م. م وچکالۍ او کډوالۍ بشري ناورین پیښ کړی

481

ملګري ملتونه وایي کډوالۍ او د وچکالۍ په څېر طبیعي آفتونو افغانستان کې بشري ناورین پراخ کړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې لا هم په افغانستان کې میلیونونه داخلي بېځایه شوي شته دي چې بشري وضعیت یې بېچلی کړی دی.

سرچینه کاږي چې د جګړو او وچکالۍ له امله تېر کال ۷۰۰ زره افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي او د وچکالۍ له امله د بېځایه کېدو لړۍ لا هم روانه ده. په راپور کې راځي چې افغانستان دمګړی ۳،۵ میلیونه داخلي بېځایه شوي وګړي لري چې لوړه سلنه یې مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې روان کال به په افغانستان کې ۲۴،۴ میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري چې د افغانستان د نفوس تر نیمايي ډېره برخه جوړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.