د مور پلار او اولاد سره دوستانه اړیکې

لیکنه: ډاکټر هینري کلاوډ ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

1,732

مور او پلار څنګه له اولادونو سره دوستانه اړیکې جوړولې شې؟

موږ باید د خپلو ماشومانو خپلواکۍ او بې سارو هڅو ته په درنده سترګه وګورو. غوره داده چې له خپلو اولادونو سره له مور پلار زیاتې داسې دوستانه اړیکې ولرو چې هغوی وکولی شي، د خپلو ستونزو او بریاوو په اړه له موږ سره ډاډه خبرې وکړي او دا اړتیا ورته پېښه نه شي چې ځینې تیروتنې رانه پټې کړي.

لاندې ځینې داسې ټکي دي چې له موږ سره دا مرسته کولای شي، چې له خپلو اولادونو سره ښې اړیکې جوړې کړو:

۱. بښنه غوښتل

که چیرې ته له خپلو اولادونو سره یوازې د مور او یا هم پلار په څیر چلند کوې، او ترمنځ مو د ملګرتیا تړاو نه وي، نو اولادونه دې یوه ورځ راټول کړه او ورته ووایه چې، زه بښنه غواړم چې ما تر دې دمه له تاسې سره د یوه ښه ملګري په څیر چلند نه دی کړی.

وروسته بیا ورته ووایه، چې زه غواړم له تاسې سره نوې اړیکې جوړې کړم، چې د هغو اړیکو پر اساس به موږ او تاسې له دې وروسته نه یوازې د مور/ پلار او اولادونو ترمینځ اړیکې لرو، بلکې د ښو ملګرو په څیر به هم اوسو..

۲. ټولو اولادونو ته په یوه سترګه کتل

هغه اولادونه دې چې بلوغ حالت ته رسیدلي او هغه چې لاهم واړه دي نو ترمینځ یې توپیري چلند مه کوئ. داسې مه کوه، چې یو اولاد دې زړه ته ډیر نیږدې کړې او تل ښه رویه ورسره ورکړې او بل ته هیڅ ارزښت هم ورنکړې. که چیرې ته د اولادونو ترمینځ توپیري چلند کوې، نو ښايي چې په ډير لږ وخت کې د ځينو اولادونو اړیکې درسره خرابې شي.

۳. د اولاد خپلواکۍ ته درناوۍ کول

اولاد ته (په چوکاټ کې دننه) ازادي ورکول او خپل کار ته پريښودل له هغوی سره د ازاد او مستقل ژوند په برخه کې تر ډیره بریده مرسته کولای شي. کله چې اولاد بلوغ حالت ته ورسیږي، نو هغه ځانته جلا داسې ژوند لري، چې د ژوند ځینې برخې یې نور له تاسره شریکې نه دي او ته هم ځانته ژوند لرې. موږ د لویانو په څیر ډیر کله هڅه کوي چې زموږ ماشومان دې ټول کړه وړه زموږ په څیر وکړي. خو دې ته نه ګورو چې زموږ او د ماشومانو د عمر تقاضاوې بیخي جلا دي. هغوی ته د لوبو، لوست او کار په برخه کې د انتخاب اجازه ورکړئ. د تیروتنو حق ورکړئ څو له خپلو تیروتنو زده کړه وکړي. همداراز په ژوند کې ګڼې نورې چارې شته چې مور پلار باید په کې د خپلو ماشومانو مصؤنه ازادي تضمین کړئ.

۴. تل یوې موافقې ته رسیدل

په خپلو خبرو کې دې هغو خبرو ته پام وکړه، چې زړه خپه کوونکې اوسي. که چیرې ته پر خپل اولاد په ظالمانه او شرموونکې بڼه نیوکې کوې، نو پوه شه چې ته لاهم د مور\پلار رول لوبوې، نه د یوه ملګري رول. په شرموونکې او خجالت کوونکې بڼه په خپل اولاد نیوکې کول د اولاد او والدینو ترمینځ واټن رامینځ ته کوي او ځینې وخت د دې لامل هم کیږي چې اولاد له خپل والدینو څخه زړه توری شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.