«کورونا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې
نهه پنځوسمه برخه
یار کورونا تبې نیولی
پر ما ورېـږي د سکروټو بارانونه
چې کورونا ژر پرې رغېـږي
خدایه هغه درمل به کوم وطن کې وینه
زه به په څه شي زړگی ښاد کړم
چې خوښېدل مې کورونا وهلي دینه
د کورونايي لنډیو د دې برخې لپاره مې دا لنډۍ راټولې کړې دي:
د سر ساتنې مسأله ده
د کورونا له لاسه تښتي زلمي جونه
چې کورونا ژر پرې رغېـږي
خدایه هغه درمل به کوم وطن کې وینه
خوښي خندا شوه لادرکه
ویر کورونا غاړه غړۍ راغلي دینه
زما د لرې وطن یاره
هر څه مې هېر دي کورونا مې زوروینه
د ژوندون چارې گډېوډې
زه کورونا پر لاره ځم سلگۍ وهمه
د پسرلي خوندونه نه شته
چې کورونا وي څه شنېلی څه خزانونه
زه به په څه شي زړگی ښاد کړم
چې خوښېدل مې کورونا وهلي دینه
کورونا پام کوه رانشې
زه د اشنا خوا ته پرون راغلی یمه
اشنا ته ښه زېری همدا دی
چې کورونا له وطن کډې باروینه
لکه د سیوري راسره وي
د کورونا د پښو ښکالو مې نه پرېـږدینه
په سفر نه کېږي جانانه
له کورونا نه هسې ډک دي وطنونه
کورونا تم شه مه رادرومه
زموږ د مینې وخت سپرلی دی تېر به شینه
کورونا وریځ ده هر خوا تلی شي
احتیاط واکسین که وي، په امن کې به یونه
د خطر ټکی خو همدا دی
د کورونا باران څوک نه وینې میینه
کورونا نوې ستونزې راوړې
موږ ته یې راوستل څه نور شانتې غمونه
یار کورونا تبې نیولی
پر ما ورېـږي د سکروټو بارانونه
له کورونا نه نه ډارېـږم
په ما تېر شوي دي له دې نه لوی رزکونه
د کورونا توفان په اوج کې
د درد ږلۍ مې ورېده پر اندامونه
زړه مې د وینو ډنډ ته ورته
د کورونا باران یې ورو ـ ورو نړوینه
د کورونا وبا چې راغله
زما یې ړنگ کړل د کلونو پلانونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.