د مصطفی عمرزي ویر یو کلن شو

پوهندوی آصف بهاند

910

پوهندوی آصف بهاند

 

د مصطفی عمرزي ویر یو کلن شو

 

د عمرزي لومړی تلین

 

تېرکال (۲۰۲۱) د جون په میاشت کې افغانستان گـڼـشمېر پیاوړي او نوموتي فرهنگیان له لاسه ورکړل، په دې تللو ضایع شوو فرهنگي شخصیتونو کې یو هم د افغانانو او افغانستان د فرهنگ مدافع سرسپارلی سرتېری افغان لیکوال، څېـړونکی او ژونالست مصطفی عمرزي و. دا دی د مصطفی عمرزي د ابدي بېلتونه او ویر یو کال پوره شو. دا څو کرښې د ده فرهنگي شخصیت او لومړي تلین ته د درناوي په پار برابرې شوې دي.

 

یو کال مخکې په خواشینۍ سره یو فرهنگي په خپله فیسبوکپاڼه کې داسې ولیکل:

 

«مصطفی را کرونا دیشب کشت و چه بی کسانه دفنش کردیم .

لطفا آخرین نوشته اش را بخوانید .

همین سه روز قبل مصطفی عمرزی فرزند صادق وطن و خبرنگار و فعال جامعه ژورنالستی لینگ درد دل خود را روشنگرانه و واقعیت عینی برایم به نام ژورنالیزم تقلبی بیست ساله چشم دید ها و درگیری های دزدان اتحادیه ها را روان کرد .

این اخرین پیام و روشنگری او در قسمت اتحادیه های تقلبی و زد و بند ها و دزدی ها بود .

گویا می دانست دو روز بعد می میرد و باید درد دل را افشا کند .

ساعت هشت صبح تلفن امد که عمرزی را کرونا دم صبح کشت .

رفتیم فقط چهار نفر بالای میت ایستاده بود من معروف صمدی حیدری بخشی فیضی خود را رسانیدیم .

قوم و خویشی از او جز یک نفر حضور نداشت با بسیار زحمت تدارکات را گرفتیم و جنازه را دفن کردیم نویسنده یی که کل عمر روشنگری کرد و نوشت و ۷۵ کتاب از او بجا ماند چه بی کسانه و فقیرانه برخاک سپردیم .

خواهشم این است که تاریخ خبرنگاران دزد و مافیای خبرنگاری را بخوانید و چه صادقانه نوشته بی ریا بی دروغ تا چهره ها را بشناسید چهره های سیاه ژورنالیزم و دزدان این راه را

 

په لاندې لینک کې یې د فقیرانه جنازې د مراسمو لنډه ویدیو هم لیدلای شئ:

 

https://www.facebook.com/100018060406887/posts/838071036804902/?d=n  

 

ما د مصطفی عمرزي د مړینې په لومړۍ ورځ د ده د فرهنگي کارونو د درناوي په پار یوه مفصله مقاله خـپـره کړه، د هغې مقالې په پیل کې ما داسې لیکلي وو:

 

«او دا دی یو ځل بیا مرگي زموږ د فرهنگ د بڼ ور، راتکاوه او بیا یې خپل پور وغوښت، خو ډېر بېوخته،

 

او دا دی بیا مرگي زموږ د فرهنگ له بڼ نه یو غاټول وشکاوه،

 

او دا دی بیا مرگي په یوه څپـېـړه ډېر مخونه شنه کړل،

 

او دا دی بیا یې یو د کار سر رانه یووړ او تر خاورو لاندې یې کړ،

 

او دا ځل یې یو ډېر فعال، زړور او د افغان فرهنگ پیاوړی مدافع رانه وریبه،

 

افغان لیکوال، څېـړونکی او ژونالست مصطفی عمرزي یې د تل له پاره رانه جلا کړ.

 

په خواشینۍ سره خبر شوم چې لیکوال، څېړونکی او ژونالست مصطفی عمرزي هم له ژوندیو لار بېله کړه او د وطن، خلکو او فرهنگ له مینې سره یې پر وطن او خلکو او فرهنگ باندې د روان ناتار او غوبل د لرې کولو ارمان گور ته یووړ.

 

مرگ حق دی او هر ژوندی موجود به یې مزه څکي. د مرگ له ژوندي موجود سره دوښمني ده، خو د مصطفی عمرزي په مړینه داسې پوه شوم چې د مرگ له موږ سره بیخي نه ده جوړه، داسې دوښمني یې له موږ سره رااخیستې ده چې د نړۍ په هېڅ ځای کې یې داسې دوښمني له چاسره نه وي کړې او دا ځل یې زموږ د فرهنگ په بڼ کې په داسې یو بوټي وار وکړ چې د وطن، خلکو او ډېرو سترگې وراوښتلې، هغه هم لکه ژرنده، پرته له ستړیا بې له دمې کار کاوه، خو داسې یې ودراوه چې نور به یو پل هم اوچت نه کړي د ځوانۍ په جوش کې یې راڅملاوه او ډېر خلک یې بیا د ویر پر ټغر کښېنول.

 

مصطفی عمرزی پر وطن، خلکو او فرهنگ باندې داسې میین و چې عملاً یې خپل ټول لنډ عمر ورته وقف کړی و، د ده په سلگونو مقالې او په لسهاوو کتابونه د دې ادعا ښه ثبوت کېدای شي، دی د کار او ملي فکر خاوند شخصیت و.

 

کله مې چې د مصطفی عمرزي د مړینې خبر واورید، بارو مې نه کېده، خو خبر دومره زورولم چې په دوو کې کې یې درولی وم. له ځان سره مې ویل: که دا خبر لکه د رفیع صاحب د مړینې ناسم وي، نو افغانان ولې داسې کوي او که ریښتیا وي نو، دا خو بیا موږ د فرهنگ خپله یوه لویه سټه له لاسه ورکړه، داسې څوک مو له لاسه ورکړ چې تل به په خپل ټول ځواک سره د افغانستان د قسم خوړلو دوښمنانو د فرهنگي یرغل په مقابل کې په علمي او مستند ډول سپر و؛ او خبر ریښتیا شو او ډاډه شوم چې مصطفی عمرزی هم لکه تاج محمد یاري په ناهیلۍ او بیکسۍ کې داسې سترگې پټې کړې چې د وطن د ابادۍ، د نوي نسل د روزلو او د افغانستان د هراخیز پرمختگ زرین ارمانونه یې پر داغلي زړه او ذهن باندې نا تمام له ځان سره گور ته یوړل.

 

د دې خبرې یادول اړین گڼم چې مصطفی عمرزي په یوې لویې فرهنگي کورنۍ پورې اړه درلوده. د ده له خپلو لیکنو څخه څرګندېـږي چي دی د مور له خوا د اماني عصر د فرهنګي شخصیت او د تذکرة الشعراء مولف سراج الدین سعید د کورنۍ غړی و او د مولوي محمد امین خوګیاڼي له کورنۍ سره ئې هم خپلوي درلوده او د پیاوړي لیکوال او هنرمند محمد جان فنا وراوره و. د زیاتو معلوماتو له پاره وگورئ:

 

(عمرزی مصطفی، چهار یادواره، نا شر: انجمن شاعران و نويسنده گان افغانستان، ۱۳۹۳خورشیدی، ص ص ۱۱ ــ ۱۳)

 

 د ډېرو معلواتو لپاره لاندې لینک کتلای شئ:

https://ketabton.com/bookfile/12624 

 

 مصطفی عمرزي په خپل لنډ عمر کې دومره فرهنگي مهم او ډېر کارونه ترسره کړل چې ښایي ځینې به په شپیتو اویا کلونو کې د خپل وطن، خلکو او فرهنگ له پاره دومره مؤثره کارونه نه وي کړي؛ خو په خواشینۍ سره چې مصطفی عمرزی همدا لنډ تنگ، خو پُرباره عمر په غربت کې داسې تېر کړ چې له سختو مالي ستونزو سره لاسگرېوان و.

 

د عمرزي تر مړینې وروسته، تاند داسې اسناد خپاره کړل چې په شخصي ژوند او فرهنگي کارونو کې د مالي ستونزو له امله عمرزي څومره پرابلمونه درولودل. د عمرزي د څلویښتۍ په پار، تاند د عمرزي د یادداشتونو د یوې برخې د خپرولو په ترڅ کې داسې ولیکل:

 

«ارواښاد مصطفي عمرزي ګڼې لیکنې په تاند کې خپرې شوي او ګڼې نورې یې د لیکنو د زیاتوالي له کبله لا هم نه دي خپرې. دا یوه هم یوه له هغو لیکنو څخه ده چې له بده مرغه د ده له مړینې وروسته یې خپروو. (تاند)»

 

دا هم د عمرزي د څلویښتۍ په ورځ، په تاند کې د ده د نا خپروو شوو یادداشتونو یوه برخه:

 

«از خاطرات فرهنگی| مصطفی عمرزی

 

خبریال:

taand

جولای 15, 2021

د ارواښاد عمرزي د وفات د څلوېښتمې په یاد

 

در بیش از 15 سال کار فرهنگی مستمر، خاطرات جالبی هم دارم که مربوط این عرصه می شوند. یک نوع آن، شامل چاپ کتاب هایی می شود که با ضعف بودجه، سعی می کردیم از انتشار نمانند. از این قرار که متاسفانه دست تنگی های اقتصادی اجازه نمی دادند کتاب ها را با کیفیت و معیار لازم چاپ و نشر کنیم. اختیار اندازه ی A5، کاغذ متوسط و کوچک کردن حروف، برای آن که به حجم کتاب یا قیمت بالا منجر نشوند، از ناگزیری های ما بودند. کتاب «نگرش نو بر شاهنامه و فردوسی» را اتشه ی فرهنگی سفارت ترکیه در کابل، بار ها از کتاب فروشی سبا(مربوط انتشارت میوند) خریده است، اما دوست فروشنده ام در آن جا، همواره از انتقاد او یادآوری می کرد که «حروف کتاب بسیار کوچک اند!» آن کتاب با رعایت استندرد ها، حدود هزار صفحه می شد.

 

خاطرات جالبی از مُعضلات نشر دارم که یکی هم مربوط به چاپ ترجمه ی دری کتاب «تا حصار پنتاگون» یا سفرنامه ی استاد محمد اسماعیل یون به واشنگتن است. پس از نشر این کتاب، به دفتر استاد یون به شبکه ی «رادیو- تلویزیون ژوندون» رفتم. استاد که منتظر بود، با خرسندی کتاب را گرفت، اما تورق آن به ذوقش زد و با ناراحتی گفت: چرا خط کتاب این قدر کوچک است؟ من اصلاً خوانده نمی توانم. گفتم: جناب استاد! به اثر مشکلات مالی، چنین شد. اگر بزرگ تر چاپ می کردیم، تعداد صفحات بیشتر می شدند و توام با آن، پول بیشتر نیاز بود. استاد با ناراحتی گفت: سر ما ریشخند می زنی! برای این که خودم را از منگنه رها کرده باشم، گفتم: جناب استاد! چاپ پشتوی کتاب، دارای خطوط کلان است. هرکسی که مشکل چشم داشته باشد، برود نسخه ی پشتو را بخواند. من این کتاب را برای کسانی چاپ کرده ام که مشکل چشم نداشته باشند. این در حالی بود که خودم از 10 سال به آن طرف به اثر ضعف چشمان، عینک می گذاشتم. استاد یون که شخصیت بزرگ فرهنگی، مردمدار و با ظرفیت است و نزاکت های برخورد با فرهنگیان و مردم را بسیار می داند، پس از پاسخ من، در جمع دوستانی که آن جا حضور داشتند، قهقهه خندید و من رهایی یافتم.

 

هموطنان می توانند تصور کنند که اگر دشواری های اقتصادی نبودند، نوع کتاب های مطرح در این مقاله، چه تعداد صفحات و در کُل چه قدر زحمات و تلاش ها را در برگرفته باشند؟

 

چند عنوان از بعضی کتاب هایم تا سه سال وقت بُرده اند تا تکمیل شدند. این کتاب ها شامل روشنگری هایی می شدند که با مکتب «بنیان اندیشی»، مشهور هستند. مواد مورد نیاز آن ها به اثر باور های غلط و رسمیات فرهنگی در ایران، افغانستان و تاجکستان، حتی در دنیای مجازی، زود حذف و سانسور می شدند. اپدیت آن ها از آدرس هایی که موقتاً یا کاملاً نابود می شدند، بسیار پُر دردسر و زمان گیر بوده است. بنا بر این، توقع نشر معیاری و دلخواه آن ها آرزوی کسانی ست که زحمت تدوین و تالیف آن ها را بر دوش می کشند.

 

اگر با جنبه ی انتقادی به این مضمون بیافزایم، خاطرات ما به تنهایی به چندین جلد کتاب قطور می رسند.

 

یک تن از فرهنگیان ما در صفحه اش در فیس بوک، نوشته بود که می خواست یک مجموعه ی شعرش را انتشارات بیهقی، چاپ کند. امور اداری را نیز طی می کند. به خاطر شناختی که داشت، موفق می شود امر چاپ کتاب را بگیرد؛ اما با مراجعه به ریاست انتشارات بیهقی، متوجه می شود که سلسله مراتبط حکومت ائتلافی در آن جا همچنان حاکم است. یکی از مخالفان که از نوع برخورد، زبان و باورش معلوم الحال بود، پس از بهانه های معمول، متذکر می شود که نوبت چاپ کتابش در چنان تاریخ است! صاحب کتاب با محاسبه ای که در ذهنش انجام می دهد، متوجه می شود که باید سال دیگر بیاید.

 

فرهنگیان ما برای این که زحمات شان هدر نروند، خاطرات خوب و بد زیادی دارند که چه گونه و با قبول چه زیان ها و خواری هایی موفق شده اند کتاب های خود را چاپ کنند. عموماً پس از جنجالی که به خاطر تهیه ی یک اثر در افغانستان، متحمل می شویم، چاپ و انتشار آن به درد سر دیگر، مبدل می شود. اگر بسیار مطرح شود، نخستین پاداش ما، نسخه ی پی.دی.اف آن است که به فروش کتاب، هرچند زیاد نه، اما آسیب می زند. به قول یک کتاب فروش، سافت کتاب، بسیار خوانده نمی شود، اما باعث می شود تا با دلگرمی این که مفت و مجانی به دست آمده، هارد کتاب خوانده نشود.

 

بازار سیاه، خاطره ی دیگری ست که دل های فرهنگیان ما را بار ها سیاه کرده است. در این میان، حتی حساب کار از دست ناشرانی به در می رود که مجوز چاپ کتاب را در دست داشته باشند.

 

انتشارات میوند، مجوز کتاب «افغانستان در مسیر تاریخ» مرحوم غلام محمد غبار را در دست دارد. الحاج نصیر عبدالرحمن، بار ها سرگردان شده، اما موفق نشده جلو کسانی را بگیرد که این کتاب را بدون اجازه، بار ها چاپ و منتشر کرده اند.

 

فرهنگیان زیادی را می شناسم که گلایه می کنند زحمات فرهنگی شان، زیادتر خاطرات بد دارند. چون ارزش کتاب به فروش عاجل آن منوط است، کتاب هایی که بعداً و با بلند رفتن سطح سواد اجتماعی، مطرح می شوند، جزو خاطرات بدی می شوند که چون بازار نیافته اند، گویا بد اند. چنین کتاب هایی به آثاری گفته می شوند که نوگرا، ساختارشکن و غیر معمول می باشند.

 

البته تمام کتاب هایی را که از روی ناگزیری، غیر معیاری چاپ کرده ایم، از دست داده ایم؛ زیرا چون حروف شان کوچک بودند، نقش «درگران» بخاری ها را هم بازی کرده اند. کسی گناهکار نیست. وقتی هدف اصلی که مطالعه ی آن هاست، برآورده نشود، کاغذ های شان مورد استعمال، قرار می گیرند.

 

خوب یا بد، کتاب ها به قول نویسنده ای که آن ها را فرزندان فرهنگیان خوانده بود، نیاز به تولد دارند. اگر وضع حمل ما همچنان خوب نباشد، همچنان از کوچک بودن آن ها در عذاب می مانیم.

 

از جمله ی چند تن دوستانی که همیشه نوشته هایم را می خوانند، راجع به کتاب هایی پرسیده بودم که چاپ کرده بودم و کوچک، تولد شده بودند. با معذرت گفتند که از مطالعه ی آن هایی صرف نظر کرده ایم که ممکن نبود خوانده شوند؛ اما به خاطر این که آزرده نشوی، آن ها را در بخاری مصرف نمی کنیم. چون کوچک هستند، جای زیادی را نمی گیرند.

 

می بینید که مشکلات اقتصادی، حتی روی کتاب های ما اثرات بد گذاشته اند. شاید اوقاتی هم بیایند که عکس های آثار چاپ ناشده ی خود را به مردم تقدیم کنیم.

 

د ارواښاد مصطفي عمرزي ګڼې لیکنې په تاند کې خپرې شوي او ګڼې نورې یې د لیکنو د زیاتوالي له کبله لا هم نه دي خپرې. دا یوه هم یوه له هغو لیکنو څخه ده چې له بده مرغه د ده له مړینې وروسته یې خپروو. (تاند)»

 

څرنگه چې مخکې هم یادونه وشوه ما د مصطفی عمرزي د مړینې په لومړۍ ورځ د ده د فرهنگي کارونو د درناوي په پار یوه مفصله مقاله خيره کړه، په یاده مقاله کې د ده نسبتاً بشپړه بیوگرافي، د اثار نوملړ راوړل شوي دي او د فرهنگي فعالیتون په هکله یې رڼا اچول شوې ده، لوستونکي کولای شي چې په لاندې لینکونو کې یې ولولي:

 

  http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Bahand_a_de_omarzai_marg.pdf 

 

https://dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2021/06/%D8%AF%D9%85%D8%B5%D8%B7%D9%81%DB%8C-%D8%B9%D9%85%D8%B1%D8%B2%D9%8A-%D9%85%DA%93%DB%8C%D9%86%D9%87.pdf 

 

https://taand.net/?p=188120    

 

د دې لیکنې په پای کې به د مصطفی عمرزي د لومړي تلین د درناوي په پار د ځینو فرهنگي دوستانو د تسلیت پیامونه یو ځل بیا راواخلم چې یو کال مخکې یې د ده د مړینې په خاطر خپاره کړي وو:

 

«ډاکتر بهیج عثماني:

 

«کورونا دغه گل په دوو ورځو کې وواژه. نور مو خوښه چې پر ځان او کورنۍ مو پام کوئ او که نه.

د مصطفا عمرزي Mustafa Omarzai  اروا دې ښاده او جنتونه يې دې ځای وي. افغاني ټولنې ته کړي خدمتونه يې د هېرېدو نه دی. ياد يې تلپاتې.»

 

ښاغلی هارون حکیمي:

 

«د ‌‌‌‌‌‌ډېر خدمتګار شخصیت مصطفی عمرزي په مړینه غمجن سوم.

د هیواد د ملي هویت، کلتور او ادب لپاره یې په دري او پښتو ‌‌‌‌‌‌ډېر پرځای او کره لیکل کول او په بېلابېلو برخو کي یې ګڼ آثار چاپ کړل.

 

پینځلس کاله مخکي یې د افغان ادبي بهیر په غون‌‌‌‌‌‌ډو کي د خپلو ملي افکارو په هکله ځيني وضاحتونه راسره شریک کړل، تر اوسه یې د پراخ لیدلوري له اړخه د شخصیت لویوالی په ذهن کي ساتم او دا یاد به یې په درناوي پالم.

 

ویل کېږي چي نن یې د کرونا له امله روح حق ته وسپاره. لوی خدای دي پر ورحمېږي.»

 

د ډاکتر لطیف یاد پیام:

 

«په ډیرې خواشینۍ سره مو خبرترلاسه کړي دي چې دهېواد تکړه لیکوال او ژورنالیست او دډیرو دري کتابونو لېکوال مصطفی عمرزی دکرونا دناروغۍ له وجې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې . لوی خدای دې وبخښي !کورنۍ او دوستانو ته یې تسلیت وایم .

باید زیاته کړو چې ده زیات کتابونه لیکلي دي چې په هغو ټولو کې یې دخپل هیواد ملي ګټې په پام کې نیولې وې او دیو ه خپلواکه ملي دریز او سوچ خاوند لیکوال و.روح دې ښاد وي.»   

 

اغلې شریفه شریف په خپل لنډ پیام کې داسې ویلي دي:

 

«کرونای ظالم یک گل دیگری از چمن کادر های ورزیده افغان را پر پر کرد و مصطفی عمرزی را از ما گرفت.

 

روحش شاد و یاد شان گرامی باد.»

 

د مصطفی عمرزي یو شخصي دوست ښاغلي طارق بزگر داسې لیکلي دي: 

 

«ګران دوست د هېواد تکړه لیکوال، څېړونکی، ژباړن او ژورنالست مصطفی عمرزي

مصطفی عمرزی په هېواد او افغان ولس مین، دردمن لیکوال وو.

 

نوموړي په خپل خاص سبک په یوازې ځان لسګونه کتابونه او په سلګونو مقالې د یوې وړې کرایی کوټې څخه لیکلی دي.

 

د ۲۰۱۸ کال د اپریل په څلورمه مې کابل کې لیدو ته راغی ښې ډیرې خبرې مو وکړې، ډیر څه یې وویل او ډیر څه مې ترې واورېدل.

 

ویې ویل کوټې ته دې نشم بولی، هلته دې میلمه کولی نه شم کوټه مې ډیره نامنظمه، وړه او ګډه وډه ده.

د دعوت د رسنیز مرکز قلمي همکار وو، چې لسګونه مقالې یې په دعوت رسنیز مرکز کې خوندي دی. څو کاله وړاندې یې زما د ناڅیزه کارونو په اړه کتاب ولیکه، د چاپ یې وویل ما ورسره د چاپ د مصرف وعده وکړه، کتاب یې راولیږه چې په ناروې کې یې چاپ کړم. کتاب یې انلاین خپور کړ، چاپ یې د کرونا له امله وځنډید او ما خپله کړې وعده په وخت پوره نشوای کړه. کله ناکله به مو د تلیفون، مسینجر او فیسبوک د لارې خبرې کولې.

 

عمرزی لاړ خو زه به د هر څه مخکې خپله وعده چې څومره ژر کیږي پوره کړم.

څو ورځې مخکې ښاغلی اسد دانش يې د کورونا ناروغۍ په اړه ولیکل غوښتل مې چې تکلیف یې یو څه کم شي احوال به یې اخلم.

نن سهار مې د عمرزي صاحب د مړینې خبر ولوست، ناڅاپي مرګ یې وژړولم.

ژوند یې له یوازېتوب، سختو، ستونځو، او دردونو او ارمانونو ډک وو.

 

او نن د خپلو ټولو دردونو، ارمانونو او لوړ افغاني ملي فکر سره د خاورو میلمه شو.

په ګور یې نور او روح يې ښاد.

 

د لیکنو لینک یې په لومړي کامنټ کې کتلای او لیکنې یې لوستلای شئ

 

درنښت

بزګر»

 

د ښاغلي رحمت اریا د خواشینۍ خبرې:

 

«با تأثر و تألم بی حد که بیان آن برایم سخت است و اصلاً باورم نمی شود افغانستان یکي از فرزندان رشید، متهور، نترس، حقیقت جو و دانشمند خود مصطفی عمرزی را از دست داد. با دیدن اعلامیـﮥ افغان جرمن آنلاین و دیدن تصویر مصطفی عمرزی عزیز شاک خوردم. از جایم برخاستم و در اندوه فراوان غرق شدم. با عمرزی مرحوم شناخت حضور نداشتم ولی اثار نشر شدﮤ وی که مبین ژرف نگری د دقیق النظر بودن شان بود چنان مرا با او آشنا ساخته بود که فکر میکردم سالهاست که وی را می شناسم. مصطفی عمرزی افغانستان و مردم آنرا عاشقانه و پروانه وار دوست داشت و برایش چون شمع می سوخت. نگاه دقیق دوی در ازیابي حالات موجوده و تحیق در متون کهن تأریخی آثار گرانبهاییست که وی از خود بجا گذاشته است. وی برای آثارسش ویب سایت علیحده ساخته بود و همواره آنرا دنبال میکردم. مصطفی عمرزی جوان مرگ شد. ۳۸ سال داشت. مجرد بود. فقط ماه اکتوبر سال گذشته در مسنجر با من درد دل کرد. از حالات شکوه داشت. مانند ساﺌـر عاشقان افغانستان برای حالاتش در میان اشک و اندوه رنج می برد. باری از نزدش پرسیدم که چرا بخارج نمی روی، گفتم مردمم را رها نمی کنم. گفت با وجودیکه در خانـﮥ کرايی یا به بیان دیگر در یک اتاق زندگی میکند و آنهم در سرای شمالی و همواره مورد تهدید زورمندان و اوباشان قومی قرار میگیرد ولی با آنهم به قول خودش ” مقاومت می کنم تا زنده ام” و الحق که چنین کرد. من مصطفی عمرزی این دانشمند جوان را یکی از کدر های علمی برای افغانستان می دانستم و می دانم و امید داشتم که وی در آیندﮤ نزدیک چنانچه طی حیاتش ثابت ساخت بیکی از اشخاص بی بدیل در قطار ساﺌـر دانشمندان خواهد ایستاد ولی عمر کوتاهش برایش مجال نداد. مصطفی عمرزی یک ارزشت و یک سرمایه بزرگ معنوی افغانستان بود. خداوند منان بهشت معلی را نصیب شان گرداند. یک سؤال در این مقطع دارم و آن اینکه مصطفی از مرگ نبود، همواره از طرف تیکه داران قومی و اوباشان یا چماق بدستان آنها تهدید می شد. نه شود اینکه او را به شکل مرموز کشته باشند و این قتل مانند ساﺌـر قتل ها در آرشیف گمنامي ها خواهد ماند. من باورم این است که او را کشته اند.»

 

 

د مصطفی عمرزي روح دې ښاد وي او یاد یې تلپاتې!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.