استاد ګل رحمان رحماني د دعوت مېډیا سره په مرکه کې

949
محترمو لوستونکو!
دا ځل مرکه مو د ژباړي هکله له پوهندوی شاعر،  لیکوال، ژباړن او څیړونکي دروند شخصیت استاد ګل رحمان رحماني صیب سره د ژباړي په هکله نوې پوښتني  شریکې کړې. ویې ولولئ او د ژباړي هکله ګټور ځوابونه تر لاسه کړئ.
________
رحمت شاء سائل صیب وایي.چې د قامت سوری یې لر ته رسي بر ته رسي
د دلدارۍ  هنر  به څنګ  داسې  دلبر  ته رسيلا  په  کابل  کې  پابندي  ده  د  نارنج  په ګلو
ګني  هغه  خوشبو  خو  زړه د پېښور ته رسيزه    ګذارونه     د   جانان    د   بڼو     پېژنمه
لکه  تاو کړی  غشی  نېغ  راځي ځیګر ته رسي

هلته   د    فکر     لېوني     ګلونه     اور غوړوي
زما  پیغام   چې  پښتنو  ته  چرته  چرته  رسي

څوک د ” سائل ”  د جادوګر زړه په جذبه پوهیږي
څوک   د سائل   د   جادوګر   قلم   هنر  ته  رسي.

د دعوت 24سره ووسئ.

_مرکه کونکې پتانه ژوند


پتانه ژوند: محترم پوهندوی، شاعر، لیکوال، ژباړن استاد ګل رحمان رحماني صیب ! سلامونه او نیکې هیلې ستړی مه شئ
ګل رحمان رحماني: د دعوت ټولو درنو لوستونکو په ځانګړي زما د مرکې لوستونکو ته سلامونه او درناوی وړاندې کوم، خدای دې وکړي چې سوکاله او له هیلو ډک ژوند به ولري. مننه چې زه مو د مرکې وړ وبللم

پتانه ژوند:   محترم استاد  که لومړۍ پوښتنه او مرکه په همدې راپیل کړو چې ژباړه څه ته وایي ژباړه یانې څه؟
ګل رحمان رحماني:   ژباړه له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د یوه مطلب یا یوه مفهوم داسې لېږدونه ده چې د دواړو ژبو (مبدا او مقصد) تر منځ د مانا تضاد او ټکر ونه لري او د اصلي متن د لیکوال د تایید وړ وي، البته زما دا تعریف د مفهومي ژباړې پر بنسټ ولاړ دی.

پتانه ژوند:  محترم استاد! ژباړه د یوې ژبې په غني کولو کې څه رول لري ؟
ګل رحمان رحماني :    د یوې ژبې په بډاینه کې چې څومره د یوې ژبې تخلیق او تحقیق (پنځونه او څېړنه) رول لري، همدومره ژباړه هم اړینه ده او کولی شي یوه ژبه غني کړي، خو په ټوله کې ژبه د لوستو وګړو، د علومو د څېړونکو(قلموالو) او ساینس او ټکنالوژۍ پر مټ ډېره غني کېږي، ځکه چې نن د برېښنايي نړۍ زمانه ده او څو چې یوه ژبه د انلاین او ټکنالوژۍ ژبه نه شي، بډاینه یې ګرانه ده.

پتانه ژوند :  محترم استاد! ښه ژباړه کومه ژباړه ده  اوڅه ځانګړنې لري ؟
ګل رحمان رحماني:    ښه ژباړه هغه ده چې د ژبې او الفاظو پر ځای مفهوم او مانا ته ژمنه وه او لوستونکي ته یو مفهوم هغسې تداعي کړي چې د لومړۍ ژبې له متن نه یې تمه کېږي. د غوره ژباړې لومړۍ ځانګړنه دا ده چې له خیانت نه پاکه وي، د لیکوال قناعت حاصل کړي، په لوستونکي کې بدلون راولي، له ابهام نه پاکه وي او د دویمې ژبې ګرامر ته په کې زیاته پاملرنه شوې وي، یا په بل عبارت د لومړۍ ژبې له ګرامري اغېز څخه پاکه وي، متن یې هم لومړی لاس یا مخامخ وي، یاني له دویمې او درېیمې ژبې څخه نه وي اړول شوې. همدا ډول یې ژباړن پر مبدا او مقصد دواړو ژبو بشپړ حاکمیت ولري.

پتانه  ژوند : استاد!  نن، سبا  ژباړي ته زموږ په ادب کې څومره اړتیا لیدل کېږي او په ځانګړي ډول په کومو برخو کې چې باید کار پکي وشي ؟
ګل رحمان رحماني:    له ژباړې خلاصون نشته، نن سبا حتی د نړۍ ډېرو سترو ژبو له انګریزي اوعربي هم پراخه ژباړو ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول په ادب کې ورته ځکه ډېره اړتیا شته چې ادیبات د ژبې او بیان د لیکني طرز او تفکر د بیان غوره وسیله ده، تر کومه چې د ادبیاتو خبره ده، نو ټول هغه اثار چې د نوبل ادبیاتو جایزې یې ګټلې، یا په یوه ډول د انسانانو د مشترک برخلیک مهم ټکي لري، باید وژباړل شي او ادیبان ورڅخه د لیکنې د تجربې او زاویو په برخه کې زده کړه وکړي. دا چاره هم ادبي ذوق روزي او هم ادیبانو ته د سوژو موندنې او د بیان زاویې او طرزونه ور یادوي.

پتانه ژوند : محترم استاد ! که ژباړن د مبدا  او مقصد د ژبو سره پوره بلدتیا ونه لري نو تاوان به یې څه وي ؟
ګل رحمان رحماني:   مخکې مې هم یاده کړه چې په ژباړه کې یو تر ټولو بد ټکی خیانت یا د امانت نه رعایت دی، ډېر خلک چې له ژباړه سره موافق نه دي او ژباړن خائن بولي؛ نو لامل یې دا دی چې زموږ اکثره ژباړن پر دواړو ژبو یاني مبدا او مقصد باندې بشپړ حاکمیت نه لري، له ګرامر سره یې اشنا نه وي، اوس که چېرته ژباړن په یوه ژبه حاکمیت ولري په بله نه، نو طبیعي ده چې هم د خیانت موضوع رامنځته کېږي او هم یوې ژبې ته د ګټې پر ځای د ګرامر له اړخه تاوان رسوي. پرمبدا او مقصد ژبو پوهېدل، یو ژباړن د متن او موضوع تل ته رسوي او د تفهیم ځواک یې پیاوړی کوي چې په پایله کې یې لوستی او پوه لوستونکی رامنځته کېږي.

پتانه ژوند: استاد! متلونه ، اصطلاحات، او د ژبې نور مهم فکتورنه د یوه ژباړن سره په ژباړه کې څومره مرسته کولای شي؟
ګل رحمان رحماني:      په ژباړه کې یوه بحث د ولسی پوهې او فرهنګ سره د اشنایۍ ټکی دی، په تېرو شلو کلونو کې چې په افغانستان کې نړیوال حضور زیات و، د ګڼو ژبو لرونکو هېوادونو پوځیان او ملکیان افغانستان کې وو، ژباړې ته سخته اړتیا وه، خو له بده مرغه چې د افغانستان له فرهنګ او ولسي پوهې سره نا اشنا ژباړونکو دومره ناسمې ژباړې وکړې چې د ګڼو بې ګناه افغانانو د وژنې سبب شوې. د افغانستان ګڼ قوانین او اسناد د نورو ژبو په ځانګړي ډول انګریزي او پارسي تر اغېز لاندې په اصطلاح پښتو شول. تاسې پوهېږئ چې په ژباړه کې ولسي اصطلاحات، متلونه او خاص نومونه نه ژباړل کېږي. دا به شاید ټوکه وي چې یوه ګل خان نوم افغان خپل نوم کوم بهرني دفتر کې پلاور خان (flower khan) ژباړلی و. که چېرته ژباړن له دې پوهې څخه برخمن وي، د ژباړلي متن د لوستونکو او دده د شهرت دایره پراخېږي او علمي محبوبیت تر لاسه کوي او په ژباړه یې د ژباړې ګومان له منځه ځي، د اصلي متن په څېر په ټولنه کې جذبېږي.پتانه ژوند: محترم استاد : مبهمه ژباړه د کومو اصولو په نه مراعتولو سره رامنځ ته کېږي؟ بله داچې دا ډول ژباړې به څرنګه سموو؟
ګل رحمان رحماني:     مبهمه یا ناڅرګنده ژباړه لومړی هغه مهال رامنځته کېږي چې ژباړن له ژباړې سره لېوالتیا ونه لري، موږ دوه ډوله ژباړونکي لرو چې یو داوطلب او بل هم ماموریت یا د زور ژباړنکي دي. کله چې یو ژباړن په دواړو ژبو کې پراخه مطالعه ونه لري، له ګرامري سکښت سره اشنا نه وي، له یوه مطلب څخه لومړی خپله اغېزمن نه شي، ژبې ته د خدمت پاکه جذبه ورسره نه وي، نو سر له واره د نوم یا یوه اثر د لرلو په شوق یې ژباړه د ابهام کندې ته لوېږي. د مخنیوي لاره یې داده چې ژباړن باید داوطلبانه ژاړې ته حاضر شي، لومړی خپله له یوه مطلب اغېزمن شي، سل په سلو کې ورباندې وپوهېږي او لوستونکي په پاکې ونیسي، بیا یې د ژباړې پیل وکړي. د زور ژباړه یا تحمیلي یاني تپل شوې ژباړه تل له ابهام سره مخ وي او له اصلی مفهوم سره ټکر لري، بلکې د لوستونکي وخت ورباندې ضایع کېږي.پتانه ژوند : استاد! د یو ژباړن  په ژباړه کې د هنري ذوق په منظور څه وایئ هنري زوق کولای شي د ژباړن سره مرسته وکړي؟
ګل رحمان رحماني:     هنري ذوق هغه مهال په یوه هنرمن کې رامنځته کېږي چې پراخه مطالعه ولري، هغه چې دوه اثار یې لوستي او هغه چې څلور یې لوستي، ذوق یې فرق لري، د څلورو اثارو د لوستونکي ذوق تر دوو لوستي زیات دي، همداسې تر لوړو درجو. تل باید د اوچتو لیکوالو هنري اثار ولوستل شي، مسلکي اثار ولوستل شي، د طب ډاکټر ښايي تر یوه هنري اثر یو طبي اثر په لوړ ذوق وژباړي، همداسې یو ادیب یو نړیوال داستاني شهکار تر اقتصاد پوه ښه ژباړلی شي، خبریال یو خبري راپورتاژ تر حقوقپوه ښه ژباړلی شي. بله دا چې یو ژباړن باید هر وخت اپډېټ ( تازه ) دا هغه وخت کېدی شي چې بازار ته له نوو کتابونو په ځانګړي ډول شهکارونو با خبره او لوستی وي. په ذوق کې له مطرحو او با ذوقه ادیبانو او ژباړونکو سره ناسته ولاړه هم هنري ذوق پیاوړی کولی شي. له طبیعت سره یې ژورې اړیکې هم دا وړتیا زیاتوي، ځکه چې طبیعت خپله د هنر د تولید او ودې یوه ښه سرچینه ده. د یوه کس زده کړې او لوړه پوهه هم د اوچت ذوق د خپلولو یا لرلو لامل ګرځي، ځکه څومره چې پوهه لوړېږي، هغومره زموږ ذهني تشې ډکېږي او نظر مو پورته ځي، له نوو خبرو او هنري پدیدو سره مخ کېږو او په ټیټو هنري تخلیقاتو یې زړه اوبه نه څښي.پتانه ژوند : محترم استاد: ژباړه د یو لیکوال په تخییلي او تخلیقي ځواک څومره اغیز لرلی شي؟ دا حقیقت ده چې ژباړه د یو ژباړن فکري خپلواکي اخلي؟
ګل رحمان رحماني:     که چېرته ژباړه په مسلکي چوکاټ کې مطرح کړو چې هر څوک د خپلې څانګې او مسلک په برخه کې څانګیز کتابونه وژباړي، بیا کومه خبره نه ده، خو که چېرته د مسلکي خلاف ژباړې وشي، بیا طبیعي ده چې د ژباړن خپل مسلک او فکر یو څه تر اغېز لاندې راولي او ورڅخه پردۍ کېږي، یاني دا واټن د هغه د ریاضت او ځان ساتني د حذف ګرځي. له شک پرته چې د غوره اثارو ژباړه د یوه لیکوال یا پنځګر او څېړونکي پر فکر اغېز لري او کله چې د ژباړې له چاپېریال ووځي، خپل تخلیق او تحقیق ته راشی، نو هېڅ امکان نه لري چې له یوې مخې دې له دې اغېز ووځي او خپله فکري خپلواکي دې حفظ کړي، خو له بلې خوا په ژباړه کې مداخله او خپل فکر ننویستل هم جرم دی. ما ډېر ژباړن لیدلي چې د نورو اثار یې ژباړلي، خو کله چې خپله لیکنه کوي، د هغه سبک هم کټ مټ هغه ته ور ورته وي. تکړه ژباړن محمد زبیر شفیقي د نسیم حجازي ټول ناولونه پښتو کړل چې غوره روانه ژباړه ده او ټول یې ستايي، خو کله چې ما د هغه خپل وروستي دوه ناولونه میرویس خان نیکه او شیرشاه سوري ولوستل، د نسیم حجازي د داستاني لیکني سبک پوره اغېز مې په کې حس کړ او ډېر ځله به مې فکر کاوه چې د نسیم حجازي لیکنه لولم. دا یوه طبیعي چاره ده او ژباړن ورسره مخ دي.


پتانه ژوند: استاد !  په ژباړه کې د بهرني لیکوال د لیکلو سبک به څرنګه ساتو. که د یو شاعر شعر را ژباړل کیږي ایا سیلابونه، ردیفونه او  داسي نور دا هرڅه به په نظر کې نیول کیږي؟
ګل رحمان رحماني:   د یوه بهرني لیکوال له سبک څخه د ځان ساتنې یوه لاره دا ده چې د ژباړې له پای ته رسولو سره سم باید خپله لیکنه پیل نه کړي، یا لږ تر لږه د څو لیکوالو اثار ولوستل شي او وژباړل شي چې بالاخره یو مشخص اغېز په کې پاتې نه شي، کله چې لیکوال له مبدا او مقصد ژبو سره د بشپړې اشنایۍ تر څنګ پر موضوع بشپړ حاکمیت او مسلکي توب ولري، دلته هم د اغېز کچه کمېږي او بیا کولی شي چې خپلې خبرې ولري او د خپلو خبرو د کولو لپاره له ژبې څخه هم کار واخلي، ژباړن ته ډېره زیاته مهمه داده چې باید لیکوال وي، کله چې ژباړن د لیکوالۍ له مهارت او پوهې سره اشنا وي، بیا خپله ژبه کې ښه متن تولیدلی شي او د خپلې محتوا او خبرو لپاره د لیکنې روان او غوره چاپېریال رامنځته کولي چې مجرب ژباړونکي دا هنر لري. تر کومه چې د شعر یا منظومه ژباړه ده، په دوو برخو وېشل کېږي، یو شعر پر شعر ژباړه او بل شعر په نثر ژباړل. په پښتو منظومو ژباړو کې ژانر په ژانر ژباړل کم رعایت شوي دي، مثلا پارسي غزل په پښتو غزل ژباړل شوی وي، هلته ازاد شعر په نظم او نظم په ازاد شعر ژباړل شوی دی، دلته بیا د هر شعري فورم اړتیا ده، نه د اصل شعر، همداسې د شعر ازاده ژباړه کې هم ژباړن اړ نه دی چې د ژانر رعایت په پام کې ونیسي. ددې برخې لپاره زما وړاندیز دا دی چې د شعر ژباړه باید یوازې شاعر وکړي، که ژباړن شاعر نه وي، له بدیع بیان، وزن او عروضو سره اشنا نه وي، نو ګرانه ده چې د شعر د ژباړې له عهدې دې ووځي.پتانه ژوند: محترم استاد! په ژورنالیستي ژباړه کې کوم مهم اصول باید په نظر کې ونیول شي؟
ګل رحمان رحماني:    ژورنالستیکي متنونه د حقیقت تصویرونه دي، د نن خبره ده، موخه یې یوازې د یوې پېښې خبر رسول او یا که اصولي مسلکي متنونه وي، یوازې د لوستونکي سر خلاصول دي، له احساساتو، تخیل او عواطفو سره یې کار نشته، نو تر ټولو مهمه داده چې د ژورنالستیکي متن ژباړن باید درېیو شیانو ته ډېر زیات پام وکړي، زمان، مکان او مخاطب، په همدې ډول د رسنۍ نوعیت هم مهم دی، د ټلویزیون، راډيو، انلاین او ورځپاڼې متن باید توپیر ولري. د افغانستان د رسنیو په ځانګړي ډول راډیو ټلویزیون یوه ستونزه داده چې خبرونه په یوه ژبه تولیدېږي او ورپسې سروېس کې د همغو ژباړه تکرارېږي. د اعلامیو او خبر پاڼو ژبه او ژباړه هم مسلکي نه وي، ځکه چې اکثره یې نا مسلکي خلکو لیکلي وي، څخه نا مسلکي توب د ژباړن شي او څه د خبري متن په ترتیب کې اصول تر پښو لاندې شي، نو بیخي منحرف متن ورڅخه جوړېږي.پتانه ژوند:  شفاهي ژباړه کومې ژباړې ته وايي؟ او د دې ژباړې اصول او ډولونه څه دي؟
ګل رحمان رحماني:   شفاهي ژباړې ته پښتو کې د نالیکلي ژباړې نوم کارول شوی دی، هغه ژباړې ته ویل کېږي چې د یوه لیکلي متن پر ځای له یوې غږیز یا ویډیويي متن څخه ژباړل کېږي. دا ژباړه تر ټولو سخته ژباړه ده، ځکه چې د ژباړن پر مشاهده او ځيرکۍ پورې اړه لري، دا ژباړن باید د لغتونو غني زېرمه ولري، ځکه چې دی هم مهاله نه شي کولی چې د یوې کلمې په مانا پسې ډيکشنرۍ ته لاړ شي. ددې ژباړې معمول ډولونه عبارت دي له: د وینا ژباړه (حضوري او نا حضوري)، د لیکلي متن له مخې د وینا ژباړه او بل هم د مرکې له مخې ژباړه ده. شفاهي ژباړه په دې وروستیو کې زیاته معمول وه ځکه چې ټلویزیوني او راډیويي رسنیو کې کنفرانسونه، فلمونه او سریالونه خپرېدل، دوبلې او مخامخ ژباړې ته یې اړتیا وه. په دا ډول ژباړه کې ډېر مخاطبین عام خلک وي، باید عامیانه او اسانه ژبه وکارول شي او ژباړن ډېر دقیق او ځيرک وي، له ویناوال سره هم مهاله لاړ شي، شاته پاتې نه شي او له دواړو سره پراخه اشنايي او غني لغوي زېرمه ولري.پتانه ژوند: استاد ! موږ تاسو ګورو چې ژباړي مو زیاتي کړې,  د شعر او د نثر ژباړه څه توپیر لري؟ ستاسو په نظر په دې داوړو کې د کوم یوه ژباړه ډېر کار غواړي؟

ژبه هم ښه وینا کاندي چې یې وینهد خاوند په کور کې زر او درهمونه

پتانه ژوند: هغه کوم تخنیکونه او هنرونه دي چې د ښه ژباړې او ژباړن کېدو لپاره ډېر ضرور دي, لو ستونکو ته مو پیغام څه ده؟
ګل رحمان رحماني:   د ژباړونکي لپاره مهمه ده چې د ژباړې شوق او ذوق ولري، ددې ذوق لپاره ابراز یا وسایل په کار دی چې تر ټولو مهم یې د یوې بهرنۍ یا دویمې او درېیمې ژباړې زده کړه ده. که ژباړن فکر کوي چې له ګوګل ترانسلټ او یا ډېکشنریو به خپله اړتیا پوره کړي، بیا یې ژباړې ته اړتیا نشته. لږ تر لږه باید په یوه بهرنۍ ژبه اشنا وي، خو له ټکنالوژۍ سره هم اشنايي ورته اړینه ده. په خپله ژبه کې د پراخه مطالعې لرل ورته اړین دي، څو له اړتیاوو خبر شي چې کوم کتابونه ګټور دي چې وژباړل شي. د مبدا او مقصد ژبې د ګرامر تر څنګ د دواړو ژبو له فرهنګونو سره اشنايي او لغوي زېرمه ورته اړینه ده، ځکه چې د یوې ټولنې د فرهنګ زده کړه، د هغه ټولنې د ژبې پنځوس سلنه زده کړه ده. له ماشیني او ټکی په ټکی ژباړې څخه ځان ساتنه مهمه ده، دویم او درېیم لاس اثار باید ونه ژباړل شي، خصوصا اردو او فارسي ژباړې ډېرې کمې د اعتبار وړ دي. بل مهم ټکی د خپل مسلک په چوکاټ کې د ژباړې تر سره کول دي، ځکه چې هر مسلک او موضوع خپله تخصصي ژبه او قاموس لري چې یوازې هم مسلکه ورباندې پوهېږي. موږ ولې وزارت امور داخله د کورنیو چارو وزارت ژباړو، خو متخصص امراض داخله یا متخصص امراض قلب د  کورنیو ناروغیو / د زړه ناروغیو متخصص نه ژباړو، دا ځکه چې مفهوم بایلي او دلته تخصصي یا مسلکي مانا هدف ده. په افغانستان کې د ژباړو د مقایسوي کتنې فرهنګ کم دی چې له ژباړې وروسته د مبدا متن له مقصد متن سره د یوه درېیم ګړي له لوري په پرتلیز ډول وکتل شي او نهايي شي.
پتانه ژوند: محترم استاد ډېره مننه چې وخت مو راکړ !
ګل رحمان رحماني: زیاته مننه.

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.