ومان نیازی د دعوت مېډیا ۲۴ سره په مرکه کې

مرکه کوونکې: پتانه ژوند

1,088

کاش په رنګونو کې ایساره ښکلا

لکه طاووس لکه هوسۍ راووځي

کاش دغه مات رباب ته ونڅېږې !

چې ترې همزولې زموږ لنډۍ راووځي

د لنډیو او رباب د ترنم ملګری، دروند شاعر، ژورنالیست، انځورګر

محترم ومان نیازی صیب  دا ځل د دعوت رسنیز مزکز

 (دعوت مېډیا۲۴) سره په مرکه کې دی.

 

مننه دوستانو ترپایه یې ولولئ, زموږ  هڅي ستاسو لپاره،

 (دعوت مېډیا ۲۴) یې تر تاسو در رسوي

د همدې تر څنګ د بېلابیلو لیکوالانوډیرې په زړه پورې 

او ګټورې لیکنې هم ستاسو له پاره خپریږي. 

د دعوت سره ووسئ او دعوت مه هیروئ.

پتانه ژوند: سلامونه نیازی صیب مننه چې وخت مو راکړ.

لوستونکو! په پیل کې به زه ووایم چې په نن مرکه کې له هنره ډک سړی د میني  ژباړن شاعر

 او لیکوال هنرمند انځورګر او ژورنالیست ومان نیازی صیب راسره دی. زه به دومره ووایم چې

 نیازی صیب د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د هغه سیمې نه د کومې سیمې نه چې ملامشکې عالم وو.

نور به درته پخپله نیازي صیب ووایې چې چیرته یې زدکړي کړې اود کومې څانګې نه فارغ شوی،

 چیرته اوسې او څه مصروفیتونه لرۍ. مهرباني نیازی صیب.؟

ومان نیازی: مننه، تاسو او ستاسو ټولو همکارانو او لوستونکو ته سلام او درناوی، سبقونه مې له غزني راپیل کړې او کله چې کابل ته راکډه شو

نو د لسانس تر کچې مې بهیر وغځاوه، له هغه وروسته څو کاله تدریس راله غاړې شو، بیا مې له رسنیو سره کار پېل کړ، کابویوولس کاله 

د ازادۍ رادیو همکار وم ، له ځینو نور مطبوعاتو سره مې هم همکاري وه.

تر هغو چې په ۲۰۱۸ کال هند ته وکوچیدم، دا دی اوس د کانادا په تورنتو ښار کې اوسم، انځورګري کوم او د خپل راتلونکې نندارتون لپاره تیاری کوم.

پتانه ژوند: نیازی صیب: د شعر سره کله اشنا شوی او څرنګه مو د شعر سره ملګرتیا پیل کړه؟

ومان نیازی: زلمی وم له لنډیو سره مې علاقه پیدا شوه، په یادو مې یادولې، بیا مې د طنزیه شعرونو لیکل پیل کړل، تر هغو چې کابل کې

مشاعرو ته وربلد شوم بیا مې مختلفې تجربې وکړې او تر ننه روانې دي.

پتانه ژوند: نیازی صیب: يوازي شعر ليکی او که نورې لیکنې هم کوئ.؟

ومان نیازی: یو وخت مې لنډې کیسې هم لیکلې خو شل مې نکړې، اوس انځورګري او شاعري کوم کله چې فرصت وي عکسونه هم اخلم.

پتانه ژوند:  له ډیرو شاعرانو مې واوریدل چې تاسو په لنډکې شاعري کې ډیر مهم او اساسي کارونه کړې دي  د زهیر باچا  په ادب،

سیاست او امن کتاب کې مې هم ستاسو د لنډکي شعر په اړه لوستي وو.  څرنګه مو لنډکې شعرونو ته مخه کړه؟

ومان نیازی: له دوستانو مننه کوم چې زما کم کار دروند تلي څو کاله مخکې موږ څو ملګرو د لنډکیو شعرونو په نوم یوه فیسبوک پاڼه جوړهکړه اوس هم شته خو څوک 

سر نه پسې ګرځوي، هغه وخت  مو د شاعرانو لنډ شعرونه خپرول بیا مو ولیدل چې مخالفتونه ډېر شول او خبره سپکو سپورو

ته ووته له هغې پاڼې مې لاس واخیست

 پر خپل فیسبوک تر ننه لنډ شعرونه خپروم، لنډکی شعر

 د نورو قالبونو په څېر یو قالبدی لکه غزل، مثنوي، قصیده….

دا چې زما څنګه علاقه ورسره پیدا شوه هغه داسې ده چې یوه ورځ مې پر فیسبوک جاپاني هایکوګانې ولوستې  دا یارانه تر ننه روانه ده، بیا چې کله

د هایکو په دود او بایدود او د لیکلو په ځانګړنو پوه شوم خپله مې هم ولیکلې،  خو په پښتو ژبه کې د هایکو هغه پینځه اووه،پینځه سیلابه جوړښت

 او قید خوند رانکړ لکه د شعر ساه چې تربته شي څه موده وروسته له دې حد او حدوده واوښتم او هغسې چې ما ته ښه اېسېده شاعري مې وکړه.

پتانه ژوند: نیازی صیب: په څو نورو مرکو کې مې له ځینو نورو د لنډکې شعرونو  د شاعرانو د لنډکې شعر په اړه پوښتني کړې وې.که تاسو نه واورو، 

لنډکي شعر ولې لکه غزل داسي نه دی او که په دې اړه لږ معلومات راکړئ ؟

ومان نیازی: لنډکی شعر د شعر یو قالب دی لکه غزل، مثنوي، قصیده، رباعي او نور طبعا د دوی جوړښت فرق لري، که مو منظور دا ويچې ولې 

هغسې مقبول او منلی نه دی دا بیا ګڼ دلایل لري، د غزل له قدامته رانیولې تر اوږده مزله ، موسیقي، اشنايي او ګڼ نور دلایل، موږ له ساده او روان تګه

هغسې خوند نه اخلو لکه د زلمو له هغو کتارونو چې ډاله ته څڼې اچوي او اړوي.

پتانه ژوند: که دا راته ووایاست څومره چاپ شوي او ناچاپ کتابونه لرئ؟

ومان نیازی: زما شپږ کتابونه چاپ شوي دي: دا څراغ درسره واخله، مامې سترګې ماتې کړې، رغیاڼه، د سکرو بخۍ ، څو پاڼې نڅا، چندرۍ.

یو وخت مې درې لومړي کتابونه د یوې نسبتأ لویې ټولګې په شکل چاپ کړل نوم یې دی: دراوۍ یوه ناچاپه ټولګه لرم د څو کلونو شاعري ده.

پتانه ژوند: نیازی صیب! تاسو په ازادي راډیو کې د جمعې په ورځ رادیوی مجله به مخته وړه. چې یو ادبي پروګرام وو.

 ډیر کله مې اوریدو  هلته مو څو کاله کار وکړ؟

ومان نیازی: یوولس کاله مې هلته کار وکړ لومړی د یوې کولتوري او بیا د ادبي خپرونې پرودیوسر وم.

پتانه ژوند: اوریدلي مې دي چې تاسو ډېره ښایسته او هنري انځور ګري هم کوی. موږ به د خپلو  لوستونکو سره ستاسو

جوړ شوي  انځورونه  هم شریک کړو. د انځورګرۍ په اړه که مو راته ووایاست’د انځور ګرۍ له لاري هم کوم پیغام ورکول غواړی،

خپل دردېدلی زړه په ټکوروی، کوم ورک داستان پکښي لټول غواړی او که مو شوق دی؟

ومان نیازی: انځورګري مې شوق هم دی او د هنري او نورو عاطفي پیغامونو لپاره هم کله ناکله استفاده ترې کوم، د کم عمر وم 

چې پیلمې کړه دا دی بوډا شوم اوس هم چې وخت وي یو څه جوړوم، یوویشت یا دوه ویشت کاله مخکې مې 

د پلالې انځورګري پیل کړه، نوربرخې مې وتړلې، اوس د غنمو له ډڼډر څخه انځورونه جوړم تر اوسه 

مې تر ۷۰۰ ډېر انځورونه جوړ کړي دي، په کابل او هندوستان کې مې د ګڼو نندارتونونه له لارې دا اثار نندارې ته وړاندې کړي

 اوس دلته تورنتو کې تیاری کوم چې په خلکو یې ووینم.

پتانه ژوند: نیازی صیب! د شعر، انځورګرۍ او ژورنالیزم ترڅنګ وای ښه رباب هم ژغوی. یعني د موسيقۍ  سره هم علاقه لری. نو ويلای شو 

چې يو شاعر، ليکوال، انځورګر ته رباب زده کول يا د موسيقۍ کومه بله آله زده کول په کار دي؟ او تاسو رباب ولي او څرنګه  زده کړی؟

ومان نیازی: رباب او لنډۍ خور او ورور دي، د چا چې لنډۍ زده وي دا ښه نه ده چې رباب دې هېر وي

رباب د افغانستان د ساز اصیله اله ده یو وخت مې د رباب باره کې له یوه استاد سره مرکه کوله ویل یې رباب د موسیقي په الاتو کې تاجداره شاه دی، 

تاسو به لیدلی وي رباب تاج لري له دې کماله 

علاوه بهترین غږ لري زه یې په ښایست او غږ دواړو مین یم

زما په نظر له شاعر سره د موسیقي د الې یادول او انځورګري ډېره مرسته کوي دقت ورسره ډېرېږي نظم ورسره پیداکېږي حوصله

 ورسره پخېږي او تنوع ډېرېږي.

پتانه ژوند: نیازی صیب ! که موږ وګورو په دې تیرو څو لسیزو کې د پښتون میشتو یا لیري پرتو ولسوالیو ډیرې له تعلیمه او پرمختګه لري

پاته دي چې زیاتره ځوانان یې نالوستي پاته دي بدبختانه له زدکړو محروم دي. او یو ځای ته رسېدل به یې یوه معجزه وي. تاسو څنګه

وکولای شوای چې یو انځورګر’ ادیب’ هنرمند’ او ژورنالیست شئ ؟

ومان نیازی: زما شرايط خو بېل و  پلار مې د پوځ افسر و او زه په ښار کې اوسیدلی یم او لیک لوست مې کړی، د وطن زلمو، زلمکیو ته خپه

یم چې عالمانو له سبقونو محرومه کړي دي زه دا وایم چې دوی باید تعلیم جبري کړی وای ځکه په قران شریف کې ۵۰۰ ځله د علم او د علم

د مشتقاتو ذکر شوی دی په قران شریف کې د الزمر ۲۳ سپاره ۳۹ سوره نهم ایت کې واضح راغلي چې وایي عالم او بې علمه کس د

مقایسې وړ نه دي. دوی برعکس د دې مقدس متن او د خلکو د غوښتنو خلاف عمل کوي هیله مې دا ده چې

 ولسونه هم خپل غږ اوچت کړي او دا زمینه وغواړي.

پتانه ژوند : نیازی صیب ! تاسو زیات وخت په هند کې ژوند کاوه فکر کوم اوس بل هیواد ته تللي یاست. دا پوښتني ما هغه وخت امادهکړې وې 

چې تاسو په هند کې اوسیدۍ بیا تاسو ته لاس رسی نه کېده اوس خوشبختانه ستاسو سره مو اړیکه وشوه. نو زه به دا یو دوه پوښتني د افغانانو هند

ته د تګ په ستونزو وکړم البته نورې پوښتنې به بیلي خو اړیني دي.

هغه دا. د مومن خان او شيرینو د داستان سره زیاتره افغانان بلد دي، په دې داستان کې کله چې مومن خان هند ته ته’نو شيرینو یوه ناره ورباندي وکړه.

مومینه مه ځه هندوستان ته’ 

د هندوستان جوني لولۍ بند به دې کړینه’

لولۍ  مطلب له پخواني روایاتو فریب بازي چالاکه’ښځي.

په دې ناره کې هرڅه یو ثبوت دی ، د افغاني میرمنو ویره او کرکه هند ته د سړیو له تګه په ښکاره ډول څرګنده ده او بیا ځیني حقایق چې موږ

په حقیقي ډول د هندوستان د تګه بد اثرات یا ناوړي اغیزې په ځینو کورنیو باندي، لیدلې او شاهدان یو ستاسو د تګ لامل څه و.  که

دا راته ووایاست څه رنګه هندوستان ته تللي یاست او هلته اوسیدۍ؟

ومان نیازی: هند جالب وطن دی هلته د افغانو قدر شته البته اوس دوی خپله د ځانونو قدر کم کړی دی په ځینو جرایمو کې ښکېل وي،  

پخواني نکلونه خو خیالي خبرې دي یوه لنډۍ وه

ورځه ورځه تر دکن تېر شې

زه چې پر مخ زلفې لرم بل به یارکړمه

د دکن لیدلو ته د همدې لنډې په خاطر لاړم چې دا ووینم چې څه تیاره صحرا به وي، دکن حیدر اباد کې دی او حیدر اباد د هند جنوب کې

واقع دی ما ریل کې سفر وکړ حیدر اباد طبعاً هغه حیدر اباد نه و خو افغان اوس هم هلته خانان و، بل ښار کلکته دی د هند شرق کې هلته

هم خانان، خانان و یوازي دهلي کې خانان یو څه له نظره لویدلي و د خوارانو خواري وه اکثر کډوال و پخوا به افغانانو هلته کلونه تېرول

دوی په ژبه، ایمانداري او صداقت مشهور و د تاګور کابلی والا داستان چې فلم پرې جوړ شوی دی پټان خورا دروند پکې ښوړل شویدی، 

خلک د همدې فلم د داستان له صحنو افغانانو ته ګوري

پاته شوود  ودونه کیسه نو ودونه خو پخوا هم شوي دي اوس هم ودونه کېدل زما په نظر که مجردان دا کار کوي هغه د دوی حق دی خو که

داسې وي چې د واده څښتن وي، ولاړ شي هند او هلته کلونه تېر کړي بل واده او ودونه وکړي دا پخوا هم ظالمانه وه اوس هم ظالمانه دی

زما تګ هند ته ګڼ دلایل لرل ډېرې ستړې مې تېرې کړې خدای دې د ټولو کډوالو زېرمه او غور وکړي.

پتانه ژوند: نیازی صیب تاسو چې هند کې اوسیدی او هرڅه مو له نږدې کتل ایا د افغانو ښځو یا نامزادو انجونو ویره په ځای ګڼی دهغوسړیو په وړاندي کوم چې هند ته تللي، او کوم چې ما مخکنۍ پوښتنه کې هم وویل چې موږ د ځینو حقایقو شاهدان یو چې زیاتره 

افغاناند هند د تګ سره د خپلو ميرمنو او اولادونو اينده او ژوند د یو بد سرنوشت سره مخ کړي. هند ته چې لاړ شي  هلته بل واده وکړياو دا دافغانستان میرمنه دلته زژوندۍ کونډه ناسته وي او اخیر برباد برباد شي, چې دا واقعت هم یو بد عمل او بېعدالتي ده چې د افغان ښځوسره کیږي او شوې دي.

تاسو چې په هند کښې ډیر وخت ژوند کړی د افغانانو دې کارو ته په کوم نظر ګوری، لامل یې څه دی واقعيت هم اشتباه 

د هندوستان دانجونو ده یعني افغان سړي ملامتیا نه لري.؟

ومان نیازی: اوس هلته چې کوم کډوال ژوند کوي لکه په نورو اروپايي وطنونو کې چې افغانان ودونه کوي، دوی هم یو نیم زړه غږوي خوهغه پښتانه چې هلته کاروبارونه لري له پخوا هلته اوسي هغوی ودونه نه کوي تګ راتګ اوس اسانه شوی ځینې ما داسې هم لیدلي چې لهخپلو اولادونو سره هلته اوسي درسونه پرې وايي مطلب خان اوس هغه پخوانی پټان نه دی

پاته شوه ناروا او ظلم هر وخت بد دی او هندوان هم هغه پخواني هندوان نه دي هند په هر لحاظ ډېر بدل شوی دی.

پتانه ژوند: نیازی صیب! له ادب سره نه تړاو لرونکې خلک زیاته علاقه لري د شخصي پوښتنو د میلمه په ژوند او کورنۍ، مربوطو پوښتنوسره.

نو که راته ووایاست چې د لوستونکو تلوسه زیاته نشې. واده مو څنګه شوی ستا په خوښه که ستاسو دواړه په خوښه ، څو بچان لرئ او په

اولادونو کي مو هم د هنر او شعر مينه شته؟

ومان نیازی: تر واده له مخه راته وویل شول موږ غواړو دلته دوستي وکړو ما ویل سمه ده. درې اولادونه لرم له هنر سره ټول علاقه لري، په سبقونو بوخت دي.

پتانه ژوند: ستاسو شاعري متفاوته ده شاعري مو د خوند، ذوق او د انځورونو پريمانه شاعري ده. لیوالتیا مې درلوده  چې تاسو سره مخشم او ستاسو نه خپله واورو

که د خپلي خوښي شعرونه مو راسره شریک کړئ خوښ به شو.

___________حتمآ

زما پر سیوري یې پښه اېښې ده

د څانګو څوکي کاشکې ونه واخلي

د دې کښتۍ څراغ ته ناسته جنۍ

کاش له نازکو شونډو ستنه واخلي

میر مې ورک کړی لکه ورکه زاڼه

د شنه اسمان غېږ کې دورې وهمه

پر غږ مې ناستې دوړې وڅڼډه چې

د  چا په نوم پسې نارې وهمه

د ګونګروګانو په شرنګي مینه

ادا په تار د لیونتوب تخنوي

سترګې مې ویښې دي مرغیو غوندې

په بې خوبيو یې څوک خوب تخنیوي

د کهربا غوندې رڼې ځلېږي

سترګې یې خامې د زیتون دانې دي

چپه باڼه او لیمویي لمنه

مرۍ مرۍ شامقصودي تسپې دي

زعفراني کرونده تږې جلوه

د ارغوان د بوټي سیوری جنۍ

بنارسي سارۍ تر ځان تاو کړې

د بنارس د کوڅو ستوری جنۍ

زه د یوه قفس

د غږ ړنګ غبار ته ناست یم

ما نه د مرغۍ خوب کې

الوتې د چا سترګې دي

هغه چې شنې ځلېدونکې

سترګې پټې کړي

زموږ د چینې

پاسته رګونه وچ شي

اوبه مو لکه مرغۍ

له ټولو لوښو

څاڅکی څاڅکی

غره ته وتښتي

لکه سکروټې وي پر سترګو اېښې

په دې بستر د سړي خوب خوږېږي

ستا د صحرا په دوړو ولګېدم

اوس مې هر بند د لیونتوب خوږېږي

په هغه ګرد پسې ولاړې اوبه

په دې شفق کې یو چاودلی انار

د چا د ګوتو خاوره سیل راوړې

د چا په ګوتو کې شرنګېږي سیتار

کاش په رنګونو کې ایساره ښکلا

لکه طاووس لکه هوسۍ راووځي

کاش دغه مات رباب ته ونڅېږې !

چې ترې همزولې زموږ لنډۍ راووځي

چا په لمبه باندې شیندلي ګلاب

ادا دې څه لیونی زور اخیستی

په اننګو باندې پیکی راپرېږده

د بڼو څوکو دې ترې اور اخیستی

د زورورې خاموشي چیغې دي

ګوتې دې غبرګې په غوږونو کېږده

دوړې و نه څڼډې زما له اوږو

سر دې په خپلو زنګنونو کېږده

وېره دې ورکه شي ته مه وېرېږه

دا بوږنونکی غږ به باد یوسي

د خاموش غره سترګې به وغړېږي

له دغو څانګو به مراد یوسي

دغه خبره لکه غړپ د ستنو

په دې ګنا ولې څوک نه خوږېږي

دغه څراغ ولې بلېږي دلته

په دې رڼا ولې څوک نه خوږېږي

د دې ځنګله له اوږو کوزې مرغۍ

لکه له پاڼو چې څوک ساه واخلي

لکه په ظلم د چا پټې سترګې

لکه له درده چې څوک اه واخلي

د دې جنون سترګې سکروټو غوندې

د دې صحرا نبض به ودروي

دا ستا قامت به لکه دوړه هسک شي

دغه جنډه به هوا ودروي

زما خبرې څو سرتورې مرغۍ

اخر بې څانګو او بې شوره شوې

دا د حواسو ډوبې ډوبې چینې

د چا په غږ پسې شوکوره شوې

د دې څپې مستي د اس غوندې ده

پر دغه لار باندې دې تېره شي لږ

ستا د وزرونو د خوشبو په څېر دې

غېږه هوا تر چا چاپېره شي لږ

د پارونکې خاطرې کتابچه

د چا هېر یاد پکې نوکارې وهي

له تخیله پکې لاره ورکه

جلوې په هره جلوه لارې وهي

د پایزیبونو په شرنګي مینې

د دې ښایست نبض دې ساه واخلي

سترګې دې شوخې باد اخیستې مرغۍ

لکه په شولو کې پناه واخلي

وړې خبرې څومره عمر کوي

دا ملغلرې څومره عمر کوي

د ماشومتوب کیسې مې نه هېرېږي

دا دومره لرې څومره عمر کوي

سترګې ړندې د ظالمانو نشوې

لکه ډبرې څومره عمر کوي

د خپلې ساه په لګېدو خوږېږي

هغه دلبرې څومره عمر کوي

خپلو بڼکو نه سروېږد جوړوم

دا پستې زغرې څومره عمر کوي

ما ته دې غره کې دا جنۍ ووایی

ګل او ګورګورې څومره عمر کوي

_____

پتانه ژوند : نړۍ مننه محترم نیازی صیب! زنده باد تاسو.

لوستونکو ته به څه ووایاست چې د ادب په کومه برخه ‌ډیر کار باید وکړي او د ادب په میدان کې زحمت وباسي؟

ومان نیازی : داسې ده موږ چې کوم کار کړی دی د دنیا د نورو ملکونو په پرتله ډېر کم دي د ادب برخه هم

لکه نورې برخې ډېره خواره ده که غواړو چې ښه او اغېزمن کار وکړو نو ښه دا ده چې له کومې

 څانګې سره  له زړه مینه لرو هغه ولولو او وپالو.

مننه

No photo description available.

 

 

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.