د یوه چترالی مسعود پرسته سره، زما تاریخی مناطقه

محمد داؤد مومند

623

د یوه چترالی مسعود پرسته سره، زما

     تاریخی مناطقه

مقدمه: دا لیکنه څه مهال دمخه یوه د یوه چترالی مسعود پرسته مهاجر چی (امان الملک جلاله) نومیږی، او د ویرجنیا په ایالت کی اوسیږی، د هغه د ضد ملی، ضد انسانی او ضد افغانی د ادعاګانو، پر خلاف د یوی رسالی په توګه لیکل شوی وه، پدی لیکنه کی د ملی تفکر، ملی مقدساتو او ملی شخصیتونو نه دفاع شوی ده، او پر همدی موازاتو کی د ملی چهار پدره غدار او ثانی بچه سقو یعنی (پنجشیری احمد شاه مسعود) ناولی او کثیفه ملی ضد او انسانی ضد څیره بر بنډه شوی ده. دا رساله به د یوه تاریخی سند په توګه په څو برخو کی تقدیم شی.

د یادلو وړ بولم چی د جلاله کورنۍ وروسته له هغی چی انګریزانو په چترال یرغل و کړ، افغانستان ته راوتښتیدل او د کڼړ په ولایت کی هستوګن شول، دوی په قومیت پښتانه نه بلکه مغل دی، د دوی اصلی ژبه هم چترالی ده. څه و خت چی انګریزانو په چترال باندی یرغل وکړ، په پشتونخوا کی دا لنډۍ شهرت پیدا کړ:

چیرته لندن چیرته چترال

بی ننګی زور شوه پیرنګیان چترال له ځینه

حاجی صاحب امان الملک جلاله! په مقدماتی توګه باید ووایم چی مطبوعاتی اصول دا ایجابوی چی باید تاسو د خپلی لیکنی اصلی متن ماته را استولای وای، نه د لیکنی (کاپی).

ستا دا غیر معمول او غیر اصولی عمل داسی څرګنوی چی گوندی تاسی د لیکنی خپل اصلی متن د کوم خاص منظور دپاره کوم ستمی او شورای نظاری فاسد  اخبار لکه د «امید» چی د ایران او شورای نظار لخوا تمویلیږی او یا کوم ذینفع مقام ، شخص یا کوم ګروپ لکه د نظار شوری او سقاوی جمعیت زعامت ته ورلیږلی ده ، تر څو خپله وفاداری او چاکری د هغوی دربار ته ثابته کړۍ. ددی خبری تذکر او وضاحت د دی دپاره دی چی دا رنګه روش د پرنسیپ له نظره ، د اصولو نه عدول. سرغړونه او منافقانه کار دی.

ستاسی د سفسطی طومار یا چټیات نامه چی ممکن ستا په زعم زما د هغو پوښتنو ځواب وی کوم چی ما د (آئینۀ افغانستان) په ملی، اسلامی او انقلابی مجله کی چی د جلیل القدر سید او ستر ملی مبارز داکتر صاحب هاشمیان په مدیریت چلیده، تا ته وړاندی کړی وه.

متأسفانه په دیر تأثر او تأسف سره باید ووایم چی ستاسی پړ پړه یا چټیات نامه د اهانت، هتک حرمت، درواغو، اتهاماتو، منطقی تضادونو، ضد او نقیض ادعاګانو یوه کرغیړنه لیکنه او د مستندو واقعیتونو، اسنادو، شواهدو، مدارکو نه څرګند انکار دی. د داسی چټیات نامی، ښکنځلو، شخصی تعرضونو لیکنه، د بازاری ، سپکو، بی آبه، بی ادبه او بی حرمتو وګړو کار دی، نه دهغه کسانو چی د چترال د مهترۍ او خان زادګۍ ادعا لری.

زما دیره کلکه آرزو دا وه چی تاسی به د یوه مسلمان حاجی په توګه، زما اصولی، قانونی او مجازو پوښتنو ته چی د ادب او قلم د عفت په پیرایه کی لیکل شوی، په ځواب کی د اسلامی، ملی او پښتنی اخلاقو د معیارونو په نظر کی نیولو سره بالمثل معامله وکړۍ او د یوه سالم میتود او علمی مستندی لیکنی په رڼا کی چی په هغی کی دروغ، اتهام، بهتان، سپکی، سپوری، ښکنځلی ، سفسطه، بی عدالتی، بی حرمتی، نفرت، اهانت او تحقیر او تصغیر لیار ونلری د اصلامی اصولو په پیروۍ په صبر، حوصله، محبت، ورورۍ، تواضع، منطق او اسنادو او مدارکو په استناد ځواب راکړۍ او د یوه مدنی انسان په توګه د متقابل احترام د پرنسیپونو، اصولو او معیارونو په چوکاټ کی د تفاهم لیار غوره کړۍ.

تاسو په خپلو سفیهانه قضاوتونو او ښکنځلو کی حتی زما پر کورنۍ او نیکونو هم تعرض کړی دی او بیا مو په خپل لنډ فکر، هڅه کړی چی د خپلو چټیاتو د ثبوت دپاره د قدسی مفاهیمو نه د سیاسی غیر مقدسی وسلی په توګه کار واخلۍ چی داسی مذبوحانه، غیر علمی، جاهلانه هڅی د ټولو عالیه انسانی، اسلامی او پښتنی اصولو او نورمونو نه تخطی او سر غړونه تلقی کیږی.

ستا د سفسطی نه داسی نتیجه اخستل کیږی چی ستا د اعتقاد په اساس انسانیت، افغانیت، وطندوستی، نجابت، اخلاق، شرافت، شخصیت، اهلیت، علم، فکری اصالت، پوهه، منطق، نیک روش، سالم سلوک، سمه وینا، غوره کردار،  سعادت، لیاقت، مینه، محبت، وروری، عدالت او ټول شریفانه خصائل او ملی تفکر د (مسعود پرستۍ) په معیار تلل کیږی او بس.

زما د پورتنۍ ادعا څرګند ثبوت هغه لیکنه ده چی تاسی د (داکتر واسع لطیفی) د علمی او معنوی مقام په مورد کی کړی ده، او (پوهاند داکتر واسع لطیفی) ته د یوه رشتینی لوی ملی، وطن دوسته، وطن پال او عالی شخصیت په سترګه ګورۍ، ځکه چی داکټر واسع لطیفی د (احمد شاه مسعود پنجشیری) د پلویانو، سادوګانو او ثنا ګویانو د ډلی څخه دی.

پداسی جال کی چی (داکټر واسع لطیفی) د خدای نه منکر، ملحد او دو آتشه کمونست او د روس د نوکرانو ګوډاګی وه.

د استاد خلیل الله هاشمیان د روایت په اساس، څه وخت چی پوهاند عبدالواسع لطیفی د طب د فاکولټی رئیس شو، لطیفی بدبخت د اداری مجلس غونډه د ملعون (نور محمد تره کی) په نامه پرانسته. د مجلس یوه استاد ورته وویل چی ولی غونډه د لوی خدای په نامه نه پرانیزی؟

واسع لطیفی ځواب ورکړ چه «حالا زمانه و شرایط تغییر کرده است.»

همدا راز زما شخصاْ په یاد دی چی د کرملن د مزدورانو په دوره او د کمونستی تبلیغاتو په سلسله کی، واسع لطیفی یوه د (امشب شاه میمیرد) تر عنوان لاندی یوه ډرامه لیکلی وه. دا ډرامه د وخت په ټولو نشراتو کی انعکاس وموند.

بد بختانه ستا دپاره هم د سیاسی ملحوضاتو په رڼا کی د داسی کثیفو ذواتو کمونستی سابقه او بی خدایی اهمیت نلری، ځکه چی که پرون داسی وګړو (لینن) ته د تقدس په سترګه کتل نن د (پنجشیری احمد شاه مسعود) نه  د (سومنات بت) یا د (سامری خوسی) جوړوی او د مسعود پرستانو په حلقه کی شاملیږی.

ولی بر عکس هغه علمی، پاک، متقی، حق ګویه، وطندوسته، رشتینی افغان او مسلمان او مبارز انسانان لکه پیاوړی محترمه «میرمن ملالۍ نظام» چی زموږ د ټولنی یوه مبارزه، فداکاره، با ایمانه، متقی او د افتخار وړ وطنواله ښځه ده او ټول نور ذوات چی د میرمن ملالۍ نظام د هم فکرۍ افتخار ور نصیب ورته په برخه وی او (پنجشیری مسعود) ته د افغانستان د تاریخ د یوه لوی خائن،غدار او سیاسی جنایتکار په سترګه ګوری، ته ورته ملی ضد، تفرقه انداز، خائن، نا مسلمان او فاشیست ظالمانه او سفیهانه نومونه ورکوی.

لطفاً لمړی ته خپل ځان ته وګوره چی ته څوک یی؟ ته سر پیاز …پیاز؟ ته چکاره؟

اصلاً د یوه مغلی چترالی مهاجر په توګه، ستا هویت او ملیت د سؤال وړ دی، نور خو لا څه کوی!

ستاسی داسی ظالمانه قضاوت چی د شریفو وطنوالو علمیت، شخصیت، افغانیت او اسلامیت صرف د (مسعود پرستۍ) په معیار باندی انډول کوۍ، ماته د اسرائیلو د دولت مذهبی او صهیونستی معیار تداعی کوی، پدی مفهوم چی که په نړۍ کی، هر هغه وګړی چی د هر مذهب پوری تعلق ولری خوکه  د خپل اصلی دین نه تیر شی او د یهودیت دین ومنی، فوراً ددی مستحق ګرزی چی د اسرائیلو د دولت تابعیت تر لاسه کړی او حق پیدا کړی چی بی له چون او چرا اسرائیلو ته لاړ شی او آرامه ژوند ولری.

ولی هغه مظلوم فلسطینیان  چی په جبر او اکراه سره د فلسطین نه نورو هیوادونو ته مهاجر شول، خپل وطن ته د ستنیدو حق نلری.

حاجی جانه جلاله! ستاسی او د اسرائیلو د دولت په معیارکی  دومره تفاوت موجود دی چی هغوی ته یهودیت او صهیونیزم باندی اعتقاد بنیادی شرط او معیار ګڼل کیږی او تاسی ته (مسعود پرستی)

نور بیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.