ولې ماشومان په خوب کې خاندي؟

1,503
ستاسو په اند، ايا د هغه ماشوم له لیدلو نه چې د خوب پر مهال خاندي په نړۍ کې بل ښکلی او اغېزناک احساس شته؟ ستاسو ځواب به ارومرو نه وي. د نړۍ تر ټولو ښکلی او اغېزناک احساس د هغه ماشوم ننداره ده چې د خوب پر مهال خاندي، له همدې امله د نوي زېږېدلي ماشوم خندا ته د پرښتې خندا وايي. د نوي زېږېدلي ماشوم د خندا لیدل، د هر مور او پلار يوه لویه هیله وي او د دې لپاره چې د خپل ماشوم خندا وويني په میاشتو میاشتو په تمه کېږي او زړونه یې غواړي چې ژر تر ژره د خپل ماشوم خندا ووينې او د نړۍ تر ټولو ښکلی احساس حس کړي.
خو کېدای شي پام مو شوی وي چې يو شمېر ماشومان ډېری وخت د خوب پر مهال خاندي. اوس دلته پوښتنه پيدا کېږي چې ايا ماشومان خوب ويني؟ ايا ماشوم د خوب پر مهال د مور په خېټه کې خپل تېر وختونه ويني او تېرې پېښې یې خندوي؟ نو که غواړئ چې د پورتنیو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړئ، نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ!

لومړی_ ماشوم د مور په خېټه کې هم خاندي

ایا په دې پوهېدئ چې ماشوم د خپلې مور په خېټه کې هم خاندي؟ هو دا رښتيا ده، ماشومان ان له زېږون نه وړاندې هم د خپلې مور په خېټه کې خاندي. هغه میندې او پلرونه چې نېکمرغه وي کولای شي د الټراسوند د معاينې پر مهال د خپل ماشوم خندا وويني. څېړنې ښيي چې ماشومان د مور په خېټه کې په منځنۍ کچه هر ځل ۳.۲۱ ثانيې خاندي.
نن ورځ د ټېکنالوجۍ له برکته کولای شو چې د مور په خېټه کې ماشوم ووينو او په دې هم پوهېدلای شو چې ماشوم له زېږون نه مخکې کوم کارونه کوي او د مور په خېټه کې کوم حرکتونه ترسره کوي. څېړنې ښيي چې ماشومان له القاح نه ۲۶ اونۍ وروسته کولای شي وخاندي، سترګې ورپوي او ان وژاړي. دغه حرکتونه د ماشوم په اختیار کې نه وي او په غیر اختیاري ډول د دې لپاره چې ماشوم نړۍ ته د راتګ لپاره چمتو شي ترسره کېږي.

دویم_ د ماشوم لومړنۍ خنداوې غیر اختیاري وي

لکه څنګه مو چې مخکې وويل، د مور په خېټه کې د ماشوم حرکتونه د ماشوم په اختیار کې نه وي. کله چې ماشوم د مور په خېټه کې خاندي دا په دې معنا ده چې ماشوم روغ رمټ دی او د مور په خېټه کې ارام وي. کله چې د مور په خېټه کې ماشوم د ارامتیا احساس وکړي او خپل بدن ته حرکت ورکړي او يا د مور په خېټه کې لغتې ووهي نو د ماشوم پر شونډو خندا خورېږي او د خپل لاس ګوته څټي. نو باید د دې يادونه وکړو چې تر زېږون وروسته د خوب پر مهال د ماشوم خندا اختیاري بڼه نه لري او د ارامتیا او سلامتيا له مخې خاندي.

درېیم_ د ماشوم د خندیدلو لپاره تر ټولو غوره وخت

نوی زېږېدلی ماشوم دوه ډوله خوب کوي. يو ډول خوب ته یې فعاله خوب او بیا بل ډول ته یې ژور خوب ويل کېږي. فعاله خوب يا REM د سترګو له چټکو حرکتونو نه پېژندل کېږي او د ماغزو د چټکو کړنو له امله رامنځته کېږي. د خوب دغه ډول له خوب نه کابو ۶۰ تر ۹۰ دقیقو وروسته رامنځته کېږي او وروسته بیا د وخت او ساعت په تېرېدو سره دا ډول خوب په ژور خوب بدلېږي. په دې باید پوه شو چې ماشوم د فعال خوب پر مهال خاندي، غونجېږي، پښې غځوي او داسې نور غیر ارادي حرکتونه ترسره کوي.

څلورم_ ماشوم د عکس العمل د ښکاره کولو لپاره خاندي

موږ ټول په دې پوهېږو چې ماشوم خبرې نه شي کولای نو ماشومان د خندا او ژړا په واسطه له خپلو شاوخوا خلکو سره په ځانګړي ډول له خپل مور او پلار سره اړيکه ټينګوي او ډېری وخت ماشوم تر زېږون وروسته په لومړيو مياشتو کې د خندا او ژړا نه له نورو سره د اړيکې د ټينګولو لپاره کار اخلي. خو باید په دې باور ولرئ چې څېړنو ښودلي دي چې تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې هم ماشوم يو ټولنیز موجود وي او کولای شي چې له خپلو شاوخوا خلکو سره اړيکه ټينګه کړي.
نو له همدې امله کله چې ماشوم خاندي مور او پلار یا ماشوم ته نور نږدې کسان په دې پوهېږي چې ماشوم ارامه، پاک او موړ دی او د هوساينې احساس کوي او کله مور، پلار او يا د کورنۍ کوم بل غړی ماشوم نازوي هغه خاندي. خو برعکس کله چې ماشوم ناپاکه، نارامه او وږی وي نو ژاړي او په دې وخت کې باید ژر تر ژره د ماشوم ستونزو ته رسېدنه وشي. هېر مو نه شي چې د مور د شیدو ښه خوند، ځينې ښه غږونه او ان ښه بويونه د ماشوم د خندا لامل کېدلای شي.

پنځم_ ماشوم خوب نه ويني خو حافظه لري

کله چې موږ ماشوم وينو چې د خوب پر مهال خاندي دا په دې معنا نه ده چې هغه به خوب ويني. د ماشومانو خوب لیدل ناشونې ده ځکه چې د ماشوم حافظه تشه وي او تشه حافظه بیا خوب نه شي جوړولای. د دې ترڅنګ ماشوم له خپل ژوند نه هېڅ ډول تجربه نه لري او د دې وړتیا نه لري چې پر خپل ذهن کې انځورونه جوړ کړي او د ماشوم ماغزه د ودې په حال کې وي. تر زېږون وروسته په لومړيو مياشتو کې د ماشوم خوب ډېر اړين وي او د ماشوم د ماغزو، حافظې او د بدن د نورو غړو د ودې او پياوړتيا لامل کېږي.
د لیکنې په پای کې باید يادونه وکړو چې که څه هم د ماشوم د حافظې، ماغزه او د بدن د نورو غړو وده د مور له رحم نه پيلېږي خو تر زېږون وروسته د وخت په تېرېدو سره بشپړېږي. هغه ماشومان چې تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې ډېر خوب کوي حافظه یې دومره پیاوړی وي چې کولای شي د خپلې مور او پلار غږ وپېژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.