنر یوه برخه د  د نړیوالو مشهورو لوبغاړو تصویرونه رسم کول وو د داسي انځور ګري لامل  مو څه ده. شهرت، علاقه،  لوبغاړو ته ځان رسونه او یا هم پیغام رسونه او ستاینه؟
ګلاب افغان : دوه مياشتې کيږي چې مشهورو لوبغاړو او هنرمندانو انځورونه جوړوم او ويډيوګانې ترې ريکارډ کوم.
دا چې دوی زيات مينوال لري په ټولنيزو رسنيو هماغه هنري کارونه ډېر خوښول کيږي او زيات ليدونکي پيدا کوي، ما هم ځکه وغوښتل ترڅو زما هنري ویډيوګاني تر زياتو خلکو ورسيږي او دا يو مثبت پيغام هم دی د نړيوالو لپاره چې افغان په هنر مئين خلک دي او دلته داسې استعدادونه شته چې هنر د زړه په وینو پالي.

پتانه ژوند: افغان صیب! زما سره پوښتنه دایم پاته ده, چې زموږ انځور ګران زیاتره  صرف د مشهورو څېرو انځورونه باسي زه نه پوهیږم چې لامل به یې  څه وي چې زموږ ټول انځورګران په یو رنګ انځور ګري کوي، ځکه ما په تېره پوښتنه کې ستاسو نه شخصاً همدا پوښتنه مطرح کړه .مګر تر کومه چې موږ ته معلومه ده، د بهر ملکونو انځور ګران کیسې د انځورونو په ژبه کوي یو داستان د تصویر په ژبه لیکې  خپل کلتورونه د انځور په ژبه بیانوي د ټولني ناخوالي انځوروي. ما په افغانانو کې  تر ننه خو هم کوم هنرمند نه دی لیدلی چې دوی دي داستان د انځور په ژبه بیان کړی وي او که زه یې نه پیژنم هغه خو بیا بېله خبره ده.
تاسو څنګه داسي کوم فعلاً په نظر کې  لرئ چې کیسې د تصویر په ژبه بیان کړئ  او د یو ځوان په صفت تاسو  داسي یو فکر ته په کوم نظر ګورئ چې باید کیسې د انځور په ژبه بیان شي؟

ګلاب-افغان : ښه پوښتنه مو مطرح کړه. داسې نده چې افغانستان کې هنرمندان يوازې د مشهورو شخصيتونو انځورګري کوي، افغانستان کې ډېر تکړه او استعداد لرونکي انځورګران شته چې دوی په پوره معنا سره خپل مسؤليت ادا کوي او د انځور په ژبه د ټولنې ناخوالې بيانوي د هغې جملې څخه چې زه يې پيژنم، حمدالله ارباب، اقبال ترنک، نثار ايثار چې په انځورګري کې ماسټري لري، رفيع رسولي، د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو استادان دوی ډېره ښه انځورګري کوي او د ټولنې ستونزې په ډېر ښه هنر سره وړاندې کوي.

پتانه ژوند: افغان صیب! تاسو په یوه ویډیو کې ښودلي وو چې کوم انځور چې کاږۍ  تصویر ته په کتو سره یې کاږۍ.
که یو څوک ستاسو نه وغواړي چې یو انځور وباسه او تصویر درته ښکاره نه کړي، مګر صرف  د هغه کس څېره درته په خبرو انځور کړي  ایا وبه کولای شۍ چې تصویر یې وباسئ هغه کس ته ورته پوره انځور. او یا یو انځور ګر به وباسي داسي یو انځور؟
ګلاب فغان : دا چې ما انځورګري مسلکي نده لوستلي يعنې کوم هنري مرکز ته د زده کړې لپاره نه يم تللی، زما زياتره انځورګري د انځور له مخې وي، البته د څېرې انځورګري ښايم، په دې نشم توانيدلی چې يو څوک د يوې څېرې مشخصات او ځانګړتياوې راته بيان کړي او زه يې انځور کړی شم.
خو بايد ووايم چې د يوې کيسې او يوې ترانې لپاره مناسب کريکټرونه برابروالی شم او هماغه کيسه په انځور کې راوړلی شم.

پتانه ژوند: افغان صیب! که د هنر تر څنګ ستاسو د پوهنځۍ مربوطه پوښتني ته راشو. هغه دا چې ځیني ځوانان چې له یو پوهنتون څخه فارغږي د ځان سره کوم اینده ته پلان نه لري صرف هڅه یې وي چې پوهنتون خلاص شي او پیسې وګټي، پیسې ګټل د ژوند ضرورت ده دا درک کوم. مګر دوی د پوهنتون د لوستو په صورت کې د ځان  سره داسي اراده نه لري  تر څو دوی ته لاره هم خلاصه شي او د وطن په ابادۍ کې هم برخه واخلي. تاسو څنګه د هنر تر څنګ د اقتصاد برخه کې د ځان سره کوم پلان لرئ، داسي څه مو نوټ کړي دي  چې د وطن په کوم کوم ځایونو باید کار وشي تر څو ابادي راشي اقتصاد ښه شي د پوهنتون نه وروسته چې تاسو یې باید یادونه وکړئ د دولت او ولس سره یا خپل فکر او نوښت ولیکئ چې د اقتصاد برخه کې ترې کار واخیستل شي ځکه ځیني کسان په خپل فکر کې ښه پلان لري د ابادي لپاره ؟
ګلاب افغان: دا چې زه اقتصاد لولم او لکه تاسو چې کومه يادونه وکړه چې ډیری ځوانان مو راتلونکې ته پلان نلري او دا فکر ورسره نه وي چې زه اقتصاد يا بله کوم پوهنځی د څه دپاره  لولم؟ ولې يې بايد ولولم؟ يواځنی مقصد يې سند ترلاسه کول وي، ډېر کم تعداد محصلين او زده کوونکي وي چې دوی يو پلان،  يو برنامه جوړوي چې فارغ شم کومه پوهنځی به لولم، ولې يې بايد ولولم؟ خپل اهداف يې مشخص کړي وي چې دا دې د پاره زه مثلآ اقتصاد لولم چې د هيواد په اقتصاد کې رغنده رول ولوبوم.
زه چې مينه مې هنرونو سره هم وه او پلان همدا وو چې د هنر د لارې به خپلې ټولنې ته خدمت کوم او په مسلکي ډول به يې لولم، دا چې ځينې محدوديتونه د کورنۍ لخوا هم وي، نو دوهم قدم کې مې په خپله خوښه اقتصاد پوهنځی په نښه کړې وه او خپله يو ځانګړي برنامه لرم او په هغه به مخکې ځم او دا مې هم په نظر کې نيولي ده، چې اقتصاد په سهي معنا سره ولولم، ترڅنګ به يې هنرونه هم په مسلکي ډول لولم.

پتانه ژوند: افغان صیب! که ستاسو ژوند ته راشو څرنګه ژوند لرۍ، تاسو د خوست د یوې  ولسوالۍ یاست دا خو ښکاره ده چې د وطن د ولایتونو نه د ولسوالیو کسان د ستونزو او مشکلاتو سره ډیر مخ دي، د تعلیم سطحه هم ټیټه وي، تاسو په دې لړ کې د کومو ستونزو سره مخامخ شوی یاست څرنګه مو تر دې ځایه د رارسیدو مبارزه جاري ساتلې؟
ګلاب افغان: الحمدلله په هر حال شکر، ژوند مو دلته کابل کې ښه دی، دا چې کابل ته را کډه شوي يو لومړی وجه يې تعليم دی چې هم هلکان تعليم وکړي او هم نجونې…
معلومه خبره دا چې د ولايتي مرکزونو په نسبت د ولسوالۍ تعليمي سطحه ټيټه ده او وي، د هنر اړخه په ولسوالیو کې يوازې خوشنويسي بعضې کورسونه موجود وي هغه سره هم ډېر کم تعداد خلک علاقه لري.
زه خپله په هنري برخه کې زياتو ستونزو سره مخامخ شوی  يم، ډېر ځله د کورنۍ او کليوالو لخوا راته ويل شوي چې هنر او انځورګري څخه تېر شم او خپلو درسونو ته ادامه ورکړم، لامل يې ديني اړخ  په نښه کوي، خو ما دا مبارزه کړې ده چې په هنري برخه کې مې د دوی خبرو ته غوږ ندی نيولی، درسونو ترڅنګ مې په هنرونو کې هم څه نه څه  پرمختګ کړی دی، او دا چې ځانګړي کورسونو او استادانو ته نه يم تللی، دا ستونزه مې انټرنېټ را هواره کړې ده، د انټرنېټ څخه زياتره زده کړه کوم او په هنري برخه کې خپلې ستونزې حل کوم.

پتانه ژوند: افغان صیب ستاسو په اجازه !که ستاسو شخصي ژوند ته راشم فکر کوم واده مو هم شوی، څو ماشومان لرۍ او واده مو څنګه شوی د مور او پلار په خوښه که ستاسو ځکه ځوانان زیاتره د خپلي خوښي لیوالتیا لري. او بل دا چې ستونزمنه نه ده چې یو محصیل هغه کس چې خپله ډیر څه ته اړتیا لري او دی دې د کورنۍ, اولادونو او میرمني اړتیاوو ته هم رسیدګي وکړي؟
ګلاب افغان: د شخصي ژوند په اړه به دا ووايم چې واده مې د مور او پلار په خوښه شوی، او زما رضا هم پکې په نظر کې نيول شوي وه، يعنې هم د مور او پلار خوښه وه او هم زما… درې اولادونه لرم يو زوی چې عاطف نوميږي، دوه لورګانې ډيوه او شايسته. 
منم چې زه محصل يم، ترڅنګ مې يی واده هم کړی دی او هنرونه هم پالم، دا ډېر څه ته اړتيا لري، خو الحمدلله د کورنۍ لخوا په تعليمي او شخصي ژوند کې پوره مالي ملاتړ لرم، هنرونو برخه کې څه نا څه ستونزې شته . خو هنري برخه کې مې مشر ورور ميرويس افغان چې  فعلاً د مسافرۍ شپې ورځې تیروي، زيات ملاتړ کوي.

پتانه ژوند: ګلاب افغان صیب! ډېره مننه کور مو ودان چې وخت مو راکړ او د دعوت بلنه مو ومنله په پای کې ځوانانو ته څه پیغام او مشوره لرئ خاص هغو ځوانانو ته چې غواړي د انځور ګري هنر ته راشي؟

ګلاب فغان: مننه کور ودان
د دعوت رسنیز مرکز څخه زياته مننه کوم چې مونږ ته مو بلنه راکړه او ومو غوښتل چې د يو افغان او پښتون انځورګر غږ ته انعکاس ورکړي، مننه او کور وداني ورته وايم.
په پای کې مې ځوانانو او نجونو ته دا پيغام دی چې تل په خپل ژوند کې يو پلان ولري او مخکې په يو منظم پلان سره لاړ شي تل به کاميابه وي.
زياتره ورونه او خويندې شکايت کوي چې زموږ سره امکانات نشته، هغوی ته مې دا پيغام دی چې ژوند په خپله ټول امکانات دی او دا امکانات د ډېر ساده ساده څیزونو څخه په خپله ځان ته برابرولی شو خو يوازې قوي اراده او همت غواړي.
بل پيغام مې ځوانانو ته دا دی چې د خپل مسلک ترڅنګ حتماً يو هنر زده کړي، هنر يوازې انځورګري نه مثلآ ګرافيک ډيزاين، ډيجيټل ارټ، خطاطي، بهرنۍ ژبه زده کول، خياطي، د آنلاين بازارونو سره اشنايې او نور. ډا به د دوی په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

 

 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.