ښاغلی عبدالحکیم! حکومتونه داسې نه جوړیږي

عبدالعزیز هندي

646

(که رښتیا همدا نظریه تحقق مومي د د ملک بېړه غرقه ده 

څومره چه پلټنه کړې همدومره به لرې پاتې کیږې)  

*د عبدالعزیز هندي په نامه یوه هندي عالم د شیخ عبدالحکیم صاحب په کتاب (الإمارة الإسلامية ونظامها) علمي نقد کړی او د تعلیم بحث یې را اخستی او عنوان یې ورکړی (ښاغلی عبدالحکیم! حکومتونه داسې نه جوړیږي!)*

دا یې پښتو ژباړه ده لاندې یې عربي متن هم شته.

ښاغلی عبدالحکیم! حکومتونه داسې نه جوړیږي!

عبدالعزیز هندي

د شیخ عبدالحکیم حقاني صاحب په غوږ کې یو څو پټې خبرې…

د امریکايي اشغال له شړلو او د اسلامي امارت له بریا ورسته له شرق او غرب څخه د نړۍ مسلمانانو خپل امیدونه او هیلې د افغانانو او د هغوی له نوي ټوکېدلي نظام سره وتړلې.

ولې به یې نه تړلې؟

افغانان د مظلومانو په مرسته کې ځلاند تاریخ لري، د غزنوي او ابدالي قهرمانۍ  موږ ته د پخواني برم یادونه راتازه کوي.

مولانا ابوالحسن علي ندوی رحمه الله په خپل کتاب ( له کابله تر یرموکه) کې لیکي: د هندوستان مسلمانانو به تل په ستونزمنو او د نا امیدۍ په حالاتو کې افغانانو ته سترګې وې، او افغانستان ته یې له دې ګردابونو څخه د نجات ورکونکي هیواد په توګه کتل.

موږ د هندوستان مسلمان ملت ستاسو په بریا او واک ته رسېدو زیات خوشال شوو، خو متأسفانه کله چې د امارت ځينې عاجل او غیر حکیمانه فرمانونو څخه خبریږو، نو هیلې مو مړاوې غوندي شي.

هوکې، مخکې مو کله ناکله اورېدل چې په یو شمېر ولایاتو کې اسلامي امارت لیسې او عصري مکاتب په مدرسو بدل کړي دي، خو موږ دا خبره پروپاګند او د اسلامي امارت خلاف مطبوعاتي جګړه بلله، ‏‏دوې ورځې وړاندې ستاسې له کتاب (الامارة الاسلامیة ونظامها) څخه خبر شوم نو په بېړه مې ډاونلوډ کړ، او په فهرست کې مې د عصري تعلیم په اړه عنوان تر سترګو سو، فورا مې هغه پاڼه راواړوله تر څو د عصري زده کړو اړوند د اسلامي امارت موقف څخه ځان خبر کړم.

خو متأسفانه چې ما په هغه لیکنه کې د عصري علومو او د مکاتبو او سکولونو په اړه یو ډول زیاتوب او تجاوز محسوس کړ، تاسې لیکلي ول: په اسلامي حاکمانو او دیني علماوو  لازمه ده چې خلک له دې مروج مکاتبو څخه په سختي سره منع کړي، ځکه دا د کفارو اغیزې دې تر څو مسلمانانو کې فساد خپور کړي، او هغوی د الله تعالی له دین څخه منحرف کړي.

د عصري ښوونځیو په وړاندې ستاسې فیصله ددې تصور ښکارندویه ده چې ګویا عصري تعلیم د دین برخه نه ده، عصري او دیني تعلیم سره جمع کیدلای نه شي، او هغه څوک چې دې تعلیم ته ځان وزګار کړي، او په هغه کې پرمختګ وکړي، په اخرت کې یې هیڅ برخه نه شته، لا حول ولا قوة الا بالله عصري علوم مو د اباحت او مطلق جواز درجې ته راکښته کړي دي، په داسې حال کې چې دا رایه د فقهاوو د مذهب سره ټکر لري، ځکه هغوی د دې علومو په فرضیت کفايي قائل دي، لکه څنګه چې په دې اړه د فقهې کتابونو هم صراحت کړیدی.

تاسې د عصري علومو په اړه د خپل موقف د تأیید لپاره د یو شمېر علماوو اقوال رانقل کړي دي، چې د هغوی له ډلې څخه یو یې حافظ ذهبي رحمه الله هم دی، خو د هغه له خبرې ستاسې استدلال کول قیاس مع الفارق دی.ځکه علامه ذهبي دا رایه د یوناني فلسفې او کلام، علم منطق او نورو بې ګټې علومو په اړه ذکر کړې ده، او تاسې هغه په عصری علومو تطبیق کړې ده، چې مفید هم دي، او مسلمانان چاره نه ترې لري.

متأسفانه د فلسفې او منطق علم دواړه د نظامي درس په مدارسو کې اوس هم موجود دي، او في الحال تدریسږي چې د ډیرو طالبانو او مدرسینو عمرونه یې ضایع کړل.

همدارنګه مو استدلال د مفتي محمد شفیع او مفتي جمیل احمد تهانوی رحمهما لله په اقوالو سره کړیدی، په داسې حال کې چې هغو د اسلامي عصري مکاتبو په پرانستلو کې خصوصي کار کړی، چې د هغوی له جملې څخه د حراء فاونډیشن او اقراء سکولونه هم دي.

هیڅ څوک ممکن له دې خبرې ناخبره نه وي چې دعصري علومو زده کړه د دین برخه ده او فرض کفایه ده.

تاسو څه فکر کوئ؟ تر څو به افغانستان د تعلیم، صحت، تجارت او صنعت په برخه کې پاکستان ته محتاج او د هغوی د اوږو بار وي؟ په مسلمانانو لازمه ده چې د صحت په برخه کې ماهر کدرونه وروزي، ځکه ډیر فقهي احکام په حاذق او ماهر ډاکټر پورې موقوف دي.

نه پوهیږم که موږ اوسپنه په پوځي مهارتونو کې مصرف نه کړو نو بیا الله تعالی د څه لپاره پیدا کړې ده؟ او ولې یې دا نعمت د احسان په ډول ذکر کړیدی؟ ایا موږ به صرف مرمۍ او توپونه ولو؟  کفار به یې جوړوي موږ به یې اخلو؟ نه پوهیږم، ولې د عصري علومو په اړه دومره له غفلت څخه کار اخیستل کیږي؟

زه چې کله په پاکستاني سرحدونو د افغانانو بیروبار ووینم سخت خجالت سم، په والله شرمیږم، آیا افغانان په سرونو کې ماغزه او په سینو کې زړونه نه لري؟ آیا دوی امکانات نه لري؟ هر څه ډېر دي، خو ستونزه په قیادت کې ده چې د مفیدو عصري علومو اهتمام نه کوي، هغه چې د افغان مجاهد او ربړېدلي ولس ستونزې پرې هواریږي.

په اخیر کې وایم چې افغانان باید وپوهیږي چې د عصري علومو زده کړه لکه ریاضي، ساینسي علوم لکه فزیک، کیمیا، محلي او خارجي ژبې او داسې نور…. فرض کفايي دي، دا له دین څخه خارج نه بلکې د دین برخه ده، او د عصري علومو اهتمام او زده کړه د کتاب او سنت د نصوصو په استناد عین د شرعي علومو عمل دی. عصري او دیني زده کړې د یو نظام لپاره د دوو وزرو حیثیت لري، او تاسې خبر یاست چې هیڅکله یو مارغه په یوه وزر الوت نه شي کولای. موږ که په دې برخه کې غفلت وکړو نو دا نظام مو قیام نه شي کولای، موږ د خپل ځان دفاع هم نه سو کولای، بلکې موږ ته به څوک د ژوند کولو حق هم رانکړي، حتی هغه ګاونډي هیوادونه چې موږ تر خپل ځان هم پرې اعتماد لرو.

په اخر کې شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني ته وایم چې د افغانانو زخمونه پټۍ کړئ، او مصیبتونه یې مه اوږدوئ، که بیا هم تاسې دا عمل جاري ساتئ نو بیا مو خپلو شخصي رايي او نظریات الهي دین ته مه منسوبوئ!

دا لاندې یې هم اصل عربي متن دی.

ما هكذا تُبنى الدول أيها الحكيم!

عبد العزيز الهندي

همسة في أذن الشيخ عبد الحكيم حقاني

بعد طرد الاحتلال الأمريكي وانتصار الإمارة الإسلامية عقد المسلمون المضطهدون في مشارق الأرض ومغاربها آمالهم بالأفغان ودولتهم الفتية.

كيف لا؟ وللأفغان تاريخ مشرق في نصرة المظلومين, فلا زالت بطولات وذكريات الغزنوي والأبدالي تذكرنا بمجدنا التليد.

قال الإمام أبو الحسن العلي الندوي رحمه الله في كتابه “من نهر اليرموك إلى نهر كابول”: وكان المسلمون في الهند ينظرون إلى أفغانستان في فترات حالكة و  ساعات عصيبة يشتد فيه اليأس, ويغلب فيها الاتكال على المفاجئات والنجدات الخارجية _ كبلاد منقذة لها من هذه الأزمات” صفحة 14

فرحنا أيما فرحة نحن مسلمو الهند بانتصاراكم ووصولكم إلى سدة الحكم, ولكن بدأت آمالنا تذبل وتميل نحو الخيبة عندما نسمع ببعض القرارات المستعجلة والغير الحكيمة للإمارة.

نعم, كنا قد نسمع أن الإمارة الإسلامية قامت بتحويل بعض المدارس الثانوية في مختلف الولايات إلى المدارس النظامية (التي تدرس بها المنهج النظام السائد في الهند وباكستان وأفغانستان) ولكننا كنا نظنها مجرد اتهامات و حربا إعلامية دعائية ضد الامارة الإسلامية.

وقبل يومين اطلعت على كتاب “الإمارة الإسلامية ونظامها” الذي قمت بتأليفه, فسارعت إلى تنزيله, ووجدت عنوان “التعليم العصري” في الفهرست, فانتقلت إليه سراعا لأعلم موقف الإمارة الإسلامية تجاه العلوم العصرية.

ويا أسفى! لقد أحسست من العداء والتهجم على التعليم العصري و مدارسها وأساكيلها حيث كتبت قائلا: فعلى أمراء المسلمين وعلماء الدين أن يمنعوا الناس عن مثل هذه المكاتب المروجة أشد المنع, لأنها من تأثيرات الكفار الذين يسعون في فساد أخلاق المسلمين وانحرافهم عن دين الله عزوجل.

إن حكمك وهجومك على المدارس العصرية فرع عن تصور أن تعليم العلوم العصرية ليس من الدين, وأنه لا يمكن الجمع بين العلم الشرعي والعلم العصري, وأن من تفرغ لها وبرع فيها لاحظ له في الآخرة. _ولا حول ولاقوة إلا بالله.

ولقد أنزلت العلوم العصرية إلى منزلة الإباحة والجواز, ما يخالف مذهب فقهائنا الكرام القائلين بفرضية هذه العلوم على الكفاية كما صرحوا به في كتب الفقه.

لقد سقت في كتابك أقوال عدد من العلماء تأييدا لرأيك تجاه التعليم العصري منهم الحافظ الذهبي ولكن استدلالك بقوله قياس مع الفارق, فإن الذهبي رحمه الله تكلم عن فلسفة اليونان والكلام والمنطق التي لا طائل تحتها, وطبقته أنت على العلوم العصرية المفيدة التي لاغنى للمسلمين عنها.

وللأسف أن علمي الفلسفة والمنطق لازالا موجودين بكثرة كاثرة في المنهج النظامي الذي يدرس في مدارس العلوم الشرعية, مما يضيع أعمار الطلاب والمدرسين.

كما استدل بأقوال العالمين الجليلين المفتي محمد شفيع والمفتي جميل أحمد التهانوي رحمهما الله تعالى, الذين لهم باع طويل في فتح سلسلة من المدارس العصرية في البلاد الباكستانية, حراء فاونديشن وأساكيل اقرأ.

ولا يخفى على لبيب أن تعلم العلوم العصرية المفيدة من الدين, وأنه فرض على الكفاية,

ويا ترى! إلى متى ستبقى أفغانستان عالة و كَلا على باكستان في التعليم والصحة, والتجارة والصناعة؟

يجب على المسلمين إعداد كوادر طبية حاذقة, لأن كثيرا من الأحكام الفقهية موقوفة على آراء الأطباء الحاذقين.

وليت شعري لما ذا أنزل الله الحديد ولما ذا امتن بهذه النعمة علينا إذا لم نستفد منها في الصناعة العسكرية؟ أم أننا نطلق البنادق فقط و سيصنعها لنا الكفار وسنبتاعها منهم.

يا ليت شعري لما ذا هذا الإهمال المعمد تجاه العلوم العصرية المفيدة! إنني لما أشاهد تزاحم الأفغان على الحدود الباكستانية أخجل والله أخجل, أليس في رؤوس الافغان أدمغة وفي صدورهم قلوبا؟ أليست عندهم إمكانيات؟ كل شيء متوافر ولكن المشكلة في القيادة التي لا تولي اهتماما بالعلوم العصرية المفيدة التي تحل مشاكل وأزمات الشعب الأفغاني المجاهد المكلوم.

 وأخيرا فليعلم الأفغان أن تعلم العلوم العصرية المفيدة الرياضيات والعلوم (الساينس) الكيمياء والفيزياء واللغات المحلية والخارجية ….. فرض على الكفاية, وأنها ليست خارجة من الدين بل داخلة فيه, وأن الاهتمام بالعلوم العصرية عمل بالعلم الشرعي كما تدل على ذلك نصوص من الكتاب والسنة, فلا ينبغي التقصير في هذا الجانب, فإن العلوم الشرعية والعلوم العصرية للدولة بمنزلة جناحين للطائر, ولا يستيطع الطائر أن يطير بجناح واحد.

وإننا إن أهملنا جانب العلوم العصرية لما قامت لنا دولة, ولن نستطيع أن ندافع عن أنفسنا, بل ولن يعطينا أحد حق الحياة حتى الدول المجاورة التي نعتمد عليها أكثر من أنفسنا.

وفي الختام أقول لشيخنا عبد الحكيم حقاني أن اضمدوا جراح الأفغان ولا تطولوا أزماتهم, وإن كنتم لا بد فاعلين فلا تنسبوا آراءكم إلى دين الله القويم.

کاپي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.