د طوطیانو نړۍ واله ورځ

لطیف یاد

1,564

نن ورځ په موبایل کې راته یو مسیج راغی او راته یې لیکلي وو چې نن دمی ۳۱ نېټه  دطوطیانو نړۍ واله ورځ ده .ماهم لازمه وګڼله چې پر طوطیانو  یو څو ټکي ولېکم.

طوطي چې په انګریزی ژبه یې (Parrot)بولي په هندي او اردو ژبو هم ورته طوطا او په عربي ژبه یې( ببغا ء) بولي .

په کوم ځای کې چې زه ژوند کوم دلته هم طوطیان ډیر دي په تېره بیا زماکو ر ته  مخامخ دمیوو او ګلانو یو ستر فارم دی چې هره ورځ یې په لوړو او دنګو ونو کې طوطیان ناست وي او هماغلته یې ځالې او کورونه دي .

طوطیان زیاتره په هغوسېمو کې ژوند کوي چې ګرمه او توده هوا ولري او یاهم نېمه ګرمه او توده وي .

تر اوسه دنړۍ په بېلابېلو برخو کې دطوطیانو (۳۹۸) ډولونه شته .

طوطیان ښایسته پڼکې لري اوپه مارغانوکې یو هوښیار مرغه ګڼل کیږي او هرې خبرې ته په ډیر غور سره غوږنیسي اوبیا یې پخپلې حافظې کې ثبتوي.

طوطیان خوراکي توکي زر نه خوري ، لومړی پخپله خوله کې دهغو مزه څکي چې ایا دخوړلو وړدي یانه دي .دوی پخپلو خوړو کې دمیوو اودځینو ونو دمیوو دمغزونو نه ګټه اخلي ، خو دطوطیانولپاره چې کوم خواړه ښه نه دي هغه دادي : چا کلیټ ،ککاو، غوړ خوراکونه ،غوښه او مشروم دي .

زما يو آشنا چې دهند دراجستهان دایالت اوسیدونکي و هغه راته ویل چې په راجستهان کې هم ډیر طوطیان شته او هلته دمر چو په پټیو کې مرچک خوري.خیني طوطیان تر ۳۵ کلونو پورې عمر کوي خو دخینو طوطیانوعمر تر اویاوو کلونو پورې هم رسیږي .

طوطیان دنړۍ په  دېرو هېوادونو هندوستان ، پاکستان ، بنګله دیش ، دجنوبی ایشیا په هېوادونو ، آسټرالیا ، جنوبي امریکې اوافریقایی هېوادونو کې ډېردي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.