څنګه ځان خوشحاله کړو

1,041

څنګه ځان خوشحاله کړو؟

 دا یاد ولره چې کینه او له بل څخه د غچ اخیستلو هیله ستا د دښمن په پرتله ستا د روغتیا لپاره ډېره تاواني ده.

خوښي د ځمکې په سر هغه یوازینی هدف دي چې ټول وګړي یې بې له کومې استثناء په لټه کې دي . مؤمنان او کافران دواړه د خوښۍ په لټه کې دي . یوازې مؤمنان کولای شي ریښتینې خوښۍ ته ورسیږي . د خوښیو ټول ډولونه پر خدایج د کلکې عقیدې پرته هسې د ځان تیر ایستنه او پوچ چورتونه دي .

 د خوښۍ د ترلاسه کولو په اڔه څو لارښونې :

۱- په دې پوه شه چې که ته د نن ورځې په دایره کې ونه اوسیږې ، فکرونه به دې تیت او پرک شي ، چارې به دې ګډوډې او تشویش به دې زیات شي ، دا حقیقت په لاندې حدیث شریف کې څرګند شوی :  که په ماښام کې یې د سهار په تمه مه اوسه ، او که په سهار کې یې د ماښام په تمه مه اوسه ( بخاری ) .

۲- تیر وخت او څه چی پکې وو ټول هیر کړه . په هغو شیانو کې نښتل چې تیر شوی وي له لیونتوب بل څه ندي . پام چې راتلونکی درباندې واکمن نشي ځکه چې هغه د غیبو په نڔی کې دي مه پریږده چې له راتلو مخکې د وځورو .

٣ – پام کوه چې نیوکې د زڔه مات نه کڔی ، ټینګ اوسه . دا په یاد ولره چې ستا ارزښت له لوړوالی سره سمې د خلکو نیوکې هم زیاتیږي . له نیوکو څخه د خپلو نیمګړتیاوو په پیژندنه کې ګټه واخله ، او هڅه وکڔه چې د ځان د سمون په لور درسره مرسته وکڔي . په خدای ټینګ باور ولره او ښه کارونه کوه ، ځکه چې دا هغه ترکیبي اجزاء دي چې نیکمرغه ژوند ترې جوڔیږی .

٤ – که سکون ، آرامتیا او اطمینان غواڔې دا ټول د خدای په یادولو کې موندلای شې . په دې ټینګ باور ولره چې هر څه چې پیښیږيړد خدای ج له ارادې سره سم پیښیږي . له هیچا څخه هم ددې تمه مه لره چې مننه در څخه وکړي . ځان داسې وروزه چې تر ټولو به دې راتلونکي ته چمتو وې .

٥ – ښایی هغه څه چې پیښ شوی ستا په ګټه دي ، که څه هم چې ته یې په څرنګوالي نه پوهیږې . مؤمن ته چې څه ویل شوي د هغه په ګټه دي . د خدای په نعمتونو شکر وباسه . په یاد ولره چې ستا حال تر نورو دیر غوره دي . آرامی له یو ساعت څخه بل ته ځي . ریښتیا چې د هرې ستونزې سره آرامي شته .

٦- د سختۍ او آسانۍ په دواڔو حالاتو کې باید خدای ته راوګرځې ، مرسته ترې وغواڔې او شکر یې وباسې . مصیبتونه او غمیزې دې باید زڔه پیاوڔی ، او فکر دې رغنده لوري ته راکاږي . مه پریږده چې کوچني او بې ارزښته شیان دې د تباهۍ لامل وګرځي . تل په یاد ولره چې ستا رب بخښونکي دي .

٧- آرام سلوک خپل کړه او له غوسګصې څخه ځان وساته . ژوند ډوډی ، اوبه او سیوری دي ؛ نو له دې پرته د نورو موادو د نشتوالي له کبله مه ځوریږه . و فی السماء رزقکم و ما توعدون .

ژباړه : ستاسې رزق او هغه څه چې ژمنه یې درسره شوې په آسمان کې دي ( الذاریات-۲۲ )  .

٨ – له ځان څخه دیرو کړیدلو ته وګوره ، بیا په خپل لږ کړاو شکر وباسه . دا حقیقت تل په یاد لره چې الله ج له هغو وګړو سره مینه لري چې د آزمیښتونو په وړاندې یې ثابت قدم پاتې شي ، نو په دې لټه کې شه چې ته هم له هغه وګړو څخه شې . تل هغه دعاګانې له ځان سره تکراروه چې رسول الله ص راته پرې د سختۍ په وخت کې د لوستلو امر کړی .

٩ – د یو ګټور کار په کولو کې زیار وباسه او بیکاري شاته واچوه . مه آوازې په خپله خپروه او مه د نورو ته غوږ نیسه . که په ناپامۍ کې دې آوازه تر غوږو شوه ، باور مه پرې کوه . دا یاد ولره چې کینه او له بل څخه غچ اخیستلو هیله ستا دښمن پرتله ستا د روغتیا لپاره دیره تاواني ده . سختۍ او مصیبتونه ستا ګناهونه رژوي ، خو په دې شرط چې په سړه سینه یې وزغمئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.